
لیکوال: عبید الله حسام
د ۲۰۰۴ کال د فبرورۍ په څلورمه نېټه په امریکا کې اوه
ويشت کلن ځوان مارک زکربرګ ، د فیسبوک په نامه د اړیکو یوه ټولینیزه شبکه ( جال ) جوړه کړه ، چې په لنډه موده کې په چټکۍ مشهوره
او د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېده.
دغه
شبکه د ټولنیزو اړیکو لپاره ډېره ښه او
اسانه لاره ده ، له دې لارې هرڅوک کولی شي ځان ته ملګري پیدا کړي ، له هغوی سره خبرې وکړي، عکسونه او ویډیو ګانې
شریکې کړي او نور ټولینیز مسایل مطرح کړي.
دا يوه داسې شبکه ده ، چې د هېوادونو نظامونه
یې ړنګ کړي دي ، د بېلګې په توګه د مصر په هېواد کې د (عرب پسرلي ) په نوم پیل شوي
ټولنيز پاڅونونه يادولای شو ،چې فسبوک شبکې پکې مهم رول درلود او له امله يې دحسن
المبارک واکمني رانسکوره او ټولو عربي هېوادونو ترې ورته الهام واخيست .
همداسې د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم له
فیسبوک څخه سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ګټې اخیستل کیږي،خو یاده شبکه بیا زمونږ په
هېواد کې په بېلابېلو ډولونو کارول کېږي ، ځیني خلک یې
د دوستانو سره د اړیکو ټینګولو لپاره ، یوه ډله یې د خپلو نظریاتو ، مفکورو ،
عکسونو او ویډیوګانو د شریکولو لپاره او ځینې یې د خپل پوهاوي د لوړولو لپاره کاروي .
داسې خلک هم شته چې په فیسبوک کې خپل او د
ملګرو قیمتي وخت ضایع کوي او داسې انګیري ، چې فیسبوک د ټوکو ټکالواو بنډار ځای
دی، کله چې عادي کارونه ترسره کړي، ژرترژره یې په فسیبوک کې لیکي لکه :
“On
the way to…”
زه په لاره یم.
“I am cooking” زه پخلی کوم.
ځیني لیکي: نن زه ډېر خواشینی یم .
نن
زه ډیر خوشحاله یم او یا نن زه تر ټولو خوشحاله ورځ لرم .
یوشمېر بیا دخپلو ماشومانو ، ډوډۍ خوړلو ،
بهر ته دسفر او نور ... تصويرونه له واره خپل فیسبوک کې پورته کوي.
خبرې لنډوم اصلي مطلب ته راځم او هغه دا چې مونږ
باید له فسبوک نه دخپلې پوهې دلوړولو کار واخلو ، د نورو له فکر او علمیت څخه پوره
ځان خبر کړو او هغه څه پرې خپاره کړو ، چې دنورو ملګرو لپاره ګټور وي ، همدا ډول
دځينو مسايلو په اړه زموږ رغنده نظرونه او مشورې هم موږ او هم دفسبوک ملګرو ته
درنښت ورکولای شي .
هیله ده خاطر مو پرې دروند نه شي .
کابل: فبروري / ۹ / ۲۰۱۳