پر افغانستان تر ۲۰۱۴ وروسته د بهرنیو ځواکونو د وتلو اسټراټیجیک اغیزې


 
 
 په  \" سولې او ډیموکراسي \"  کنفرانس کې د روستار ترکي د وینا متن
لندن ، د ۲۰۱۲ ز کال د نومبر ۱۲
 
 
الف . امنیت
       کورني اړخونه :
امنیتي اورګانونه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د امنیت ټېنګښت  جوګه نه دي. ځکه :
·         له مخالفینو سره د مقابلې لپاره د ملي او عقیدوي انګیزې نشتوالی او دا کورني ځواکونه د قومي جګړییزې روحیې پر بنسټ جوړ شوي دي.
·          د دې ځواکونو ۹۰ سلنه برخه د لږګکیو قومونو څخه جوړه شوې ده چې له مخالیفینو سره له انساني پوټانشل ( ځواک ) څخه بې برخې دي.
·         د مسلکي پوهې او دسپلین نشتوالی او  د جګړې لپاره وړ  تجهیزات نه لري.
·         نړیوال نظامي ائتلاف  په افغانستان کې د جګړې  د توجیې او خځولو لپاره باید د پراخو تبلیغاتو له لارې یو دښمن جوړ کړی وای. دې د ښمن ته یې \" طالب  \" وویل. د لویدیځو هېوادونو پراخو تبلیغاتو له طالب څخه یو \" ببو \" جوړ کړ چې باید د جګړې له لارې  له منځه یوړل شي. له دې \" ببو\" څخه ویرې د فرصت غوښتونکیو لوستو او روڼاندو  یو  زیات شمېر وګړي د وسلوالو مخالیفینو  پر وړاندې د جګړې او نیواک په مورچل کې کینول. د ډیموکراسي ، بشري حقوقو او د ترهګرو سره د مبارزې په نوم  ویرونکي جنایتونه ترسره شول.
 په تیرو لسو کلونو کې  له هغه څه ویره چې لویدیځوالو ( طالب ) نومولی دی،  د اردو ( پوځ ) د جوړونکیو برخو د یووالي او  له وسلوالو مخالفینو سره د جګړې لامل کیده. دا ویره په عین وخت کې د اردو او د نړیوال نظامي ائتلاف تر منځ د همکاري  زمینه  جوړوله. اوس په اردو کې د مخالفینو ځای نیول او د کورنیو بریدونو سمبالښت له طالب څخه د ببو جوړولو توطیه څرګنده شوې  او له طالب څخه ویره له نړیوال نظامي ائتلاف څخه پر ویرې بدله شوې ده. اردو  د قومی تعصبونو ، عقیدوي او سیاسي  ګټو د مقابلې  په مرکز بدله شوې او  د ملګري او دښمن  د پېژندلو د یوه نامتجانس جوړښت  په درلودلو په یوه لالهانده وضعیت کې ده.  دا لالهانده حالت  له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته  ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو ته په کورنیو وسلوالو ځواکونو کې د مداخلو زمینه برابروي. اردو به د مخالفتونو په مرکز بدله شي. او اټکل کیږي چې د ګاونډیو هېوادونو د  مداخلو په پایله کې د پرلپسې کودتاګانو لامل شي.  له  نړیوال نظامي ائتلاف څخه افغاني وسلوالو ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو لېږد  چې نیواکګرانو د  \" د جګړې افغاني کولو  \" په  نوم نمانځلی دی ، د بهرنیو مداخلو په مرسته به د قومي جګړو اور بل کړي. د دې جګړې  یوه لور ته به  قومي او تنظیمي اردو او بل لور ته وسلوالو مخالفینو چې اکثریت یې پښتانه دي ، مورچل نیولی وي. د دواړو اړخونو تر شا به ګاونډي او سیمه ییز هیوادونه ولاړ وي.
له همدې امله  د جګړې افغاني کول ( د زیاتې ګډوډۍ او شخړو پروګرام ) د افغان جګړې د \"  لبناني کولو \" په معنی دی چې په زیات ګمان د نړیوال نظامي ائتلاف  ځینیې غړي هېوادونه یې د مداخلې او په  سیمه کې د خپل شتون د دوام په اړتیا قیاسوي.
 
