
ولسمشر حامدکرزي د روان نظام له شروع څخه تر اوسه پورې هلې ځلې کړي، چې په ادارو کې اصلاحات راشي، اداري فساد کم شي، ادارې د ولس په چوپړ کې وسي، عدليي او قضايي ارګانونه پياوړې شي، کدرونه وروزل شي، وزیران، رئيسان او وکيلان اړونده دندو ته متوجه شي، کار اهل ته وسپارل شي، پدې اړه يې حکومونه صادر کړي او فرمانونه يې ورکړي، چې تر ټولو اخيري فرمان يې ۴۵مه ګڼه فرمان دی او تر ټولو وروستی حکم يې هغه دی، چې ټولو حکومتي ادارو ته يې حکم کړی، چې د زينتي اشياءوو د خريدارۍ، د حکومتي بوديجې څخه اضافي سفرونه او اضافي مصرف څخه دې ژغورنه وشي، ولسمشر دلسوزه او پر وطن مين شخص دی او هر اقدام يې هم پدې موخه کړی، چې د ملت په خير وسي نه د چارواکو په خير.
د ولسمشر ټولو مثبتو هلو ځلو څخه نه يوازې زه بلکه ټول افغانان راضي دي او د موفقت دعاګانې ورته کوي، خو دا چې ولسمشر وفاداره او وظايفو ته ژمنه کابينه نه لري ترڅو د ولسمشر تر څنګ يو موټی ودرېږي چې هېواد مو سوکالۍ او پرمختګ په لور ګامونه واخلي، د ولسمشر ترڅنګ د قوي او کاري کابينې نه شتون د ولسمشر ټولې هلې ځلې د نشت سره برابرې کړي، خپل ځاني ګټو لپاره هلې ځلې، د مظلوم ولس حق جيب ته اچول، دولت پرځای حزبونو او جبهو ته کار کول، حکومتي پاليسي نه مراعت کول، د نورو ګټو لپاره هلې ځلې او په ټوله کې وظايف په ايماني او وجداني رسالت نه اداء کول باعث شوي، چې د کورني حيثت ترڅنګ د ولسمشر نړيوالي حيثت ته هم صدمه ورسوي، دا چې په وزارتخانو کې کومې نيمګړتياووې دي د ولسمشر، د ولسمشر له ټيم، افغانانو او ټولو لوستونکو سره يې په لاندې ډول شريکوم.
۱): د روان ۱۳۹۱ کال د پنځمې مياشتې پرپنځمه نېټه د ولسمشر له لوري د صادر شوي ۴۵مه ګڼه فرمان نه تطبیق، د فرمان محتوياتو ته په درنه سترګه نه کتل، په ولاياتو او ولسواليو کې د اړونده وزارتونو ادارې نه فعالول، بوديجه پروخت او د پلان سره سمه نه مصرفول هغه څه دي، چې د ولسمشر هڅې يې د خاورو سره خاورې کړي، د وزیرانو شوراء راپورونه په باخترآژانس کې لولم او پر ملي تلویزيون يې ګورم، خو وزیران چې کوم راپور وړاندې کوي هغه يوازې د کاغذ پرمخ ليکل شوې خبرې وي او بس!!!
۲): د وزیرانو شوراء د مصوبې برخلاف په مرکز کې د ولاياتو اړونده پروژو قراردادونه کول، چې دا کار په ولاياتو کې د پروژو د ښه تطبيق مخه نيسي، له بل لوري پروژې د ځينو زورواکو لاس ته لوېږي، چې بیا يې د قرارداد لايحې سره سم نه پلي کوي، لکه اوس مهال چې د ولسي جرګې ځيني غړي ساختماني شرکتونه لري، پر وزيرانو فشار راوړي چې قراردادونو دوی ته ورکړي کله چې قراردادونه واخلي هغه شان يې نه پلي کوي چې لازمه ده.
۳): وزارتونه د کميشنکارانو په لومو کې پراته دي، په وزارتخانو کې د عادي کار خلاصون لپاره مجبوراً بايد د کميشنکار سره تماس ونيول شي، د کميشنکار څخه بغير کار که قانوني هم وي نه خلاصېږی، چې دې کار ولس سره لویه اندېښنه پيدا کړې، اوس کميشنکاران تر هغه بريده قوي شوي چې دفاتر يې خلاص کړي.
