
د افغان پيپر په ځواب
کې!
ليکوال: عصمت الله سپڅلی
ESMATULLAHSPESALAY@GMAIL.COM
په نوره نړۍ کې چاپي،
غږيزې، انځوریزې او انټرنيټي خپرونې تر ډيره ملتونو ته مثبت فکر ورکوي. چې ښه
بيلګه يې په عربي نړۍ کې روان پاڅونونه او د ملتونو برياوې دي چې يوازې د فيسبوک
پاڼې پکې رول درلود. خو په افغانستان کې بيا داسې نه ده. کابل پريس د افغانستان د
تجزيې په اړه ټول پوښتنه کوي، افغان پيپر بيا پکې ملي يو والي ته زيان رسونکې
ليکنې خپروې.
زه به ډير لرې نه ځم د
افغان پيپر ويبپاڼې د ((صدای پای فاشیزم
)) چې د
حقيار په نوم يو مستعارنومي کس ليکلې پوښتنو ته ځواب و وايم: ده په خپله ليکنه کې
ډيرې خبرې کړي دي چې په ټولو خبرو يې خبرې کول هسې د وخت ضايع کول دي او کومه ګټه
به ونه لري. خو پوښتنې يې چې کړي دي بايد ځواب ورکول شي دوی دا ليکنه د ژوندون
ټلويزيون په مشر پوهنوال محمد اسماعيل يون او ژوندون راډيو ټلويزيون باندې کړې:
د ده پوښتنې په لاندې
ډول دي:(( يون د ژوندون ټلويزون لپاره دوه نيم ميليونه ډالره له کومه کړل؟ د کوم
ثبوت په لرلو سره يې ملي ټلويزيون شل جريبه ځمکه غصب کړې؟ دريو تنو پاکستانيانو ته يې افغاني تذکرې يا
پيژندپاڼې ولې جوړې کړي؟ ولې د امنيت په شورا کې د مشاور په توګه دنده تر سره
کوي...؟ ولې ستاسو او مشرف خبرې د اکثريت په اړه يو شانې دي؟))
د لومړۍ پوښتنې ځواب: که
چيرې لیکوال د افغانستان تبعه وي چيرې په بل هيواد کې نه وي نو د ژوندون راډيو
ټلويزيون مخ د ټولو افغانانو پر مخ خلاص دی او هلته په ژوندون کې په جوړ شوي څلي د
دې پيسو د ورکونکو نومونه شته دي چې دی کيدای شي هلته ورشي او هغه ټول نومونه د
دوی پيسې سره جمع کړي او بيا دې خپل قناعت حاصل کړي.
د دوهمې پوښتنې ځواب:
ژوندون راډيو ټلويزيون شل جريبه ځمکه کې نه بلکه په څلور جريبه ځمکه کې جوړ شوی دی
او دا ځمکه غصب شوې نه بلکه په کرايه نيول شوې چې بيا يې هم دی کيدای شي اسناد
وګوري او هر چا ته دې د مارشال، خليلي، محمدي او نورو مجاهدينو او زور واکو خيال
نه کوي، ځکه يون صيب لوستی سړی دی هغه له پيله تر دې دمه تل د حق پلوي کړې تل یې
په خپلو ويناوو کې ظالم او ظلم غندلی دی چې په ويناوو يې د رسنيو د خونديځ تر څنګ
د يوټيوب پاڼه ډکه ده. د ژوندون پيل او بيا نشرات ټول د افغانستان له شته قانون
سره سم و او په تدريجي ډول پرمختګ کوي. که چيرې يون صيب داسې غصبونه کولای اوس به
ډير په مخ تلی وای ټلويزيون به د نورو پيسه لرونکو ټلويزيونونو په څير ډيرې معياري
او په ډيرو لګښتونو جوړې شوې خپرونې لرلای او يون صيب به هم اوس لس اته زرهي موټر
لرلای. خو د ژوندون ټکنۍ خپرونې، مالي ستونزې د دې ښودنه کوي چې کار يې په صداقت
پيل شوی دی او دوی غواړي چې په تدريجي ډول سره پرمختګ وکړي. دوی په غصب، پروژو،
بهرني ملاتړ، بهرنيو ته په جاسوسي هیڅ ډول باور نه لري.