بهرنی اړخ:
 
ګاونډي او  سیمه ییز هېوادونه به د نړیوال نظامي ائتلاف د بې پروګرامه وتلو له امله  له رامنځته شوې تشې  څخه په ګټنې  یو ځل بیا قومي او مذهبي ډلې ټپلې   تمویل او تجهیز کړي. ایران به د هزارګانو او تاجکانو ، پاکستان به د پښتنو او روسیه به د شمال ائتلاف په ملاتړ رامیدان ته شي. د کورنۍ جګړې لسیزه به په زیاتې تندۍ تکرار شي. سیاسي اسلام به په تدریجي ډول  د پاکستان په مرسته امنیتي تشه ډکه کړي. د پاکستان په مرسته به د چین سیاسي او اقتصادي نفوذ ته لاره هواره شي.  په سیمه کې به د قواوو تعادل د لویدیځ پر ضد چې د خلکو په  ذهنونو کې  د نیواک ،  جګړې ، تاوتریخوالي  یادونه  تازه پاتې وي ، بدل شي.  د افغانستان په ګډون  په شانګهای تړون هیوادونو کې به د لویدیځ  نفوذ په عملي ډول پای ته ورسیږي. مګر دا چې  لویدیځ هیوادونه به  افغانستان د خپلو پراخو اقتصادي مرستو او د نظامي اډو  په ساتلو ( یوه زیاته جنجالي موضوع )  په خپلې نفوذي سیمه کې وساتي
 
 
  اقتصاد او جیوپولیټېک
کورنۍ اړخ:
افغانستان یو مصرفي اقتصاد لري. د هیواد د عادي او پرمختیايي بودجې ۸۰٪ له بهرنیو مرستو او د نړیوالو بانکونو له پورونو څخه برابریږي. د بهرنیو مرستو د هضم وړتیا کموالی به  اقتصادي وده کمزورې  کړي. د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ټوکیو په وروستي کنفرانس  کې د ۱۶ ملیاردو ډالرو مرستې  ژمنتیا ته ژمن پاتې کیدل  د اقتصادي نسبي ثبات ساتلو لپاره د زیات ارزښت وړ ده . افغانستان باید یوه وړ  او سمه اداره ، چې نړیوالې ټولنې د اعتماد وړ او بهرنۍ مرستې راخپلې کړای شي ، ولري.
 
بهرنی اړخ:
د لویدیځو او سیمه ییزو هېوادونو د متوازنو پانګو راخپلولو بنسټ باید د افغانستان راتلونکی اقتصادي سیاست وي. اوسمهال ، چین د افغانستان په مهمو اقتصادي برخو کې پراخه پانګونه کړې ده.  اټکل کیږي چې دا به د اغیز له لیدټکي د سیمې په کچه په افغانستان کې د چین جیو پولیټک موازنه بدله کړي. د ترکمنستان، افغانستان ، تاجکستان او سیکیانګ ( چین ) د ګاز نللیکې پلان خځونه به  په عملي ډول د ترکمنستان ، افغانستان ،  پاکستان او هند د ګاز نللیکې پروګرام ، چې د لویدیځو کمپنیو په مرسته په پام کې نیول شوی دی ، یوه اړخ ته کړي. ایران ته به د ایران  له خاورې څخه د پاکستان او هند پر لور د ګاز نللیکې د غځونې له لارې  له اقتصادي یوازیتوب څخه د وتلو یو ښه فرصت ورکړي. چین به په دې ډول د سیمې پر سرچینو او د انرجي پر لېږد لیکو په تدریجي ډول خپل کنټرول ټینګ کړي.
 
په سیمه کې د جبو پولیټک او اسټراټیجیک تعادل  په  افغانستان کې د سولې د ټېنګښت له لارې رامتځته کیږي. افغانستان د د ډیمکراسي ، بشري حقوق ، د ښځو حقوق په لړ کې د وروستیو لسو کلونو بریاوو او د اقتصادي ودې لپاره د بهرنیو پانګو د خپلولو په موخه سولې او سیاسي ثبات ته اړتیا لري.  د یوه لنډ مهالي حکومت جوړیدا له لارې  د سولې ټېنګښت له  جګړې حالت څخه د سولې حالت ته د افغانستان لېږد پورې تړاو لري.
 
لنډمهالی حکومت د وسلوال مقاومت په موافقه د دریو تر څلور کلونو لپاره  له ناپيیلو ټکنوکراټانو څخه جوړیږي او لاندې دندې به پر غاړه ولري.:
1.      له فساد پاکې ادارې جوړول
2.      د ملګریو هیوادونو په مرسته د مسلکی او پوځي ځواکونو د جګړییزو وړتیاوو لوړول
3.      د موازي ځواکونو له منځه وړل ( شخص امنیتي کمپنۍ، قومي ملیشې، سیمه ییز پولیس ...)
4.      د بهرنیو ځواکونو د وتلو پلان تنظیمول
5.      د جګړې د کورنیو او بهرنیو جنایتکارانو د محاکمې لاره هوارول
6.      د داسې یوه نوي اساسي قانون تسوید چې بشري حقوق، د ښځو حقوق او د ډیموکراسي اصول په کې خوندي شوي وي او د تصویب لپاره یې د لویې جرګې رابلل
7.      ټولټاکنې ترسره کول
 
 
نوی حکومت به د متساوي الحقوق ملګري په توګه یرغلګر هېوادونه د نړیوالوقوانینو درناوي ته راوبولي  او د سیمه ییزو ستونزیو د حل او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې یو د اعتماد وړ ونډوال وي.
 
 
فرانسه ، د ۲۰۱۲ زکال د نومبر ۱۲
ډاکټر عثمان تره کی