۴): د اصولو خلاف مقررۍ چې د پخواء څخه دوام لري تراوسه ورته د حل لار نده موندل شوې، د وزیرانو نږدې کسان په ډالري معاش مقررېږي، په بهرنيو سفرونو لېږل کېږي او ډېر امتيازات ورکول کېږي، خو هغه څوک چې د وزیرصاحب نږدې شخص نه وي د ډېر لياقت ترڅنګ د پخواني ميزشاته يوازې څو زره افغانيو ته چې تنخواه يې کېږي شپې ورځې تېروي.
۵): پر وزارتونو د ولسي جرګې وکيلانو د فشار لړۍ لا دوام لري، هر څه د وکيلانو په اختيار کې ورکول شوي، کله چې د وزیر ، د وزیرله سکرتر او يا هم د معين څخه پوښتنه وشي وايي، چې وکيلان فشار راوړي او امکانات غواړي، خو په اصل کې وکيلان دوی خپله همداسې اموخته کړي.
۶): ۱۱ وزارتونو تېر ۱۳۹۱ مالي کال کې پنځوس سلنه بوديجه نه و مصرف کړې، چې تر ټولو لوی علت يې په وزارتونو کې د ظرفيت نه شتون او د وزراتخانې څخه د پيسو نه انتقال ولاياتو ته په ګوته شوی، د وزارتونو بوديجه ولاياتو، ولسواليو او کلو ته نه رسېږي، چې ملت ته يې خير ورسي، ځکه نو بوديجه تر پنځوس سلنه کمه مصرف شوې.
۷): د ۴۵ګڼه فرمان د تطبيق په موخه وزیرانو ولاياتو ته سفرونه وکړل ځيني ولايات چې ليرې ول په هواء او ځيني چې نږدې ول په موټرونو کې ولاړل، کله چې په موټرونو کې وزیران سفرونه کوي، قطارونه جوړ کړي او لویه قوه له ځانه سره اخلي او کله چې هوايي لاړ شي بيا ورته په لسګونه قومی مشران استقبال ته ولاړ وي، وزیرصاحب تحفې واخلي او د ولس سره وعدې وکړي، کله چې ولس کابل ته راشي وزیرصاحب ورسره نه ګوري او ټولې کړې ژمنې اوبه يوسي.
۸): څارنوالۍ هره ورځ بدترين حالات ته لوېږي، هغه څوک چې پيسې ولرې ډېرې غټې دوسيې يې خلاصېږي خو هغه څوک چې پيسې ونلري عادي دوسيه يې ډېره غټه شي ، چې په کالونو کالونو د زاندان په تورو کوټو کې پروت وي، په ادراي فساد کې اوج ته رسيدلې اداره چې مقررۍ او منفکۍ يې هم په پيسو کېږي.
۹): امنيتي ارګانونو کې د اداري فساد ترڅنګ ژبني، حزبي او سمتي تعصبونه اوس هم پرېمانه شتون لري، د مقررۍ څخه تر منفکۍ، د خوراکي توکو قرارداد څخه نيولې تر البسې او ژمني توکو قرارداد پورې او د معاشونو څخه نيولې تر تکفين پورې په هر څه کې فساد شتون لری، هر چاته چې دوسيه جوړل وغواړي په دقيقو کې ورته دوسيه جوړوي او څوک چې وغواړي څوک پرې خبرېږي هم نه او خلاصېږي، کله چې پرې نيوکې وشي بيا يې وياندويان خولې پرانېزي او ټولې ادعاوې ردوي
۱۰): بهرنۍ ډيپلوماټيکې نماينده ګۍ او په بهرنيو چارو وزارت کې هم خېشي روانه ده، هغه څوک چې د وزیر صاحب سره نږدې اړيکي لري ښه ځای ته استول کېږي چې د هېواد ډيپلوماټيک نماينده شي او هغه څوک چې کالونو کالونه تجربه لري خو د وزیرصاحب سره د خېشۍ اړېکي نه لري د ښې وظيفې خاوند کېدای نشي.
پورته ۱۰ هغه لويې ستونزې دي، چې تر اوسه ندي حل شوي، ددې لپاره چې په هېواد کې اصلاحات راشي، داسې يو سيستم او ميکانيزم ته اړتيا ده، چې د پورته ذکر شويو ستونزو د حل سره نورې ستونزې هم حل کړای شي، پر سيستم بايد نظارت وشي، د هرې منطقې امر ته د صلاحيت ورکونکې ترڅنګ مسوليت هم په غاړه واچول شي، د ښه کار په صورت کې تقدير او د سرکشۍ په صورت کې بايد مکافات شي، او ترڅنګ يې بايد ټول تبليغات د حکومت په ملاتړ په کار واچول شي.
صمد افغان