
د پكتيا او لوګر ولايتونو ترمنځ پرغځيدلې لار د تيرا په نوم سيمه كې د يوې ترافيكې پېښې له امله څلور كسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د پكيتا ولايت امنيتي چارواكي وايي چې پېښه ديوه هينو او سراچې موټرونو د ټكر له امله شوې، د دوى په وينا يو سراچه موټر چې اته كسان پكې سپاره وو له ګردېز څخه د كابل په لور روان و چې د تېرا په نوم سيمه كې يې له يوه هينو موټر سره مخامخ ټكر وكړ،
پېښې لامل د چلونكو ګړندى تګ او بې پروايي په ګوته كوي، خو د دې ترڅنګ يو بل لوى لامل دا هم كيداى شي چې په هيواد کې ډيرى موټر په بدل لاس كې دي، او دا د لويو لارو په اوږدو كې زياتره وخت د ترافيكي پېښو لامل كيږي.
د پكيتا په مركز ګردېز ښار كې د ملكي روغتون مسوولين وايي چې دوى ته يې له دې پېښې ددريو مړو جسدونه او پنځه ټپيان راوړي دي، چې په دوى كې هم يوه يې په روغتون كې ساه وركړه.
د دوى په خبره د پاتې ټپيانو روغتيايي حالت هم ډېر نازك وو ځكه خو له دغه ځاي كابل ته ليږدولي دي.