د ښار جوړونې وزارت؟؟؟

 
په هېواد کې د تېرې یوې لسيزې پرمختګ د پام وړ دی، په يو شمېر برخو کې ډېر پرمختګونه شوي چې د يادونې وړ دي، ولې ځیني ستونزې او مشکلات اوس هم پرځای پاتې دي، چې يو له هغو څخه يې د ښار جوړونې برخه ده، په هېواد کې د پلازمينې کابل ترڅنګ يو شمېر لوی او واړه ښارونه شتون لري، چې بايد په تېرو لسو پرمختيايي کالونو کې يې د پلان سره سم پرمختګ کړی وای او د پلان سره سم يې ستونزې هوارې کړی وای، ولې بايد وويل شي، چې ياد وزارت په اوړنده برخه کې څنګه چې لازم و کارونه نه دي ترسره کړي، د دې وزارت دنده او مسووليت دی، چې بايد ښارونه د نقشې او پلان سره سم جوړ شي، په ښار جوړونه کې د ښارجوړونې ټول نورومونه په نظر کې ونيول شي، او له هغه وروسته لاس په کار شي، چې له يوې خواء د عامه خلکو ستونزې هوارې شي له بل پلوه ښارونو ته ښکلاء ور په برخه کړي، چې د يادو کارونو په ترسره کولو کې د ښار جوړونې وزارت پاتې راغلی. ښار  جوړونې وزارت د ښاغلي ډاکټرحسن عبدالهی تررهبرۍ لاندې فعاليت کوي، چې په راس کې يې درې معينيتونه دي، هر معينيت اړوند رياستونه لري، چې د ټولو رياستونو شمېر يې ۱۶ ته رسېږي، خو تراوسه يې ۱۶ کارونه هم د يادولو وړ ندي، او که د يادولو وړ دي کوم دي او چيرته ترسره شوي؟، ولې د نه يادولو يې ډېر څه دي چې بايد رابرسېره شي، په دې وزارت پورې اړوند يو شمېر داسې شخصي ښارګوټې تړاو لري، چې د همدې وزارت له لوري ورته د کار کولو جواز هم ورکول شوی مګر ځمکه يې غصب ده او پر غصب ځمکه د ښارګوټو د جوړلو امر ورکړل شوی، شخصي کارونه پکې ډېر اسانه او ژر خلاصېږي مګر حکومتي کارونه بیا مياشتې او حتی کالونه نيسي چې خلاص شي، وزارت لکه د نورو وزارتونو په شکل د اداري فساد په لومو کې پرېوتی، هغه اشخاص چې د وزیرصاحب نږدې وي، مزې يې دي، پنځه واړه ګوتې يې په غوړيو کې دي او هغه څوک چې بيا رسمي مامورین وي خو د وزیرصاحب سره ارتباط نه لري د لياقت درلودلو ترڅنګ ستونزو سره مخ وي. د دې وزارت اړونده اشخاصو اقتصادي بانډونو سره لاس يو کړی، او د سهم اخيستو په مقابل کې کارونه کېږي، نه د کوم حق او وطندوستۍ په مقابل کې، له بل لوري دا وزارت د ولسي جرګې د وکيلانو له لوري هم تر اغيز لاندې راغلي او د وکيلانو ډېر روب داب پکې چلېږي. په هېواد کې د ښاري پراختيا ستونزې د حل او د ښار جوړونې حلقې ټولې دې وزارت پورې اړوند دي، پکار ده، چې دا وزارت په خپله برخه کې لازم کارونه ترسره کړي، چې له يوې خواء هېوادوال خوشحاله وي او له بل لوري ښارونه ځانګړې ښکلاء ولري. محمدياسین حسين