
په خوست ولايت كې نږدې درې ټنه په تاريخ تېرو او بې كيفيته درمل وسوځول شول .
د خوست د عامې روغتيا ريس ډاكټر اميربادشاه وايي، چې د وى په هره اوونۍ كې د خوست ښار او سيمو درملتونونه پلټي اوتاريخ تېر او بې كيفيته درمل پكې ګوري.
كه څه هم تاريخ تېر او بي كيفيته درمل د هېواد په ټولو سيمو كې موندل كيږي خو په په خوست او ورڅېرمه ولايتونوكې ځكه ډېر دي چې له ګاونډيو هېوادونو سره پر پوله پراته دي.
د خوست روغتيا رياست مسولين وايي، سره له دې چې پلټنه يې هم كوي خو د بې كيفيته او تاريخ تېرو درملو په كچه كې ټيټوالى نه دى راغلى، ځكه چې د خوست له پاكستان سره اوږده ګډه پوله لري او ډېر وخت د خوست له بېلابېلو سرحدي لارو په ناقانونه توګه دغه ولايت ته دا ډول درمل راوړل كيږي.
د خوست د عامې روغتياريس ډاكټر اميربادشاه دا خبرې په هغو مراسمو كې وكړې چې د دوه نيمو ټنو بې كيفيته او تاريخ تېرو درملو د سوځولولپاره جوړ شوي وو.
دوى په عام ډګر او له ښار نه په ليرې ځاى كې نږدې درې ټنه بېل بېل درمل چې په تاريخ تير او يا هم بي كيفيته وو، و سوځول.
ډاكټرانو وويل چې دغه درمل يې د پلټونو پرمهال د خوست ښار او ولسواليو له بېلابېلو درملتونونو راټول كړي وو.