
مخکې لدې چې د سولې په روانو هڅو و غږيږو، دا یو منل شوی حقیقت دی چې سوله د افغانستان د نني ورځې ستره اړتیا ده،نن ورځ د هیواد د هر بچې اواز دا دی چې سوله دې وشي، د هرې کونډې،بورې یتیم ځوان او سپین ږیري د زړه غږ دا دی چې سوله.واقعیت دادی چې افغان ولس نور له جګړو ستړی شوی،له وژنو،بمباریو،بمونوپه تنګشوی اواوس یې یواځینی هیله داده چې باید سوله وشي،له ولس ور ها خوا ښکیلې غاړې هم دی نتیجې ته رسیدلي چې د اوسنی کشالې حل له خبروپرته ښایی ډیر ستونزمن وي.
په وروستیو کې د سولې په اړه یو لړ مهم پرمختګونه را مخي ته شویدي،که له یوې خوا د پاکستان حکومت یوشمیر طالب مشران خوشي کړي او لا دا لړی روانه ده له بلې خوا ملګروملتونواعلان و کړ چې له هغو طالب مشرانو د سفر بندیز لیری کوي چې د سولې په خبرو کې برخه اخلي.ورسره د پاریس غونډه هم د تفاهم په لور مهم ګام وو چې نه یوازی د طالبانو ګډون اود هغوی رسمي اعتراف مهم بدلون وو بلکه ورسره د سیاسی اپوزیسیون چې پخوا یې دداسې خبرو غندنه کوله ګډون هم د پام وړ پرمختګ وو.لدې هڅو داسې ښکاري چې ښکیلی غاړې دې پایلې ته رسیدلي چې روانه لانجه له خبرو پرته حل لاره نلري. خو لدې هڅو سره موازي د طالبانو لخوا په پلازمینه کابل کې هم یولړ بریدونه ترسره شول چې په لومړی هغه کې یې د ملې امنیت ادارې مشر ژوبل شوو، دوهمه یې د ملې امنیت پر ودانی او درییمه یې هم د ترافیکو پر ریاست و شوه چې درې واړو یې د مالي زیان تر څنګ ځانی تلفات هم در لودل. زمونږ په فکر ښایی د طالبانو بریدونه هیڅکله هم ددې مانا و نلري چې دا یې د سولې هڅو ته ځواب دی ځکه هغوی هیڅکله داندي وییلی چې د سولې د خبرو لپاره به خپل جنګي عملیات دروي.
خو له پورتنیو پرمختیاوو سره سره بیاهم د سولې په لاره کې یو لړ پراخې ستونزې پرتې دي،یوه ستونزه داده چې افغان حکومت وایی خبرې باید لدوی سره و شي،آن ډیري بهرنیو چارواکو هم په خپلورسمی ویناوو کې دا خبره کړې چې د خبرو مشري باید د افغان حکومت په لاس کې وي خو طالبان بیا وایی چې هغوی له افغان حکومت سره خبرې نکوي ځکه هغوی فکر کوي چې حکومت د خبرو واک نلري که دوی ورسره هرې پریکړې ته ورسیږي نو که بهرنیانو ته د منلو نه وي،حکومت یې نشي پلي کولی. له بلې خوا طالبان اونور مخالفین دا هم وایی چې بهرني ځواکونه باید په بشپړ ډول له هیواده ووزي، ترڅوچې بهرنیان په هیواد کې وي هغوی د سولې په اړه هیڅ ډول هوکړې ته سره نشي رسیدلی، مخالفینو په پاریس غونډه کې یوځل بیا خپله دا غوښتنه په ډیر قوت سره تکرار کړه، دا داسې شرط دی چې امریکایان او افغان حکومت دواړه یې په کلکه ردوي.
له بلې خوا طالبانو د پاریس په غونډه کې د سولې خبرولپاره د مصلح خبره پورته کړه ،هغوی پدې خبرې سره دا په ډاګه کول غوښتل چې د سولې عالی شورا په هیڅ ډول ورته د منلو نه دی ځکه دا شورا د افغان حکومت پواسطه ټاکل شوی چې هغوی خپله د جګړې یو لوری دی.
طالبانو په پاریس غونډه کې په روښانه پدې هم ترکیز وکړ چې اساسي قانون ور ته د منلوندی،یواځي او یواځي اسلامي حکومت منلی شي،پرته لدې هیڅ ډول جوړ جاړي ته تیار ندي.
له بلې خوا اوسمهال د جګړې ابتکار له طالبانو سره دی،هغوی فکر کوي چې که بهرنیو ځواکونو د ۱۵۰۰۰۰زرو عسکرو په درلودو د ډیرې کمزوری په حال کې هغوی مهار نشوای کړی نو اوس یی د لسو یا شلو زرو عسکرو په شتوالی کې خو په هیڅ صورت نشي کولای نو لدې امله هغوی غواړي چې په خبرو کې برلاسی لاس ولري.
