استیضاح مستیضاح

 
طنز
محمود نظري
استیضاح مستیضاح
 
هغه وزیر چې لګولې یې نه ده خپله بودجه
د هغه خوار له څه دپاره ترنګوی بیم باجه
چې د غلا په ویاړ رسیدلی دي دې مقام ته
هغه څه  پوهیږي  د وزارت د کار په لهجه
داچې چا را تناو کړی دی هغه ډنګر خوار
پوښتنه دي وسي له هغه ملی خاین خواجه
سپینې دې پرې سي د هغه  دشورا دوکیل
چې معامله کوي  اخلي له هر وزیره ججه
چرګې چې کټ کټ دلته  هګۍ اچوي هلته
هغه استیضاح کړئ که وي د هر چا زوجه
دهغه مالیار باید شا شنه سي په ډنډه
چې د ګلاب پرځای یې کړلې دي هنجه
هله خوږ خټکی د موږک خوراک سي
نه د چوپړ  د واک لپاره وي لانجه کونجه
چیرې چې مصلحت ونیسي د قانون ځای
هلته په هر مقام ټاکل کیږي تر ټولو امجه
خوشالۍ کله په  روغ زړه   دلته کيږي
چې په کور کې دننه  روانه وي ولجه
خره ته ګل نیول څه په کار دی خوري یې
هغه څه پوهیږي په مینه او ټنجه پنجه
 داهر پتنګ چې غوټې وهي په هوا کې
له لاندې تړل سوی په ښیښه يې مانجه
دا خوسکیان   چې غورځي پورته پورته
هر یو یې د موږي  تر زوره وهي ترانجه
په استیضاح مستیضاح وطن نه جوړیږي
که څه در سره  مل وي ددنیا څلور کنجه
چې مورمرداره سي ، زوی سي حرامي
د زوی څه ګناه  ده، مو ر یې کړه سکنجه
تر څو چې دا  مصلحتي نظام نسي چپه
نه لري دا پک سر بله دوا بله معالجه
 
ټنجه پنجه ( ناز او مکیز) ، امجه ـ بیکاره ، ترانجه ( ټوپ وهل )،