
د سیمه ییزه
اورګانونو د خپلواکه ادارې د پالیسۍ او مسلکي معینیت فعالیتونو ته ځغلنده نظر)
معاصر افغانستان سره له دې،
چې په کرنیز یا فیوډالي اقتصاد یو ولاړ ملک تعریفېده او
تعریف شوی؛ خو له دې سره سره یې نظام او حکومتي اداره د مرکز محوره سیستم پر بنسټ استواره
وه او لا هم ده. د ۱۳۵۷ کال په ثور
مېاشت کې له پوځي لارې، د موروثي شاهي-جمهوري نظام په جراحۍ سره، د یوه ایډیالوجیک
نظام د جوړولو له پېښې را هیسته انقلابونو، جنګونو، ناامنیو او د پایتخت لاس په
لاس کېدلو، واک په ښاري او کلیوالي برخو ووېشه. ښارونه د ایډیالوجیکو سازمانونو
لخوا جوړو شویو حکومتونو، چې موخه یې ټوله نړۍ د خپلو معینو ایدیالوجیو او باورونو
په واحد ظرف بدلول وه؛ تر امر لاندې وه او کلي له مرکز سره د کمزورو معامله ډوله اړیکو
درلودلو ترڅنګ، د وړو باجیګرو آمرانو او مشرانو تر ادارې لاندې پاتې شول. په دې
توګه کلي او پراخې اطرافي سیمې له حقوقي، قضایي، اجتماعي او کلتوري پلوه، په
ځانمحوره بدوي دریځونو کې پاتې شول.
د طالبانو اسلامي امارت، د
هرې سيمې په لاندې کولو سره، د واک خپلسري سیمه ییز واحدونه ړنګ کړل، خو د کلیوالي
او سیمه ییز واک د په پښو ودرولو لپاره یې نه پروګرام درلود او نه یې مادي انساني
سرچینې لرلې. د کلیو او زیاتره ولسوالیو اداره او رسمي معاشره، هماسې په کلیوالي
دود؛ خو وچ مرکزیت او اطاعت پاتې شوه، ځکه نو موږ د هغې دورې داسې څه نه وینو، چې
عکس واخیستل شي، ارقام ترې جوړ شي او د سیمه ییزه ادارې د بیا پېل لپاره بنسټ او
اصل شي.
داسې شرایط وه، چې پر امریکې
د سپتامبر یوولسمه جوړه شوه او نړیواله ټوله د ملګرو ملتونو په پرېکړې سره، د وسلو
او پیسو په زور، د لېبرالیزم، دموکراسۍ او آزاد بازار له تګلارو سره پر افغانستان
را مخه شوه.
له دې بدلون سره وه، چې نویو
حکومتوالو، د لویې جرګې لرغونی دود را تازه کړ، اساسي قانون جوړ شو، او مرکزي نظام
په پښو ودرېد او کلیو له سره د ولسوالیو او ولایتونو په ادارې واحدونو کې، له مرکز
سره خپلې اړیکې را تازه کړې.
د شاهي او جمهوري دورو په
شان، ولایتونه د کورنیو چارو په وزارت کې را منظم شول. نوي والیان او ولسوالان
سیمو ته واستول شول. له سیمه ییزو برلاسو جهادي ډلو د پولیسو لومړني سیمه ییز
ګروپونه را منظم شول، ښوونځي پېل او د بیا رغونې پروګرامونه پېل شول.
دې حالت ته په کتلو سره، او
دا چې افغاني ټولنه اساساً یوه کلیوالي ټولنه ده. کلي د سرنوشت اساسي کرښې راکاږي
او دا کلي دي، چې له ښارونو ورغلي تحولات یې په ډېر بد شکل چلنج کړي، او کلي د امن
یا بې ثباتۍ اساسي سرچینې دي؛ نو دولتي حاکمیت دې او دې ته ورته نورو دلایلو له
مخې، متوجه شو، چې سیمه ییزه اداره په معاصر ډول بیارغونه غواړي او دا چاره یوازې
د غوره سیمه ییزه حکومتوالۍ د رامنځته کولو له لارې شونې وبلل شوه، ځکه یې نو د
سیمه ییزه ادارو د رغولو لپاره په نویو پروګرامونو باندې لاس پورې کړ او په دې ترڅ
کې د جمهور رییس د ۱۳۸۶ کال د وږي ۸ مې نېټې فرمان له مخې د سیمه ییزه اورګانونو
خپلواکه اداره رامنځته شوه.
