
د بشريت دښمنان د انسانيت پر سپه سالار، د عالميانو پر رحمت او د الله جل
جلاله پر نازولي استازي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم باندې نېوکې کوي چې ام المومنين بي بي عايشه رضي الله عنها يې په نه کلنۍ کې
واده کړې ده، که څه هم چې ددوی دغه بشردښمنانه او مغرضانه تبليغات هر وخت الله جل جلاله د خپلو مخلصو بندګانو په مټ د
اوبو ځګ ګرځولي دي، خو دا دي اوس خپله دهمدوی په کور کې او خپله ددوی په لاس داسې
څه را بر سيره کېږي چې يو ځل بيا د
اسلام حقانيت او د رسول الله صلی الله عليه
وسلم د مبارکو سنتو ريښتينتوب په ډاګه کوي.
واشنټن پوست ورځپاڼه په خپله برېښنا پاڼې کې دمکسيکي چارواکو له خولې ليکي چې تېره اونۍ د مکسيکو په لويديځ
جليسکو ايالت کې يوې نه کلنې نجلۍ ماشومه
زېږولې ده، هو! ډيفنې ماشومه زيږولې خو د تعجب ځای دا دی چې له واده کولو پرته يې زيږولې! نويې
ماشومه له يو اوه لس کلن ځوان سره د ملګرۍ په نتيجه کې دنيا ته راغلې، او هغه هم
اوس نا درکه دی، حکومت ور پسې ګرځي تر څو را پيدا يې کړي او معلومه کړي چې پر ډيفني
يې جنسي تيری کړی او که د ډيفني په خوښه لوبه تر سره شوې، دا په داسې
حال کې چې نجلۍ اعتراف کړی چې د ماشومې ورک پلار
يې خوږ ملګری و.
http://www.washingtonpost.com/world/the_americas/mexico-9-year-old-gives-birth-to-baby-girl-and-purported-teenage-father-is-being-sought/2013/02/06/bb5901ae-70b4-11e2-b3f3-b263d708ca37_story.html-
د مکسيکو د روغتيايي چارواکو په
خبره په نوموړي هېواد کې هر کال تر
۴۸۰۰۰۰ پورې داسې نجونې چې له ۱۴
تر ۱۸ کلنو پورې عمر لري اولادونه زيږوي، او کله کله داسې هم پېښېږي چې د ۱۰ او ۱۲
کلنو نجونې ميندې شي، خو د ۹ کلنې نجلۍ مور کېدل دوی ته له عجايبو نه ښکاري.
څو مياشتې وړاندې په کولمبيا کې يوې لس کلنې نجلۍ ماشومه زيږولې وه، چې په
هغه وخت کې د نړۍ په کچه کوچنۍ مور وګڼل شوه، http://www.dardashchat.net/news-action-show-id-2539.htm
مګر دا دي مکسيکۍ پر کولمبيايۍ واړوله، اوس نو ډيفني د نړۍ په کچه تر ټولو کوچنۍ
مور شوه.
د يو امريکايي څېړنيز مرکز د پلټنو
له مخې په امريکا کې ٪ ۸۰ نجونې چې عمرونه يې د ۱۳ تر ۱۷ کلونو پورې دي په غير
قانوني توګه حاملې کېږي.
http://alhayat.com/Details/454033
په ترکيه کې د ديار بکر د روغتون د
راپور له مخې يوازې په نوموړي روغتون کې له يو کال نه په کمه موده کې ۴۱۵
نجونو چې عمرونه يې له ۱۱ تر ۱۷ کلونو
پورې دي ماشومان زيږولي http://www.vet.globalforvet.com/news/2206.html
د يادونې ده چې ترکيه په تېر لنډ وخت کې د
اسلامي خلافت پلازمېينه وه، مګر کله چې
اسلامي خلافت په خورا مهارت سره د اسلام د دښمنانو له خوا ونړول شو، او پر
ځاي يې غربي قانون پلي شو دا ده پايله يې نن ټول ګورو، که څه هم چې ترکيه فعلا د
اسلامي ويښتابه په لور روانه ده، مګر بيا
هم غربي قانون پکې په غوڅه توګه برلاسی دی.
