د ۲۰۰۹کال په پرتله ۴۰سلنه اداري فساد زيات شوی (۲ برخه)

عجب خان مومند
کورنيو چارو په وزارت کې فساد: په کورنیو چارو وزارت کې لومړی په پيژنتونو کې فساد هغه څه دي، چې زيات ځوانان يې د هېواد خدمت کولو څخه په ډډه کړي، کله چې په پيژنتونو کې پیسې ورکړل شي، بيا داسې ځای ته د وظيفې لپاره لېږل کېږي، چې امنيتي حالات يې ښه وي آو ياهم د ولاياتو مرکزونه وي، ددې ترڅنګ د وزارت مقام شاوخواء، اړونده ادارې او معامله ګر يې د  خوراکي توکو، البسې او ژمني توکو په قراردادونو کې تر پنځه لکه امريکايي ډالرو پورې پیسې ورکوي، چې د همداسې يو صحنې او معاملې راته يوې نفر خبر کوله، چې قرارداد د ورکړې پر وخت ورځني د وزارت مقام شاوخواء اشخاصو د پنځه لکه امريکايي ډالرو غوښتنه کوله.
زياتې ولسوالۍ يوازې په مورچو او پوستو بدلې شوي، امنيت ورځ تربلې ټکنی کېږي، د معاشاتو څخه د تدفين تر وخت پورې په هره معامله کې پیسې اخيستل کېږي، مجرمين د څو روپيو په مقال کې خوشې کېږي، دوی پر څارنواليو او څارنوالۍ بيا پر دوی پړه اچوي، دوی د قانون په تنفيذ کې رول لري خو کله چې دوی قانون تر پښو لاندې کوي د قانون تنفيذ به څنګه شي؟ کله چې پېښه وشي، محضر يې نه ثبتېږي، داسې حال جوړکاندي ته به وا چې درېيم نړيواله جکړه روانه ده، که يوه مرمۍ مصرف شي دوی يې د دريو مرميو مصرف تېروي، په ولاياتو کې د همغږيو په مرکزونو ته اعتنا نه کول بله ستونزه ده، او د ولسي جرګې غړو ته بې شمېره سرتېري ورکول ټولو عامه افغانانو سره تشویشونه پيدا کړي، د سرحدي  او د لويو لارو پر سر د پرتو پستو څخه باج اخيستل لامل ګرځیدلی چې پوليس يې د لوي لارې مسافرينو څخه وشکوي، چې دا کار بيا د عامه افغانانو لپاره زړه خوړونکی دی او د همدې په وجه ډېر شمېر افغانان د هېواد اوسني نظام څخه خفه شوي او په څنګ ناست دي.
ټولګټو چارو په وزارت کې فساد: د ژمې په موسم کې د وارو څخه د لويو لارو نه پاکول تر هغه وخته پورې چې د ولاياتو رئيسان او يا يې هم په وزارت کې اړونده اشخاص د قرارداد په سر پیسې وانخلي، د سړکونو او لويو لارو حالات ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان دي، خو د غم خوړلو پلان لا شروع شوی ندی، د لوی قرارداد څخه نيولې تر کوچني قرارداد پورې د هر يو مقدار او اندازه معلومه او پر هر قرارداد د ورکړې بېله برخه معلومه ده، هغه قرارداديان بریالي دي، چې په وزارت کې يې دننه رېښې کړي وي او د وزارت مقام له نږدې کسانو سره ښې اړيکي ولري، پر لږه برخه بسنه نه کول د دې وزارت د کار په مخ بيولو کې تر ټولو لوی خنډ دی، خو لنډه پدې چې د دورشل څخه نيولې تر لوړو پوړيو پورې هر ځای او هر قدم فساد.
