اې وطنه!


اې د وطن خړو کورونو یادیږئ مې تل
سلام درلېږم په پنډونو یادیږئ مې تل
خفه پردېس کې یم بې تا نه قربان دې شمه
اوس دې تپوس وکړم له چانه قربان دې شمه
هر ساعت زړه کې مې جانانه قربان دې شمه
لمبې مو خیژي له دې زړونو یادیږئ مې تل
په زړه وریږې مو بېشانه وطنه زما
زړه مو په تا پسې ستومانه وطنه زما
هر سړی  دې ورانوي بی پرسانه وطنه زما
زړه مو خوږیږي له دردونو  یادیږې مې تل
باده وطن ته سلام یوسه ناجوړ یم پسې
له اروپا او له پردېسه ناجوړ یم پسې
کله به خلاص ظالم له کیسه ناجوړ یم پسې
ارماني یم د دیدنونو یادیږې مې تل
مطیع په تا پسې کړیږي  دیدن دې غواړي
زړګی یې تا نه نه صبریږي دیدن دې غواړي
ستا کاڼی بو ټي یې یادیږي دیدن دې غواړی
زر به دی مړ شې له غمونو یادیږې مې تل