د لال جومات لانجه او د ملا تېښته

په اسلام اباد کښې د لال جومات او حفصې مدرسې لانجې نن سبا په ورځپاڼو او نورو ډله ايزو رسنيو کښې په سر کښې ځاے موندې دے او هره ګړۍ نوی نوی خبرونه مخې ته راځی. خو دا يواځې د لال جومات يا يوې مدرسې خبره نه ده بلکې دا يو نړيوال ستر فېلم دے چې شوټنګ يې د ستمبر د يولسمې نېټې د پېښې له وخت نه شروع شوے دے او لا تر اوسه د نړۍ په سطح روان دے چې ډائرکټره يې امريکه ده قيصه يې صهيونېسټ رژيم ليکلې ده مالی خرچه يې زياتره صهيونېسټان، يورپی هېوادونه او ځينې عرب هېوادونه زغمی او د مشرف، بن لادن، ملاعمر او عبدالعزيز او عبدالرشيد غوندې ډېرکسان يې اداکاران دی او د آئی اېس آئی غوندې اطلاعاتی او د جمعيت العلماے اسلام غوندې ځينې مذهبی ګوندونه يې مرستيالې کمپنۍ دی او مقصد د ټولو هم هغه فېلم سر ته رسول دی چې د کوم فېلم قيصه په نړيواله سطح د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو لپاره جوړه شوې ده. او غواړی چې په دې فېلم مختلفې صحنې په مختلفو سيمو او مختلفو کردارونو سره په ښودلو سره نه يواځې کچه عقيدو والا مسلمانان له دين نه متنفره کړی بلکې په امريکه او يورپ کښې چې کوم پوهان او دانشوران او عام وګړی د قران مجيد او اسلامی کتابونو په مطالعه کولو او په نړيواله سطح په تېره بيا د ايران، لبنان، فلسطين، عراق او افغانستان غوندې حالاتو کښې د خپلو حکومتونو له منافقانه کردار نه په اګاه کېدو سره د اسلام په لور راروان دی د هغوی مخه ونيسی او دا نن چې د لال مسجد يا د طالبانو د ډلې خبرونه په مېډيا باندې دومره په زور او شور کښې ښودل کيږی مقصد يې هم دغه دے چې هغو کسانو ته چې اسلام ته يې ګروهنه پېدا شوې ده وښئ چې دا هغه اسلام دے چې تاسو ترې متاثره يئ. همدا رنګ په دې مصنوعی جنګونو سره دا هم غواړی چې د هغو حقيقی اسلامی غورځنګونو مخ نيوے وکړی او وې يروی چې په مختلفو سيمو کښې يا پېل شوی دی او يا راروان دی.
د لال جومات د خطيب مولوی عبدالعزيز په بورقه کښې تښتېدل او ماشومان او تنکی ځوانان د جنګ په مېدان کښې پرېښودل او بيا په خپله مرکه کښې په شريعت دا تور لګول چې (( شريعت مسلمان ته د تېښتې اجازت ورکوی )) يا د القاعدې د مشر بن لادن او د طالبانو د ډلې د مشر ملا عمر تښتېدل او غېبېدل او يا هم د عراق د ډېکټيټر صدام تښتېدل ( چې بيا يې وروسته د مصرف تاريخ تېر شو، وې نيوۀ او پانسی يې کړو) دا کارونه او دا تېښتې د دوی په خپله خوښه نه دی بلکې د هم د دغه ډائرکټرې امريکې هدايات دی چې وخت په وخت ورته ورکيږی چې په دې طريقه پرې خپل فېلم مکمل کړی. حال دا چې په اسلام کښې د تېښتې هډو تصور نشته که واقعی د يو کس يا يوې ډلې په خپله عقيده يقين وی او دا يې يقين وی چې دې له چا سره مبارزه کوی هغه باطل دے او دې يا د دۀ ډله په حقه ده نو بيا پکښې تېښته نشته او يواځې دوه لارې دی يا به ظاهری مادی غلبه مومی او دښمن ته به په وسلې او خپل ايمانی طاقت سره ماتې ورکوی او يا به هم په خپلو وينو سره د حق ونه د راتلونکو وختونو لپاره تر و تازه ساتی بله دريمه لاره پکښې نشته لکه خوشحال بابا (رح) هم دا حقيقت په يو شعر کښې بيان کړے دے او وائی::
په دنيا د ننګيالی دی دا دوه کاره يا به وخوری ککرۍ يا به کامران شی
قران مجيد هغه خلق چې له جنګ نه تښتی په ډېر بدو مثالونو سره ياد کړی دی لکه هغه وخت چې کله د اُحد په جنګ کښې ځينو اصحابانو (رض) چې د خداے ګران رسول (ص) په يو غاښی باندې مقرر کړی وو او کله هغوی خيال وکړ چې مسلمانانو فتح وکړه او د غنيمت د مالونو د راغونډلو په حرص کښې يې د خداے د ګران رسول (ص) له حکم نه سر غړونه وکړه او هغه غاښے يې پرېښود او خالد بن وليد چې د کافرانو قوماندان ؤ د هغه غاښی له لارې په مسلمانانو حمله وکړه او د پېغمبر اکرم (ص) مېړنے او خوږ ترۀ حضرت امير حمزه پکښې هم په ډېرې بې دردۍ او مظلوميت سره شهيد کړے شو او ځينو منافقانو دا اوازه خوره کړه چې د خداے ګران رسول (ص) هم شهيد کړے شو نو ټول مسلمانان له جنګ نه وتښتېدل او يو حضرت علی کرم الله وجهه د خداے د ګران رسول (ص) د دفاع لپاره پاتے