
يوکس له کلي نه پلازمېنې کابل ته تللی و . يوه ورځ دخپل ملګري سره په چکر بازار ته دفروشګاه مخې ته وﻻړل او هلته يې بانجان وليد . له ملګري نه يې پوښتنه وکړه ، چې دا څه شی دي ؟ ملګري ورته وويل ، چې ددې نوم بانجان دی . ده ورته وويل ، چې ځه بانجان خو مې وپېژنده .
بله ورځ يې دسيل لپاره ژوبڼ ته وﻻړل . کليوال د پيل په ليدو سره حيران شو او پوښتنه يې وکړه ، دا څه ډول حيوان دی ؟ ملګري يې ورته وويل ، چې ددغه حيوان نوم پيل دی . ده ورته وويل ، چې ځه پيل مې هم وپېژنده .
کليوال وروسته له يوې مودې کلي ته ستون شو . يوه موده پس په غرونو کې کوم لوی حيوان پيدا شو او چا نه پيژندلو . په کلي کې کوم چا وويل ، چې پلاني ته غږ وکړی ، هغه خو جهانديده دی کابل ته هم تللی و ، هغه به يې هرو مرو وپېژني . دغه کليوال چې کله دا حيوان وليد نو ګوته يې په غاښ کې ونيوله او خلکو ته يې وويل ، چې خدای مې دې غاړه نه بندوي ، چې پيل دی که بانجان ؟ !