پرېکړه دا وه، چې د اساسي
قانون له مخې، د افغانستان د مرکزي نظام د اصل پاللو ترڅنګ، نړیوالو تجربو ته په
کتلو سره، سیمه ییزه حکومتوالي د ولس په وړاندې پرانیستې، انتقاد منونکې،
حسابورکوونکې او غوره خدمتګاره شي.
د سیمه ییزه اورګانونو د خپلواکه
ادارې په لیدلوري کې راغلي: د غوره حکومتوالۍ له لارې، د خلکو په ژوند کې مثبت
بدلون راوستل.
دغه اداره دوه معینیتونه،
دولس ریاستونه او شپږ پروګرامونه لري. سربېره پر دې ۳۴ ولایتي ادارې او ولایتي
شوراګانې، ۳۷۱ ولسوالۍ او ۱۵۳ ښاروالۍ، د چارو د مشرۍ، سمون او همغږۍ له پلوه په
دغه اداره پورې تړلې دي. په دې توګه د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره، د لوړ
پوړو حکومتي چارواکو له پلوه، تر ټولو لویه او پراخه اداره ده.
د معینیت اړوندو ریاستونو او
برخو کړنو ته یو ځغلنده نظر
د سیمه ییزه اورګانونو
خپلواکه اداره، له جوړېدو را هیسې د پلان، پالیسۍ او قانون جوړولو په کار بوخته
شوه. ددغې ادارې د قانون طرحه بشپړه شوې، او دمګړۍ د ملي شورا لخوا تصویب ته ور پر
لاره ده.
د پالیسۍ او مسلکي معینیت
دندې د قوانینو، پالیسو، لایحو طرزالعملونو جوړول، د هېواد په کچه د ښاروالیو چارو
ته نوی نظر، د خدمتونو وړاندې کولو په کار کې د بدلون او بهبود راوستل، د ولایتي
او نورو سیمه ییزه شوراګانو له لارې، په حکومتوالو چارو کې د ولس را ګډول، د ولس
او د هغو د استازو په وړاندې د سیمه ییزه چارواکو لکه والیانو او ولسوالانو
ځوابویونکي ګرځول، د ورځې له اړتیا سره سم د افغانستان په سیمه ییز اداري وېش کې د
ادلون بدلون راوستل او ګڼې نورې چارې وې.
د سیمه ییزه ادارو د پالیسۍ
د موادو له مخې تر دې مهال درې قوانین قانون جوړ شوي دي. د سیمه ییزه ادارو
پالیسي، د
اساسي قانون له یوسلو اووه دېرشمې مادې سره سم، د افغانستان اسلامي جمهوریت د عالي مقام د ۱۳۸۹ لېږدیز کال د غوایي مېاشتې د ۲۲
مې نېټې (۱۰۴۷) ګڼه حکم له مخې، د پنځه وېشتو وزارتونو او خپلواکو ادارو په مرسته،
د سیمهییزو اورګانونو خپلواکه ادارې د پالیسۍ او انسجام د معینیت تر مشرۍ لاندې،
د پالیسۍ د جوړولو او تدقیق کومېټې هڅې برېالۍ راووتې او په لومړي ځل د افغانستان
د سیمهییزو ادارو لپاره پالیسي چمتو شوه.
پلان او پالیسي:
د سیمه ییزه ادارو پالیسي، د
پالیسۍ معینیت لویه لاسته راوړنه ده. دغه سند په دري ژبه، په (۵۵۸) مخونو کې له
چاپه راوتی او اوس د ټولو سیمه ییزو ادارو دنده ده، چې د پالیسۍ موخو ته رسېدلو
لپاره پروګرامونه پېل او د غوره حکومتوالۍ چارې ته د عمل جامه ور واغوندي. د پلان
او پالیسۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د همدغې پالیسۍ د پلي کېدلو لپاره په دریو قوانینو
کار شوی. د سیمه ییزه حکومتوالۍ قانون، د ښاروالیو قانون او سیمه ییزه شوراګانو
قانون چمتو او ملي شورا ته د تصویب لپاره استول شوي دي.