خو دا یو حقیقت دی چې طالبان،حزب اسلامي اونور مخالفین دې پایلې ته هم رسیدلي چې که هغوی د زور له لارې واک ته ورسیږي،بیا به یې نړیواله ټولنه د بندیزونو اونورو لارو په تنګوي،حکومت کولو ته به یې نه پریږدي، او ورسره به ولس په بې شمیره ستونزو کې را ګیرشي،نو باید هغوی له نړیوالې ټولنې سره یوه تفاهم ته ورسیږي،لدې ځایه هغوی د خبرو اترو ضرورت احساسوي.نو پایله دا شوه چې د خبرو لپاره تر ټولو مناسب وخت همدا اوس دی. خو دا یو څرګند او ټولو ته منلی حقیقت دی چې د سولې او جنګ دواړو کیلی له امریکایانو سره ده،افغان حکومت پدې اړه ښایی ډیر د یادولو نه وي،اوس پوښتنه دا ده چې د سولې په اړه د امریکایانو رښتینی دریځ څه دی؟
ایا رښتیا هم امریکایان سوله غواړي؟
د امریکایانو لپاره تر ټولو مهمه خپلو موخو ته رسیدل دي،امریکا په سیمه کې ستراتیژیکې موخې لري،د خپلو موخو لاسته راوړل یې تر ټولو مهم هدف دی،امریکایان به هره هغه ممکنه هڅه کوي څو خپلې ګټې ډاډمن کړي که دا هڅې د سولې له لارې ډاډمنیدلای شي نو سوله به وی او که نه نورې لارې به ورته ګوري.امریکا ته طالب،افغان حکومت او یا هم القاعده مهمه نه دی،هغوی ته خپلې ګټې مهمې دي.په ۲۰۱۱کال کې د امریکا یوه مهمه چارواکي په ډاګه وویل چې طالبان زمونږ دشمنان ندي،دا خبره یې پداسې حال کې و کړه چې نژدې یووولس کاله یې له طالبانو سره جګړه کړې،په زرګونو ځانی او مالی تلفات یې ور کړي خو چې د ګټو د تامین خبره مخې ته شوه نو وایی چې هغوی مو دښمنان ندي. څو کاله پخوا داسې معلومات هم خپاره شول چې امریکایانو طالبانو ته وړاندیز کړی وو چې که غوښتنې یې منلی شي حاضر دي حکومت ور وسپاري. له همدې امله د سولې په اړه امریکایی چارواکې ضدونقیضې څرګندونې کوي.
ایا د طالبانو او نورو مخالفینو په پخلاکیدوسره به واقعا رښتیني سوله راشي؟
اوس مهال عامه ذهنیت دادی چې د طالبانو،حزب اسلامي په پخلاکیدو به هیواد ته سوله راځي،ارامه ارامي به شي، خو زمونږ په فکر ښایی دا هیله سل په سلو کې واقعی نه وي، روانه ستونزه د طالب او القاعده ستونزه نده دا ستونزه بل اړخ لري، افغان ولس یو مسلمان او په اسلام مین ولس دی. د هیواد د اوسنی ستونزې یواځنی حل اسلامي نظام دی.که طالبان،حزب اسلامي او بل هر مخالف له سولې سره یوځای هم شي او نظام په همدې ډول روان وي بیا به ګورو بله ډله به پیدا کیږي، شخړې به را منځ ته کوي،او ولس به ورسره یوځای کیږي،که یوځای نشي نو حداقل افشا کوی خوبه یې نه. دا ډیره جدي موضوع ده،ترڅو بشپړ اجتماعی عدالت پلی نشي د یوې تلپاتې او ډاډمن ثبات په اړه به ستونزې پر خپل ځای پاتي وي.
پس حل لاره څه ده؟
لومړی امریکایان باید په هیواد کې له خپل هر ډول شتون څخه تیرشي،د بهرنیو شتوالی او ورسره د دموکراسی نظام د پلی کولو چغې وهل د امنیت او سولې پر وړاندې ستر خنډ دی.امریکایانو اونورو بهرنیو هیوادونو ته په نړیواله کچه ثابته شوه چې په زور کلی نه کیږي،په ډیري عربی هیوادونو کې هغوی په لسګونو کلونو غولونکي چغې وهلې، له مستبدو نظامونونو نه یې له هرې لارې حمایت وکړ خو نتیجه یې هغه دې ټولې نړی ته څرګنده شوه.امریکایان باید دا خبره خپل افغان ولس ته حواله کړي چې هغوی څه غواړي؟ اوس وخت ددې دی چې له ولس نه واوریدل شي چې هغوی څه ډول نظام غواړي؟ که امریکایان غواړي افغانستان کې یو مشروع او با ثباته نظام را منځ ته شي،سوله وي امنیت وي اوخطر ور ته متوجه نه وي نو باید خپل شتوالی ختم کړي،بین الافغانی ډیالوګ ته دې زمینه برابره کړي،ولس ته دې د نظام د ټاکلو په اړه رجوع وشي، د دموکراسی اصل هم دا دی چې ولس څه غواړي هماغه باید وشي. له بلې خوا مخالفین دې هم پدې پوه شي چې په یواځي ځان حکومت کول به ورته خورا ستونزمنه وي،باید په نظام کې د هر افغان حق و منل شي،درناوی ورته وشي،د هیواد هر وګړی پدې خاوره د ژوند کولو،کار کولو حق لري بایده ده چې ورته جدی پاملرنه وشي لدې لارې کیدلی شي د هیواد ستونزې ته یو اوږدمهالی حل لاره و موندل شي.