جنګ ځپلو ولاياتو کې قصداً پروژې نه پلې کېږي.

 په هېواد کې د پرمختګ لسيزې د شروع راهيسي، چې د ولسمشر حامدکرزي په مشرۍ د جوړ شوي حکومت له پیله روانه ده، د یو لړ پرمختګونو ترڅنګ زيات شمېر نيمګړتياوې له ځانه سره لري، چې ليکل او لوستل يې يو عالم وخت ته اړتيا لري، ولې زه په خپله لنډه ليکنه کې يوازې په تېرې لسيزه کې پښتون ټبر ته د اوښتل شويو زيانونو په اړه خبره کوم، چې اوس هم دا قوم په تيارو کې ساتل شوی، حق يې تلف شوی، د زده کړې له عظيم نعمت څخه بې برخې پاتې شوی او زندانونه پرې ډک شوي دي.
  په تيارو کې هغه قوم ساتل کېږي، چې د زده کړې له عظيم نعمت څخه بې برخې وي، له زده کړې څخه هغه وخت بې برخې کېږي، چې لازم سهولتونه ورته نه وي چمتو شوي، او کله چې د زده کړې څخه بې برخې پاتې شي او ترڅنګ يې بې کاري هم اوج ته ورسېږي ښکاره ده، چې د ټولنې اوسيدونکي داسې ناوړه اعمالو ته لاس اچوي، چې پايلې يې ډېرې خطرناکې وي او د زندان تورو تمبو شاته لوېږي، لکه څنګه چې نن د هېواد په ټولو زندانونو کې د نورو ټبرونو څخه زيات پښتون ټبر پروت دی، د دې علت هم دا دی، چې د پښتنو په ولاياتو کې د بنسټيزو پروژو د پلي کېدو لپاره کار ندی شوی، ځنيو وزیرانو د تعصب له وجهې او ځيني نورو يې د ليوالتيا د نه درلودلو له وجهې په پښتون مېشته ولاياتو کې پروژې پدې نوم ندي پلي کړي، چې ګواکې په يادو ولاياتو کې امنيت له ګواښ سره مخ دی، امنيتي ستونزې زياتې دي، او نه شي کولای هغسې چې لازمه ده پروژې پلي کړي، د يادو ولاياتو مشرانو په وار وار له مختلفو وزیرانو سره ليدنې کړي، ورڅخه يې غوښتنې کړي چې په ولاياتو کې ورسره د بنسټيزو پروژو په پلي کېدو کې لازمې مرستې وکړي، د ۴۵ ګڼه فرمان د تطبيق په موخه يو شمېر وزيرانو نمايشې ليدنې له ولاياتو پيل کړي، په ولاياتو کې يې مشرانو او د ادارو مسوولينو ته وعدې ورکړې چې مرستې به وکړي او پروژې به پلې کړي، خو د وزیرانو نرمو لهجو پښتانه قرار کړل، يو څو وزیرانو خو د پروژو د کار شروع کېدا احکام هم په اړنده معينيتونو او رياستونو ورکړل خو د بېچاره وزیرانو احکامو ته چا نظر ونکړ، ځکه هلته د ولسمشر حکم او فرمان نه تطبیقېږي نو د وزیر حکم به څه د عمل جامه په غاړه کړي، د اوبو او برېښنا وزیر او ترڅنګ يې د زراعت وزیر خو درې مياشتې مخکې کندهار ته پدې موخه نه لاړل چې دې قوم سره يې کړې ژمنې نه وې پوره کړې حتی پخوانۍ ژمنې يې د شروع کېداء لوري ته هم نه وې تللې، د ياد قوم سره يې دشرم له وجهې هم سترګې نه شوی مخامخ کولی، بهتره یې دا وګڼله چې کندهار ولايت ته د ۴۵ ګڼه فرمان د تطبيق، په ولاياتو کې د شته ستونزو د هواري او د اړونده ادارې څخه د ليدنې په موخه ولاړ نشي.   په ولاياتو کې افغان امنيتي ځواکونه شتون لري، چې د سر په قيمت يې وسله اخيستې او ژمنه يې کړې چې د ملت خدمت به کوي، په ميليونونو افغانۍ امنيتي ځواکونه يوازې په يوه ولايت مصرف لري، او ترډېره برېده په خپلو دندو کې بريالي هم دي، نو ولې بيا وزیران په يادو ولاياتو کې د پروژو د پلې کېدو په اړه اندېښنې ښايي، کله چې پروژه په يوه سيمه کې پلي کېږي، د هغه سيمې اوسيدونکي په کار بوختېږي، دا کار لامل کېږي، چې له يوه لوري په ولاياتو کې د بې کارۍ کچه کمه شي او له بل لوري پروژې په ښه کيفيت پلي شي، کله چې د بې کارۍ کچه کمه شي، امنيتي ستونزې هم له منځه ځي، د امنيتي ستونزو د له منځه وړلو په صورت کې تعليم عام کېږي، او هر کله چې د پښتون بچې قلم په لاس کې واخيست هېڅکله ټوپک ته مخه نه ګرځئ او چې ټوپک وانخلي نو د طالب او القاعده په نوم هم نه نېول کېږي او نه به د زندان د تورو تمبو خوراک کېږي. خو کله چې پورته کارونه نه کېږي ښکاره ده چې د بېکارۍ کچه به لوړېږي او کله چې د بېکارۍ کچه لوړه شي، د ورځني ژوند پرمخ بيولو لپاره هر قانوني او غير قانوني کار ترسره کوي، چې پايلې هم خطرناکې وي.   موږ د ولسمشر حامدکرزي څخه په درنښت غوښتنه کوو، چې د ځانګړي حکم له مخې دې يو باصلاحيته او پاک نفسه پلاوی وګماري ترد افغاني رسالت او ورسپارل شوې دندې دښه ترسره کېدو په موخه په ولاياتو کې دقيقه سروی وکړي او ښکاره کړي، چې په پښتنو ولاياتو کې څومره پروژې په کومو دلايلو په ټپه ولاړې دي؟ د ولسمشر له لوري د ترسره شويو کارونه چې د بدلون په لسيزه کې شوي د ستاينې وړ دي، د پورته کار د ترسره کولو وروسته د پښتنو په زړونو کې به دولسمشر لپاره نوره هم مينه زياته شي، او د دقيقې مطالعې وروسته چې پلاوی يې ترسره کوي، بايد اړونده وزارتونو ته جدي هدايت ورکړل شي چې په لنډه موده کې دې د ولاړو پروژ و دکار شروع شي، چې په يادو ولاياتو کې به ټولې ستونزې حل شي، او هغه وزیر  صاحبان چې ستاسو (ولسمشر) حکم ته غاړه نه کېږدي له دندې ليرې او پرځای دې بل وړ شخص وګمارل شي.   صمد افغان