دارنګه د ولایتي ستراتیجیک
پلان جوړونې بهیر روان شوی، تردې مهاله د لسو ولایتونو لپاره د سترایتجکو پلانونو
کارونه مخته تللي دي. دغه چارې د یوه ټیم لخوا پر مخ ځي.
همدارنګه د ولسوالیو او
ټولنیزو شوراګانو لپاره طرزالعمل او کاري لایحه، د کلیو د بیا رغونې او پراختیا له
وزارت سره په همغږۍ کې نهایي شوې.
سیمه ییزه شوراګانې:
د سیمه ییزه شوراګانو په
برخه کې یو لړ چارې سرته رسېدلې دي. ددغه ریاست د مشر قاري سید احمد خاموش په
وینا، د محلي شوراګانو د قانون تصویب او تعدیل، په بلخ ولایت کې د سیمه ییزه
شوراګانو پراخ کنفرانس جوړېدل، د سهیل او لویدیځ زون د ولایتي شوراګانو مجتمع او د
شمال حوزې د ولایتي شوراګانو مجتمع جوړېدل، جاپان هېواد ته د ځوانو مشرانو لپاره
سیمه ییزه حکومتوالۍ پروګرام کې ګډون لپاره، د ولایتي شوراګانو د ۱۳ وکیلانو استول
او یو لړ نور کارونه سرته رسول شوي.
د ښارواليو لپاره مرسته:
د سیمه ییزه ادارو د
پالیسۍ له مخې، د سيمه
يیزو اورګانونو خپلواکه اداره، د ښاروالیو لپاره د پاليسۍ جوړولو او په اغيزناکه توګه د
هغې د پلی کولو مسئوليت لري. په دغو چاروکې د هغو قوانينو او
مقرراتو ټاکل شامليږي، چې د ښاروالیو د عوايدو رامنځته کول او د سرچینو اداره کنترولوي،
او همدارنګه ښارواليو ته به مناسب کاري ظرفيت او مرسته برابره کړي. په دغه برخه کې
دا لاندې مهم فعاليتونه شامليږي:
§ د پاليسۍ او د قانون
جوړونې د چوکاټ نوي کول؛ کوم چې د ښاروالۍ د عويدو رامنځته کول او د سرچینو اداره کنترول کړي.
§
د کاري ظرفيت رامنځته کول او د ښارواليو لپاره د
مهمو خدمتونو په ترسره کولو او د ادارې په دندو کې مرسته برابرول؛ د عوایدو رامنځته کولو او د سرچینو د ادارې په شمول.
د ښاروالیو چارو لوی ریاست
هم د پالیسۍ او مسلکي معینیت یوه لاس لاندې څانګه ده. د ښاروالیو د چارو د لوی
رییس عبدالباقي پوپل په وینا، د ښاروالیو قانون او شپږ لایحې نهایي شوي. ۲۶
میلیونه ډالره عواید ترلاسه شوي، ۸۰۰ کیلومتره سړک پوخ شوی، د ۱۴ ښاروالیو ودانۍ
جوړې شوي، ۱۴۹ عامه تشنابونه، او ۴۹ عامه پارکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل
شوي، ۳ مېلیونه مترمکعبه کثافات را ټول او لېرې شوي دي.
اداري واحدونو ریاست:
افغانستان یو داسې هېواد دی،
چې هم یې نفوس او هم یې ټولنیز اقتصادي حالت په وده کې دي. دې حالت ته په کتلو
سره، راز راز ټولنیزو اقتصادي، کلتوري او بیا سیاسي امنیتي شرایط ددې اړتیا را
منځته کوي، چې سیمه ییز اداري وېش له اړتیاو سره سره ادلون بدلون ومومي. د هغو
معلوماتو له مخې چې پالیسۍ معینیت د اداري واحدونو رییس عبدالغیاث وردګ راکړل تردې
مهاله: ۲۰ ولسوالۍ د تصویب په موخه ملي شورا ته استول شوي، ۲۰ نورې ولسوالۍ د
منظورۍ اخیستلو لپاره چمتو شوي، ۹ ولسوالۍ منظورې شوي دي.