د دريمې پوښتنې ځواب: په
ژوندون ټلويزيون کې پاکستاني نشته دي. ليکوال بايد په افغانستان کې د شته قومونو،
لهجو، څيرو په اړه بايد له سره لوستل او څيړنه پيل کړي، ځکه زه ډيرو ولايتونو ته
تلی يم هلته مې ډيرې خبرې اوريدلي دي او ان په ډيرو ځايونو کې د ختيځو سيمو
اوسيدونکي د پاکستاني په نوم د پوليسو تر پوستو پورې بيول شوي دي، چې زه په خپله
تير کال په پنجشير کې د داسې يوې پيښې ښکار شوم او نيږدې و چې په نيمه شپه مو شته
سرتيري ولوټي خو شکر و چې تذکرې راسره وې او څه ناڅه مو ځوابوه منطقي و. تر ډيره
په هيواد کې د لهجو په برخه کې ډيری لیکوالان غلطي کوي. تر دې وړاندې د ملي امنيت
وياند هم ورته ادعا په ژوندون ټلويزيون کړې وه چې وروسته يې بخښنه هم وغوښته او
ژوندون راډيو ټلويزيون يوازنۍ خپلواکه افغاني رسنۍ وه چې د حساب ورکولو چلنج يې
ورکړ او له ملي امنيت، رسينو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او افغان ملت څخه غوښتنه
وکړه چې د حساب ورکولو په ترڅ کې ژوندون لومړنی ټلويزيون دی چې دې پروسې ته حاضر
دی او دا کار يې وهم کړ.
د څلورمې پوښتنې ځواب:
پوهنوال يون صيب هم د افغانستان دی، او د افغانستان د يو وګړي په توګه حق لري چې
په هر دولتي پوزيشن له رياست نيولې بيا تر وزارت پورې کار وکړي. که چيرې په هيواد
کې روان دولتي جوړښت ته وګورو د علميت پر بنسټ به ډيرو کمو خلکو ته څوکۍ ورکول شوي
وي، چې مارشال، خليلي، محمدي او څو نور يې ښې بيلګې دي. خو يون له پوهنتون څخه
فارغ، د ماسټري لرونکی او د څو ديرشو کتابونو لیکوال دی چې کتابونه يې په کتابتونو
او ډيرو پاڼو کې شته چې نه يوازې د امنيت
په شورا کې د مشاور بلکه د وزارت وړتيا او اهلیت هم پکې شته دی خو زه اوس هم يون
صيب ته د ورکړل شوي پوزيشن ورکړه انصاف نه بولم بلکه بايد تر دې هم پورته پوزيشن
ورکول شي.
د پنځمې پوښتنې ځواب: د
خپل قوم او ولس د حق غوښتل د هر وګړي حق دی او په دې سره هيڅوک فاشيست کيدای نشي
دا چې نن په پښتنو کې یوازنی پښتون يانې يون صيب د خپل ولس حق غواړي دا يې تعصب نه
بلکه حق دی. او دا چې ولې يې له مشرف سره اند ډير نيږدې دی لیکوال دې مهرباني وکړي
او دا پوښتنه دې له مشرف څخه وکړي. ځکه يو څوک چې ځان ته د ليکنې حق ورکوي بايد
هرڅه يې په اسنادو برابر وي.
ليکوال په خپله ليکنه کې
يون يو فاشيست بولي او وايي چې دی تل په خپلو خبرو کې له کوم دليل پرته ادعا کوي
چې حق وحقدار ته نه دی رسيدلی او د اکثريت حق تر پښو لاندې شوی دی. ښاغلی ليکواله
ته وګوره په ټول دولت کې سياسي واک وګوره بيا راشه اقليت او اکثريت ته تر هغه
وروسته قضاوت وکړه.