نشه يي توکو پرضد د مبارزې په وزارت کې فساد: ياد وزارت د پاليسې له مخې هغه ولاياتو ته چې د کوکنارو کر يې صفر درجه دی د کال يوميليون امریکايي ډالره ورکوي، د دې ترڅنګ ځینو ولاياتو ته د پورته امکاناتو ترڅنګ نور اضافي امکانات هم په نظر کې نيول شوي او تر ډېره بريده ورکړل شوي هم دي، د نشه يي توکو پر ضد دمبارزې وزارت له لوري د ورکول کېدونکو پيسو څخه په ولاياتو کې د ياد وزارت د پاليسۍ سره سم بايد د ولس په خوښه او د ولس په رايه عام المنفعه پروژې پلې شي، خو دا چې د وزارت له لوري په ولاياتو کې نظارت نشته او يا هم په وزارت کې لکه د پورته ذکرشويو نورو وزارتونو په څیر اختلاس موجود دی، نو ځکه ډېری پلې شوې پروژې چې د همدې وزارت د بوديجې څخه يې پیسې ورکړل شوي بې کيفته دي او ځیني خو يې حيث پلې شوي ندي او د پیسو مصرف يې تېر شوی، د دې لپاره چې په يادوزارت کې فساد جوت شي، اړينه ده چې ولسمشر د يو ځانګړې لورينې له مخې يو باصلاحيته هئیت تعين کړي ترڅو په ولاياتو کې د دې وزارت له لوري دپلي شويو پروژو په اړه دقيق معلومات وکړي، او د پروژو د کيفيت، لګښت او نورو اړونده چارو په اړه دې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ګزارش وړاندې کړي او ترڅنګ دې د ولس سره هم شريک شي.
اطلاعاتو او کلتور وزارت کې فساد: په مرکز کابل کې شاوخواء ۳۷ تلويزيوني چينلونه کار کوي، د درې څلور محدودو تلويزيوني چينلونو پرته نور تلويزيونونه د بهرنيو هېوادونو فرهنګي سرياليونه، فلمونه او سندرې چلوې، ويل شوي چې د هر تلويزيوني چينل د کاري فعاليت د اجازه نامې ورکړې پروخت ترې پیسې اخيستل کېږي، د دې ترڅنګ ياد وزارت د افغاني رېښتني کلتور د ژوندي ساتلو په موخه هېڅ راز پاليسي نده اختيار کړې، د ذهنيت جوړونې، تعليم تربيې، د سولې، ملي پخلاينې، دولتي پاليسې سره سمو خپرونو د خپراوي لپاره هېڅ زار پاليسي او طرحه نه لري، په هر تلويزيوني چينل کې هندي، تورکي، پاکستاني، ايراني، ازبکي، او اوس خو لا امريکايي فلمونو، ډرامو او سندرو ترڅنګ د نورو هېوادونو فلمونه، سندرې او ډرامې نشروي، چې دا پر افغاني اصيل فرهنګ يرغل بلل کېږي.
په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې هره ستونزه، ملي ورځ او د ملي اتلانو ستايل يوازې په يو ورځني سينمار شروع او په همدې سيمينار پای ته رسېږي، د نورو شخصي رسنيو ترڅنګ دولتي رسنۍ هم سرکشۍ ته مخه کړې، پر دولتي چارواکو داسې څه وايي چې شايد بل خصوصي تلويزيون يې ونه وايي، چې دا خپل د حکومتي پاليسۍ خلاف عمل بلل کېږي، د دې ترڅنګ رسنۍ د نورو ملکونو په ګټو څرخې خو د څرخ نيونې لپاره يې ګامونه نه دي پورته شوي، ځيني وخت رسنۍ داسې راپورنه خپاره کړي، چې دولت مخالفينو پرګټه وي نه د افغان دولت په ګټه خو دوی ورته بياهم لاس ترزنې ناست وي او د مخنيوي لپاره يې ګامونه نه اخلي.
فساد يوازې د پيسو نه وي، چې په ورکړې راکړې يو هېواد ناخوالو خواته ميلان وکړي، فساد ټولې هغه نيمګړتياوي چې زيان يې ولس ته رسي فساد بلل کېږي، په رسنيو کې روانې نادودې او د افغاني فرهنګ څخه ليرې خپرونې هغه څه دي، چې په مرکز کابل او ولاياتو کې يې منفي اغيزه شيندلې، هره ډرامه يې د مردارو ټکو ډکه وي او حتی د خبرونو پروخت ايراني اصطلاحات استعمالېږي، وزيرصاحب د وزارت څوکۍ د شخصي ګټو لپاره داسې څرخوي چې ته به وا د پلار نيکه ميراث يې وي، داسې چې تصور يې يوازې د عیاشۍ خپرول وي په هېواد کې، هر څه د ځان په نفعه چلوي او بس!!، که چيرته  په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د روانو ناخوالو مخه ونه نيول شي، دافساد به د اداري فساد څخه زيات ملا ماتوونکی وي، او داسې څه به راپيښ کړي چې بيا به افغاني کلتور د ويښتيا لپاره به کالونه کالونه او حتی پيړۍ پيړۍ کار کول پکار وي.