ددې په خوا کې د جیودیزۍ او
کارتوګرافۍ له ادارې سره د ولایتونو او ولسوالیو دننه پولو په اړه موافقه لیک
لاسلیک شوی.
د انقلابونو او کشمکشونو یو
اغېز په سیمه ییزه کچه د قانون تر پښو لاندې کول، خپلسرۍ، زورګیرۍ، چور او تالان
دی. په دې ترڅ کې د وګړو سر او مال ته زیات تاوان واوښت؛ ددې په خوا کې پراخې ملي
دولتي شتمنۍ، جایدادونه، اقتصادي منابع او دولتي ځمکې د ناقانونه، خپلسرو زورواکانو
لخوا چور او تالان شوې. د ولسمشر د ۴۵ ګڼه فرمان له مخې په دې اړه د کړنو لارښوونه
شوې. د اداري واحدونو د ریاست له لارې، تر دې مهاله د ۳۰۰۰۰۰ جریبه غصب شوې دولتي
ځمکې لاسوندونه را ټول شوي او ۴۰۰۰۰ جریبه ځمکه له غصب څخه را خلاصه شوې ده.
د ستراتیجکي همغږۍ څانګه
ددغې څانګې مشر، نادر یما د
معلوماتو له مخې، د (NPPLG) یا د سیمه ییزه حکومتوالۍ
پروګرام تدوین او تصویب شوې. ددې پروګرام له لارې د حکومتوالۍ د رغولو په مقصد، د
ریفورم راوستلو لپاره، د سیمه ییزه ادارو په واحدونو کې د درې را روانو کلونو
لومړیتوبونه مشخص شوي. د لېږد او سولې د بهیرونو اغېزمن پلې کېدلو د چارې ملاتړ
شوی. د سیمه ییزه ادارو د پالیسۍ پلي کېدلو لپاره د انګلستان د هېواد مرستې همغږې
شوي او مدیریت یې شوی، او داسې نور فعالیتونه سرته رسیدلي، چې موخه یې د غوره سیمه
ییزه حکومتوالۍ د چارې ملاتړ او پلي کول دي.
پایله او یو څو خبرې
نېږدې دولس کاله وشول، چې
افغانستان د ولسواکۍ په لور حرکت پېل کړی. ښایي حقیقت داوي، چې د تاریخ په اوږدو
کې، پر دې ځمکه د نوی فکر او باور بېرغ له بهره را ننوتی. کلتوري، مدنیتي سرچینې
دا ډول کرل شوي او بیا یې له بومي ځانګړنو سره له یوه دردونکي تعامل وروسته-چې د
نسلونو او بشري میراثونو ورانۍ او تباهۍ یې له ځان سره درلودلي-، ثمر نیولای او
بیا یې اغېز شاوخوا خپور کړی.
ښايي معاصره دموکراسي،
ګلوبلویزېشن، د ارتباطاتو جال او...هم داسې وي. موږ حق لرو چې د انسانانو په توګه
ژوند وکړو. افغانستان یو واحد خو متنوع او رنګین باغ دی. که د جیولوجۍ، یا نورو
درسونو له کړکیو وګورو؛ نو ښایي ډېر ژر د انساني او ټولنیزو علومو د متخصصانو د
تعریفونو شاته سنګر ونیسو او هېواد او ټولنه کړکیچنه، ماته ګوډه، متفرقه او نامنسجمه
ووینو؛ خو که دا ټولنه د یوه ژوندي موجود په توګه ومنو او ددغه لوی انساني وجود په
بدن کې د ژوند ساه حس کړو؛ نو ښایي دا کشف کړو، چې دا رنګین کلي، دا رنګین قومونه،
ژبې، اندونه باورونه، او رنګ رنګ ګلان انسانان هر یو ښکلي دي. افغانستان پرته له دغو
څخه نه کېږي.
او پاتې شوه د افغانستان د
پراخه سیمه ییزه حکومتوالۍ چاره! دلته موږ د چارواکو او کاري راپورونو له مخې
وغږېدو؛ خو باور شته، چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د غوره سیمه ییزه حکومتوالي
جوړول، دودول او ټینګول اوږد مزل او پراخو امکاناتو ته اړتیا لري. څار به اوسو، چې
د یادې ادارې ریاستونه، څانګې، پروګرامونه او پلانونه نور څه له ځان سره
راوړي.