شو او بيا وروسته حضرت عاصم بن ثابت، دجانه، او سهل بن حنيف رضی الله عنهم هم له تښتېدلو کسانو څخه راواپس شول او د خداے له ګران رسول (ص) څخه يې دفاع وکړه او د غشو او تورو ګوزارونه به يې په خپلو بدنونو زغمل او کفار يې له نبی اکرم (ص) نه د خپلو مټو او ايمان په زور وتنبول او دغو څو تنو مومنانو له زرګونو کافرانو سره په مقابلې سره بائېللے جنګ وګټۀ او دغه وخت د خداے ګران رسول (ص) باندې د سورۀ آل عمران ١٤٤ ايت مبارک نازل شو او وې فرمايل:وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ ((محمد (ص) فقط د خداے رسول دے او له دې نه مخکښې نور رسولان هم وو، ايا که هغه مړ شی يا ووژل شی نو تاسو به بيا خپلې زړې عقيدې طرف ته واپس ګرځئ او هر څوک چې بيا واپس وګرځېد نو خداے ته هيڅ نقصان او ضرر نه شوی رسولې او خداے پاک به ډېر زر شکر کوونکو ته اجر ورکړی))
يعنې که څوک له باطل سره له جنګ نه تېښته وکړی نو هغه به داسې وی چې بيا به خپل کفر طرف ته واپس ګرځېدلے وی. بلکې حتی چې په دغه موقع د خداے ګران رسول (ص) له حضرت علی کرم الله وجهه نه پوښتنه وکړه چې: يا علی ! تۀ ولې و نه تښتېدې؟ نو حضرت علی کرم الله وجهه ورته ځواب ورکړ چې: يا رسول الله ! ايا له اسلام نه بيا د کفر په لور واپس ګرځېدلې وې؟
نو چې هر کله خداے پاک د هغه وخت د مسلمانانو چې په اسلام باندې په عقيده کښې له بن لادن، او عبدالعزيز غوندې کسانو نه ډېر کلک وو په هکله داسې سخت الفاظ استعمالوی يا حضرت علی کرم الله وجهه يې په دغه صورت کښې د ځان لپاره استعمالوی نو دوی خو هډو د هغوی د پښو خاورو ته هم نه رسی د دوی عقيدې خو لا پرېږده هويت او کړۀ وړۀ يې نه دی معلوم چې څوک دی او د چا لپاره دا کارونه کوی. او بن لادن او ملا عمر خو داسې غائب شوی دی چې په زمکه او اسمانونو کښې يې درک نه لګی او نن سبا د دومره پرمختللې ټېکنالوجۍ باوجود يې لوی لوی حکومتونه درک نه شی لګولې په داسې حال کښې چې نن سبا حتی د موبائل په ذريعه هم د يو کس پته لګېدې شی چې چرته دے. په پېښور کښې زما يو دوست خبريال راته خبره کوله چې افغانستان ته په يو دعوت باندې روان ؤ نو چې هر ځاے ته به ورسېدو نو په موبائل به پېغام راغے چې فلانی ځاے ته په رارسېدو په خېر راغلے نو زۀ به حېران شوم چې دوی ته څه پته ولګېده چې زۀ کوم ځاے ته راورسېدم؟ نو د موبائېلونو دا خبره خو عامه ده بلکې د موبائېل په ذريعه سره يو سړے وژل کېدې هم شی نو سړے حېران شی چې د داسې ټېکنالوجۍ په شتون سره دغه غائب کسان څنګه نه شی موندل کېدې؟ همدا خبره مې د چارسدې د اتمانزو کلی يو دوست ته وکړه نو هغۀ راته يوه قيصه وکړه ويل يې مونږ هلکان ؤ نو چې روژه به شوه او کله به له روژه ماتی او ټولو نمونځونو نه فارغ شو نو د اتمانزو بازار کښې يو چميار ؤ هغۀ به د روژې په مياشت کښې ټوله شپه پېزارونه جوړول د ژمی شپې به وې له هغۀ سره مونږ ټول ناست وو چاې ګانې به څښلې کېدې او هغۀ به د شهزاده يوه قيصه رانېولې وه شهزاده به لګيا ؤ له دنيا سره به جنګېدو، لښکرو سره ، باچايانو سره، پيريانو ديوانو سره خو بس قيصه به ټوله مياشت روانه وه چې کله د روژې شلمه شپه شوه نو وائی زمونږ يو ملګری چميار کاکا ته وويل چې کاکا دا څنګه شهزاده دے چې ټولې لښکرې، باچايان، پيريان او ديوان وژنی او دې خپله نه مړ کيږی؟ چميار کاکا ورته ووې ساده سړيه لا لس ورځې په روژه کښې پاتې د ی او تۀ راباندې اوس شهزاده وژنې؟
نو بس بن لادن او ملا عمر هم د هغه شهزاده کردار ادا کوی او چې کله يې لکه د صدام او عبدالعزيز او عبدالرشيد غوندې وخت راورسی نو نيول کيږی به خو لا روژه کښې ورځې شته.او چې هر کله پرې اسلام او مسلمانان ښه برابر کړی نو بيا به يې نيسی او فېلم به پرې ختموی ځکه چې د امريکې په دې فېلم کښې ځېنې کردارونه لنډ مهاله دی او ځينې اوږد مهاله دی. او دې خبرې ته هم پام پکار دے چې په دې فېلم کښې له هغو حکومتونو، ګوندونو، ډلو او مليانو او ليډرانو نه کار اخېستل کيږی چې امريکې، اسرائيلو، انګرېزانو او يا د هغوی اېجنټانو په خپله جوړ کړی دی او خپله يا د عربو سرمايه يې پرې خرچ کړې ده.