يوه عجيبه خاطره درته و
وايم، زه هم له ډيرو رسنيو سره اړيکې لرم، چاته ليکنې کوم، چاته خبرونه جوړوم او
له چاسره سره هم د سمون په برخه کې کار کوم، يو وخت مې په يوه ويبپاڼه کې يو خبر
خپور کړی و، چې د محمدي له لوري د ځمکو د غصب او په قصبه کې په کوچيانو د شوي زور
زياتي له کره اسنادو ، انځورونو او ويډيوګانو سره يو ځای راپور و. را پور خپور شو،
يو وارې راته يو کس فون وکړ چې په رينجر پسې دې تړم تا له داسې يو کس سره غيږ
ورکړې چې د دفاع وزير او د نيږدې درې لکه قواوو واک ورسره دی، دې سړي ته خو مې رټ
ځواب ورکړ چې لاس دې خلاص. يو بل پکې را پيدا شو، دې کس را دستي ديني مسلې شروع
کړې، چې محمدي مجاهد دی، جهاد فرض دی، تعصب حرام دی، ته بايد داسې ونکړې دا له
جهاد سره جفا ده د خدای له امر سره جفاه ده هغه ده او دغه. دې سړي سره چې لږ په
نرمه غږيده ما ورته وويل چې وروره دا د حق غوښتل، د آواز اوچتول
او............تعصب دی، ده ويل نه. بله پوښتنه مې ترې وکړه چې په ښار کې له کورونو
شړل، د ملي اردو ور استول او هلته د خلکو وهل ډبول د محمدي کار دی که د ښاروالۍ؟
نوموړي بيا هم وويل چې دا خو د ښاروالۍ کار دی. بله پوښتنه مې ترې دا وکړه چې دا
اوسنۍ ملي اردو د ټول افغان ملت ده کنه شمال ټلواله ده او يوازې به د شمال ټلوالې
ګټې خوندي کوي؟ نوموړي بيا هم ځواب راکړ چې نه دا خو د افغانانو اردو ده او هيڅوک
ترې شخصي ګټه نشي پورته کولای. پوښتنه مې ترې وکړه چې تعصب يوازې پښتنو ته حرام دی
کنه تاجکو، ازبکو، هزاره وو او نورو ته هم؟ ده وويل چې نه ټولو ته حرام دی. نو مې
ورته وويل چې ته بايد دا مسلې په لومړي سر کې محمدي ته وکړې بايد هغه وپوهوې، ځکه
ده لومړی په کورنيو چارو وزارت کې پښتانه وځپل، اوس يې نيږدې سل تنه پښتانه له
خپلو پوستونو لرې کړي دي او په ځای يې د شمال ټلوالې کسان ګمارلي دي چې د دې کسانو
نومونه او پوره اسناد هم موجودي او زه حقيار غوندې هسې اوتې بوتې نه ليکم لکه څنګه
چې حقيار ته چلنج ورکوم څو يې زړه سپين شي همداسې په هره ليکنه خپل لوري ته چلنج
ورکوم.
زه اوس دې ته حيران يم
چې دا د حقيار په څير بدل نومي ليکوالان ولې ليکنې افغاني ارزښتونو ته په کتو سره
نه کوي، که زه له ده پوښتنه وکړم چې تمدن، راه فردا، نګاه ټلويزيونون، انصاف
ورځپاڼې، کابل پريس، همدې افغان پيپر ته پيسې څوک ورکوي دی به د دې وړتيا ولري چې
داسې کره ځواب راکړي. ځکه تر ژوندون ټلويزيونه د تمدن امکانات ډير دي، جوړه شوې
مدرسه د خوشال خان ليسې په ځمکه جوړه شوې او کره غصب دی او ملا محسني پکې لمونځونه
هم کوي خو اسلامي اصل دی چې په غصب شوې ځمکه لمونځ نه کيږي دا څه ډول اسلام او
اسلامي مدرسه شوه، په دې مدرسه ډير لګښت راغلی دی چې ميليونونو ډالرو ته رسيږي د
دې پوښتنه ولې نه کيږي. ولې په ښار کې د زرګونو جريبه غصب شويو ځمکو پوښتنه نه
کيږي، د مارشال په پیسو په جاده کې د جوړو شويو لوړ پوړيزو ودانيو پوښتنه نه کوي،
ولې د مارشال او محمدي په پيسو د جوړ شوي آريا ښارګوټي پوښتنه نه کوي چې دا ځمکه د
چا ده. ولې پوښتنه نه کوي چې د هوايي ډګر د قصبې له سيمې کوچيان د کوم دليل له
امله د ملي اردو په زور ويستل کيدل، دليل مالوم دی مارشال او محمدي پکې ښارګوټی
جوړاوو. ليکوال باید په لومړي سر کې په دې باندې ځان خبر کړي.
بل دا چې تشې خبرې يو کس
نشي نوم بدی کولای، يون اوس په خپل ولس کې ځليدلی دی، حساب يې ورکړی دی، ټلويزيون
يې مالوم دی، بيا هم وايم چې د دې پیسو او لګښتونو ټول ليست په ژوندون کې د ژوندون
د څلي په نوم په جوړه شوي ډبرين څلي روښانه دي.
په دې هيله چې په
افغانستان کې ټول واقعيتونه و وايي او هرڅه مستدل وليکي، ځکه په يوه څپيړه سل
مخونه خوږيږي، يون اوس د يو ولايت ارزښت نه دی، د يو ستر قوم چې تر سخت
استخباراتي، فرهنګي، اقتصادي او........ تيري لاندې دی ارزښت دی. په دې هيله چې
ټولې رسنۍ ارزښتونو ته پام وکړي، هغه څه خپاره کړي چې واقعيت پکې وي. په پای
کې يوه خبره کوم زه نه په ژوندون کې کار کوم، نه هم له يون سره کومې نيږدې اړيکې
لرم، خو يوه اړيکه چې ورسره هغه داده چې يون مې ارزښت دی او يون د پښتون ولس منطقي
ژبه ده.
په درنښت.
عصمت الله سپڅلی