هسې نه وو

دازماوطن چې وران دى هسې نه وو*
چه ئې ورک نوم اونشان دى هسې نه وو*
دلته هم يووخت خنداوه  اوخوښي وه*
نن چه هرلورته خفګان دى هسې نه وو*
دلته هم ډېراخترونه ميلمانه وه*
دخوښيوچه فقدان دى هسې نه وو*
حماسې ئې دتاريخ دمخ ښکلاوه*
پرې منکرچه اوس زمان دى هسې نه وو*
ملي ګټوته ژمنتيادژوندمعياروو*
لکه ښارچه بې پرسان دى هسې نه وه*
هرنادارئې په عزت کې ژوندکولو*
اوس چه خوارئې هريوخان دى هسې نه وو*
کورموخپل ووګورموخپل هرڅه موخپل وو*
اختيارورک چه مودځان دى هسې نه وو*
دوست معلوم اغيارمعلوم معيارموجودوو*
هرپردى چه نن افغان دى هسې نه وو*
فــــرق کـــيذه به دوګـــړوترسړيو*
اوس چه هرغل قهرمان دى هسې نه وو*
روهين هم يووخت وځان ته څه ويلې*
نن چه ځيرې ئې ګريوان دى هسې نه وو* 
ميرنوازروهين
جرمني- اوفن باخ ښار
01.08.2013