ولور که د نجونو پېر او پلور؟


پوښتنه: نن سبا رواج دى چې پلرونه هغو زلميانو ته لوڼه نه وركوي چې ډېرې پيسې نلري... نو ددغو پلرونو په اړه چې لوړ مهرونه ( ولور) اخلي او د لوڼو راتلونكي ته فكر نه كوي شريعت څه حكم لري؟ او اّيا په قانوني توګه د مهرټاكل جواز لري؟!
ځواب: دا د الله سنت دي چې د ژوند د دوام او پايښت لپاره يې نر او ښځه پيدا كړل او په هر يوه كې يې داسې غريزه كيښوده چې يو اوبل سره وتړي, اسلام دغه اړيكې تنظيم كړې نو دواده قانون او اصول يې وټاكل او ټينګار يې وكړ چې زياتو سړيو او ښځو ته دواده فرصتونه برابر شي ترڅو له حلالونه ګټه واخلي خودا هغه مهال امكان لري چې دواده په وړاندې خنډونه نه وي, تر ټولو ستر خنډ\" ولور\" او لوړ مهرونه دي ځكه چې د ټولنې اكثريت يې چې بې وزله او تش لاسي دي له پوره كولو څخه عاجز دي.
اسلام د مهرونو د كچې لوړول ناوړه ګڼلي دي ترڅو زياتره وګړي وتوانيږي په شرعي طريقه او حلاله وسيله غريزه پوره كړي او ټولنې د اخلاقي فساد او زنا نه پاكې او وژغورل شي, اسلام هغه واده ته مبارك ويلي دي چې مهر يې كم وي او ټيټ مهر يې د ښځې درنښت بللى دى ترڅو هغه جاهلي ناره چې ټيټ مهر\" ولور\" د ښځې د نسب او عزت په ټيټوالي دلالت كوي.
تبصره: د شلمې پيړۍ جاهليت په ډېرو مسلمانانو باندې اغيز كړى دى, له نجونو او پيغلو څخه يې د خرڅلاو توكي جوړ كړي دي چې پلورلى او پيرودلى شي, او له همدې امله دواده خوند هم لاړ شي ځكه چې زوم تركلونو له قرض لاندې وي.