
بهرنيو ځواكونو د خوست ولايت په مركزكې په يوه كور عمليات كړي او په پايله كې يې د يوې ښځې په ګډون درې تنه وژلي، پېنځه يې ژوندي وړي او درې ښځې او ماشومان يې په سپيو داړلي دي.
دا عمليات د خوست ښار ختيځ ته د كونډيو په نوم سيمه كې شوي، ايتلافي ځواكونه وايي چې دوى د حقاني ډلې پلويانو پركور عملياتوكړي او په همدې تور يې يوه ميرمن او دوه سړي وژلي دي.
كله چې سهار وختي د خوست ښارختيځ ته د كونډيو په نوم سيمې خبريالان ورغلل نو د زيانمنې كورنۍ يوه غړي، ايوب خان په داسې حال كې راښكاره شو چې اوښكې يې په سترګو كې ډنډ وې او خبريالانو ته يې هغه ځايونو ورښودل چې د ده مور او پلار پكې وژل شوي وو.
نوموړي وويل چې د شپې نږدې دوولس بجې وې چې د كورپه دروازه كې يې چاودنې وشوې، او كله چې د ده مور له كوټې ووته او په همدې حال كې پرې ناڅاپه امريكايي ځواكونو ډزې وكړې او ويې وژله.
ورپسې يې د ده پلار هم وويشت او ځاى پرځاى يې ووژل. يو بل تن يې چې نوى ځوان و، د ميلمانوپه حجره كې ووژلو.
ايوب وايي، چې بهرنيو ځواكونو نه يوازې دا خلك ووژل بلكې د كور دوې نورې ښځې او يو څلور كلن ماشوم، يې په سپيو هم وداړل او ټپيان يې كړل، نوموړي وويل چې ځواكونو د دې كورنۍ پېنځه تنه ژوندي هم له ځان سره بيولي دي. او په همدې مهال يې له كوره سره زر، نغدې پيسې او ګرځنده ټليفونونه هم وړي دي.
ځايې خلكو ګواښ وكړ چې كه حكومت د دې پېښې سمه پلټنه ونه كړي، او د دوى ته خپل ګناه او هغه جاسوس چې دغه كار يې كړي وي په ډاګه نه كړي نوله سيمې څخه به كډه وكړي.
په کابل کې د امريکايي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر مسوولينو ويلي چې د دوى ځواکونو د خوست له پوليسو سره په ګډه تېره شپه په خوست کې په يوه کور چې د حقاني ډلې پلويان او جنګيالي پكې پټ وو، نيولي دي خبرځاى وايي چې د عملياتو پروخت له كوره پرې دوى ډزې وشوې، او په ځوابي ډزو کې درې تنه وسلوال جنګيالي ووژل شول او پنځه تنه نور شکمن جنګيالي ونيول شول .