ډېر ژر به  دلويې پکتيا ټولې سرحدي پوستې پوليسو ته وسپارل شي ( انځوريز رېپوټ )

\"\"
په خوست كې د سرحدي پوليسو چارواكي وايي چې ډېر زر به د لويې پكتيا ټولې سرحدي پوستې د دوى سرتيرو ته وسپارل شي.
\"\"
 داخبرې د جنوب ختيځ زون د سرحدي پوليسو قوماندان تورنجنرال نبي جان ملاخېل په هغه غونډه كې وكړې چې د دوو سوو نو فارغ شويو سرحدي  پوليسو په وياړ جوړه شوې وه.
\"\"
  دا غونډه په خوست كې د سرحدي پوليسو په دويم نمبر لوا كې د نويو فارغ شويو سرحدي پوليسو په وياړه جوړه شوې وه،
\"\"
په جنوب ختيځ زون كې د  سرحدي پوليسو قوماندان تورن جنرال نبي جان ملاخېل وويل چې دغه دوه سوه نوي ځوانان د كندهار ولايت په سپين بولدک كې له څو مياشتو زده كړو وروسته فارغ شول، د ده په وينا نوي سرحدي پوليس چې په نويو وسايلو او تجهيزاتو هم سمبال شوي د خوست په سرحدي سيموكې به په دندو وګمارل شي.
\"\"
ملاخېل وايي چې وروسته به دوه سوه نور نوي پوليس د پكيتااو پكيتكا ولايتونولپاره په ګردېز كې  وروزل شي او بيا به يې د نومووړو ولايتونو په سرحدونو كې ځاپرځاى كړي.
قوماندان زياته كړه چې اوس مهال د خوست په سرحدي  سيموكې د شپږويشت تاڼو لپاره وداني جوړيږي چې په ځنيو يې عملاً چارې روانې دي.
د ده په خبره په نږدې راتلونكي كې به د لويې پكتيا ټولې سرحدي  پوستې له نړيوالو ځواكونو خالي او سرحدي پوليسو ته به وسپارل شي او دا لړۍ د پكتيكا په ځينو سيموكې عملي شوې هم ده، ځكه د ده په خبره د مګړى سرحدي پوليس په ډېرو مجهزو وسايلو او تجهيزاتو سمبال شوي او په پام كې ده چې د نړيوالو ځواكونوپه شان زغروال موټر هم وركړل شي.
په همدې مهال د خوست قومي مشرانو د نويو فارغ شويو پوليسو وغوښتل ،چې دوى بايد په خلكو كې اعتبار پيداكړي، مشرانو وويل چې اوسمهال پوليس هرڅه لري خو په عام ولس كې يې اعتبار كمزورى دي. كه پوليس دغه لاس ته راوړنه هم ولري نو بيا به امنيت هم ټينګ او ولس به هم خوشاله وي.
\"\"