دخيال محمدکټوازي دبې وخته مړينې په ياد !

دپکتيادلوړوغرونويونشتر راپريوتو
لوړچناردکټوازدبرګودرو راپريوتو
پرې به خواره څنګه وي قافله د اولسونو
زموږدهيلوله آسمانه يوکمرراپريوتو
دتورغر پريشانه څڼي ببرسرته چې نظرکړم
ښکاري داسې چې پټکى زموږدسر راپريوتو
لوی څراغ دعلم پوهې چه پرې لاردژوندرڼاوه
ځلاندستورى د ادب اودهنر راپريوتو
پرې به ستوي څنګه نه وي جوخت قطارمودملګرو
دروڼ آندو له ټولکي موشمله ورراپريوتو
بدخبردخيال دمړينې ناڅاپي بادونو راوړ
لکه تندرد آسمان وو ناببر راپريوتو
لامواوښکې پاکې نه وي دقدوس دمړينې غم وو
په هالنډکې مونامي بل همسنګر راپريوتو
هسې نه چې به يوازې پرې يوکوريا کلى خوار شي
ستر آفت دټول افغان په لوی ټبر راپريوتو
شوې دخيال دايمي ټاټوبى اوس پرې و وياړه وطنه
چې سينه کې دې يوهسې بختور راپريوتو
 
ميرنوازروهين
جرمني- اوفن باخ ښار
10.02.2013