زموږکلى زموږښاردى پکې اوسو *
* مال دولت موترېنه زاردى پکې اوسو *
*هريوبوټى هره ونه ئې په وينوتازه ساتو *
* زموږبڼ زموږګلزاردى پکې اوسو **
مني غېږه کې په مينه دهردوست ګرمه حجره ده *
* درقيب دسترګوخاردى پکې اوسو
*
*دافغان اولس دننګ غيرت اومينې يوه بيلګه *
* دپښتون قوم افتخاردى پکې اوسو
*
*دملې يووالي اصل ته ئې ژمن دزړه له تله *
* هريوڅوک ئې زموږياردى پکې اوسو
*
*هرمظلوم دزمانې ته ځاي دامن اودسولې ** قبرستان دهرخونخواردى پکې اوسو *
*حساب کله دي په ژوندکې ديوروپ شپې له تا ليرې *
* روح موتاسره ايثاردى پکې
اوسو **
جرمني اوفن باخ ښار
21.07.2013
ميرنوازروهين
وروستي