غربيان پر رسول الله صلی الله عليه وسلم
باندې دا نيوکه کوي چې ګواکي له نه کلنې
بي بي عايشې رضی الله عنها سره يې واده کړی، خو دا دي الله جل جلاله ټول بشريت ته ښيي چې د نه کلنې نجلۍ واده کول نه يوازې دا چې ناسم
نه دي بلکې نه کلنه نجلۍ مور کېدای هم شي، د پام وړ دا چې د ډيفني مور وايي
چې لور يې په اته کلنۍ کې حامله شوه، کله چې ډاکترانو ډيفني او ماشومه يې له
روغتون نه رخصتولې د دواړو روغتيايي حالت د ډاډ وړ و، او دا يو ځل بيا هغه بې ځايه او بې اساسه
اندېښنې په سيند لاهو کوي چې وايي په کم عمر کې د نجلۍ واده کول مور او ماشوم ته
روغتيايي ستونزې پنځوي.
هو، يو ټکی بايد په
پام کې ونيول شي چې د هرې ټولنې، سيمې او
ټبر جغرافيايي، ټولنيزې او وراثي ځانګړتياوې
په دې اړه پرېکنده او اړين رول لوبوي.
د اسلام د حکيمانه
احکامو يوه ځانګړنه دا ده چې دنر او ښځې د ګډ ژوند لپاره يې ځانګړي اصول او ضوابط
ټاکلي، په داسې توګه چې له يوې خوا د ښځې دکرامت، عزت او راتلونکي ژوند برخليک تضمين
شوی وي، او له بلې خوا په ټولنه کې د بد اخلاقۍ او بې لاريتوب مخه نيول شوې وي، او
له بل پلوه نر او ښځه په خپل ګډ ژوند کې له پوره
ډاډ او سکون نه برخمن شوي وي.
داسلام د مبارک دين
له مخې نر نشي کولی چې په خپل سر، له خپلو
خواهشاتو سره سم هر کله يې چې زړه شي د يو څه وخت لپاره دهرې پېغلې او ښځې پر عزت او
کرامت لوبې وکړي، او کله يې چې زړه شي بيا ځان ورک کړي او يا وتښتي.
نه، د اسلام له
نظره کله هم ښځه دومره سپکه او ارزانه متاع نه ده چې نر يې يوازې او يوازې د خپلې جنسي غريزې دخړوبولو لپاره
وکاروي، او نور ټولې ستونزې د ښځې پر غاړه ور واچوي، اسلام ښځې ته ډېر لوړ ځای او دروند حيثيت ور کړی، د اسلامي قوانينو له
مخې نر بايد د ځانګړو اصولو له مخې له ښځې سره ګډ ژوند پيل کړي، او بيا به تر پايه
پورې دښځې د ژوند داړتياوو پوره کول د خاوند پر غاړه وي، بلکې د اولاد پالنه او
روزنه هم د پلار دنده ده، آن که مور د
ځانګړو شرايطو له مخې وغواړي چې ماشوم ته شېدې ور نکړي يا يې پالنه ونکړي دا يې حق
دی.
له همدې ځايه
معلومېږي چې اسلام تر کومه ځايه بشري
کرامت ته په درنه سترګه ګوري، په ځانګړي ډول دښځې عزت، ژوند او برخليک ته يې څومره او څه
رنګه ځانګړې پاملرنه کړې!
د بشريت د ښمنان
ښځې ته د يوې آني او بې ارزښته متاع په سترګه ګوري، يوازې خپل شهواني غرايز پوره کوي، نور نه د ښځې دعزت پروا لري، نه يې د راتلونکي ژوند او برخليک
په اړه دکوم مسوليت احساس کوي.
د انسانيت دښمنان
وايي هر نر کولی شي چې له هرې ښځې سره جنسي اړيکې ټينګې کړي، او کله که ښځه ماشوم زيږوي
نو نر يې نه د ماشوم په اړه کوم مسوليت لري او نه يې دمور په اړه، تر ټولو د شرم
ځاي دا چې ددوی د ځنګلي ژوند د اصولو له مخې سل بلکې زر نران کولی شي له يوې ښځې
سره جنسي اړيکې وپالي! همدا رنګه يو کس
کولی شي له سلو او زرو ښځو سره جنسي اړيکې وساتي، دا په داسې حال کې چې همدغه دبشريت
دښمنان پر اسلام نيوکه کوي چې ولې يې يوه
سړي ته له څلورو ښځو سره دځانګړو قوانينو
او شرايطو په رڼا کې د ګډ ژوند کولو حق ور کړی!
دوی په حقيقت کې
ځنګليان دي، ددوی په ناولي ګومان د نر او ښځې اړيکې بايد کوم قانون او ځانګړي شرايط منظمې نه کړي، ځکه که داسې وشي نو بيا خو به
ددوی په څېر ځنګليانو لپاره دا فرصت نه برابرېږي چې د خپلو حيواني او شهواني غرايزو
د مړولو لپاره مظلومه ښځه د يوې آني او
ارزانه متاع په څېر و کاروي.
ايمل نوري