خو افسوس په دې خبره دے چې دغو تش په نامه مسلمانو مشرانو نه يواځې دا چې د اسلام او مسلمانانو نومونونه يې وشرمول او بدنام يې کړل او اکثر مسلمانان يې په غېر ارادی توګه له مذهب نه متنفره کړل بلکې زمونږ د هغو ځوانانو ، زلميانو، ماشومانو او د ساده خلقو سرمايه يې برباد کړه چې له اسلام سره بې کچه مينه لری او د اسلام لپاره خپل سرونه شيندی هغوی بې چاراؤ ته خو پته نشته چې زمونږ دا مشران د چا اېجنټان دی او د چا لپاره کار کوی هغوی خو له اسلام سره د عشق او مينې په خاطر قربانۍ ورکوی.
البته اوس ورو ورو د دنيا خلق بېداريږی او په دې چلولونو او فېلمونو باندې پوهېږی، اوس خلقو ته پته لګېدلې ده چې دا نن سبا په بې ګناه مسلمانانو باندې ځان وژوونکې حملې څوک کوی؟ سکولونه او کلتوری مرکزونه څوک سيزی؟ څوک په جوماتونو او مذهبی مدرسو کښې د دهشت ګردۍ تربيت ورکوی؟ څوک د مسلمانانو په منځ کښې نفاق او تفرقه اچوی؟ څوک اسلام په يو فرسوده او په شا پاتے او د تحجر د زمانې د دين په توګه وړاندې کوی؟ څوک مصنوعی جنګونه او بيا څوک د جنګ له مېدان نه تښتی؟ او څوک د اسلام د بدنامولو سبب ګرځی؟
او همدا رنګ خلق ورو ورو اوس په دې حقيقت هم پوهېږی چې ټول مليان او دينی عالمان هم يو شان نه دی او هر سور ږيرې سړے شاه ګل ملا نه وی صحيح او په اسلام مئين او ننګيالی مشران هم موجود دی چې د اسلام د بدنامولو نه بلکې د اسلام د سرلوړۍ او په دنيا کښې د اسلام د عزب او عظمت سبب ګرځی له مېدان څخه نۀ تښتی او په دې وجه چې په خپله عقيده يې يقين دے نو هيڅکله دښمن ته سر نه ږدی چې غټ مثالونه يې نن په دنيا کښې د حزب الله او حماس غورځنګونو مشران دی چې دنيا ته يې ثابته کړه چې په اسلام کښې تېښته نشته ځکه چې د خداے پاک دا اټل فېصله ده چې وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (سورۀ آل عمران ١٣٩ ايت) (( هم تاسو به سر بالا يئ په شرط د دې که مومنان يئ )) يعنې په اسلام کښې شکست او ماتې نشته اسلام به تل په نورو دينونو، مذهبونو، ازمونو او نظرياتو باندې غالب وی خو په شرط د دې چې ايمان ولری او که هر کله يې ماتې او شکست وخوړۀ او مېدان يې پرېښود نو مسلمان ورته وئېلې شې خو مومن ورته نه شی وئېلې او د قران مجيد ډېر مبارک ايتونو د مسلمان او مومن فرق څرګند کړے دے.لکه د سورۀ حجرات ١٤ ايت مبارک کښې فرمائی: قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِن قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ ((دغو اعرابو وويل چې مونږ ايمان راوړے دے ورته ووايه تاسو ايمان نه دے راوړے بلکې ووايئ مونږ اسلام راوړے دے (يعنې مسلمانان شوی يو) لا ايمان ستاسو زړونو ته نه دے کوز شوے.))
نو له پاک ربه د اسلام د سرلوړۍ، د مسلمانانو د مومنان کېدو او په يو پلېټ فارم باندې د يووالی او بېدارۍ دعا کوم