ماشومان دامریکایې بریدونوقربانیان

سیدسعید

 
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان یې چارواکوغوښتي، چي  پر وړانديزونو یې ژرغوروکړي  ،ترڅودماشومانوژوندته دجدې ګواښ  مخه ونیول  شي .
په ۲۰۱۲ز، کال  کي دملګروملتونودسرمنشي بانکي مون ځانګړي استازي  امنیت شوری ته په وړاند ي شوي  راپورکي ویلي    چي :په افغانستان کي دیرغلګروځواکونواودکابل حکومت  داردو،پولیسواو..... په بریدونوکي دتیرکال په پرتله  دوه چنده زیات ماشومان وژل شوي دي .دملګروملتونودشمېرونوپه اساس تېر(۲۰۱۱ز،)کال کي دیرغلګروپه بریدونوکي یوسل اولس ماشومان وژل شوي اواته شپېته ژوبل شوي دي .
څه وخت مخکي امریکایې چارواکوومنله چي په بګرام  کي یې  دوه سوه (۲۰۰)افغان ماشومان بندیان کړي دي .دبشري حقونویوې فعالي ټینافوسټرپه ویناچي:دبګرام په محبس کي یې ۱۱او۱۲کلن ماشومان لیدلي دي ،نوموړې زیاتوي چي ددغه زندان دکتلوپرمهال یې لیدلي چي  دبندي ماشومانودیاد شوي تعداد (۲۰۰)څخه  ډیرزیات نورماشومان هم بندیان ووچي امریکایې چارواکویې دعمردثبت اجازه نه ورکوله .
 
دڅارنړیوال سازمان  دماشومانودوژني دزیاتوب دوه عمده لاملونه په ګوته کړي .
اول : دجګړې پرمهال دیرغلګروځواکونودبې دریغه ځواک کارول .
دوهم :دبې اساسه اوغیرموثقومعلوماتوپربنسټ عملیات ترسره کول  .
رشتیاهم یرغلګرځواکونه په افغانستان کي دوسله والودیوکوچني ګروپ اویاحتی یوفردپرضددومره لویه اوپراخه  قوه کاروي ، په لیدلویې سړی  فکرکوي چي دسلهاوومجهزوجنګیالیوسره دډغري میدان ته داخلیږي  .یوبل شی چي دملکي تلفاتوپه تېره دښځواوماشومانودزیاتي مرګ ژوبلي  سبب ګرځي هغه دنیواکګروپوځیانوانتهایې ډاراوضعیف مورال دی ،ډار+ ټیټ مورال +پیاوړی ځواک = دښځواوماشومانوپراخه وژنه ،ځکه دوی دوسله وال اوبریدګر دښمن سره دمخامخیدوزړه نشي کولای ،ټول پام یې ځان ژغورني ته وي نوپه دې صورت کي دوی دوسله وال اوغیروسله وال ،ښځي اوماشوم تمیزنشي کولای ،هوایې ځواک ته دپروت په حالت کي کوردینات ورکوي ،هغوی هم بې له پلټني هرژوندی سری په نښه کوي په زیاتوعملیاتوکي یې به مولیدلي اواوریدلي وي چي حیوانان  یومخ ویشتل شوي وي .
دوی پرخپلوجاسوسانودومره باورکوي چي دعملیاتوڅخه مخکي اودبریدونوپرمهال دهیڅ رازپلټني اړتیانه احساسوي ،ددوی له کړنوڅخه داسي ښکاري لکه  دجګړې هیڅ ډول ستراتیژي اوعملیاتي لیدلوری چي نه لري ،فقط  دجاسوسي مکالموپه استنادجګړییزپلانونه طرحه کوي اوبیایې هم دهمدې جاسوسانودلارښوونوله مخي دعملي کولوهڅي کوي .
 په تېروکلونوکي دیرغلګروپه زیاتروهوایې اومځکنیوبریدونوکي دناسمومعلوماتوپربنسټ ملکي خلګوته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده ،دهراوت کي واده ،هسکه مېنه کي دواده ورا ،عزیزابادکي ختم ،کندوزکي دتیلوټانکرونوباند ي راټول شوي ملکي وګړي ،هلمندکي دغیږودودیزه مېله ،بالابلوک ،کونړ،کندهار،نورستان ،لوګر،میدان وردګ او....په ځلونودولسي وګړو دغم اوښادۍ ناستي بمبارشوي دي .
داندېښنې وړداچي دملکي وګړودپراخي مرګ ژوبلي څخه وروسته هم دبهرنیوځواکونوپه  کړنلاره کي دبدلون څرک نه ترسترګوکیږي ،دولسي خلګودزیاتوځاني اومالي زیانونوسره سره یې  نه  کوم جاسوس ته سزاورکړه اونه یې هم اعتمادپرې ختم شو،که خدای جل جلاله مکړه وضعه همداډول دوام ومومي ښایې افغان ولس دلازیاتووژنو،ځورونو،اورازرازستونزوسره لاس اوګریوان شي .