
نظرمحمد مطمئن
د ملګرو ملتونو اداري (په کابل کي د يوناما دفتر) غوښتل او غواړي چي په ترکمنستان کي د سولي اړوند داسي کنفرانس جوړ کړي چي وسلوال مقاومت، اسلامي حزب، شمال ټلوالي، او کابل اداري استازو سربيره د مدني ټولنو او بشر حقوقو استازي هم ګډون وکړي.
دترکمنستان کنفرانس کی پو شمير افغان او بهرنيو سياسي څيرو ته هم د ګډون بلنه ورکول شوي، او دارنګه د ملګرو ملتونو د استازو سربيره به د ځينو بهرنيو هيوادونو استازو هم ګډون کاوو.
په ترکمنستان کي د ملګرو ملتونو له لوري د کنفرانس جوړيدلو په موخه ځيني لومړنۍ او مشورتي ناستي په کابل او اماراتو کي هم وشوي، چي ددغو ناستو په نتيجه کي له وړانديزونو او مشورو څخه د ملګرو ملتونو استازی هم راضي ښکاريدل، او خپلي هڅي يې نوري هم ګړندۍ کړي.
په پاريس کنفرانس کي د طالبانو مثبو سياسي لاسته راوړنو د کابل اداره اړ کړه چي په بهر کي د ورته ناستو مخه ونيسي، برعکس د پاريس کنفرانس څخه مخکي دکابل اداري او سولي عالي شوری غوښتل چي په بهر کي داسي کنفرانسونه جوړ شي چي هلته د سولي عالي شوري د ګډون سربيره د طالبانو استازي هم ګډون وکړي.
د سولي عالی شوری او کابل اداري د امريکا په خوښه په خپل ټول توان سره هڅه وکړه چي دکيوټو او پاريس کنفرانسونو کي د طالبانو له استازو سره په پټه په مخامخ ډول خبري وکړي، ولي طالبانو په دواړو کنفرانسونو کي د سولي عالي شوری او کابل اداري سره د خبرو کولو غوښتنه رد کړه.
د کابل اداري او امريکا له طالبانو سره د کابل اداري د استازو په پټه مخامخ خبرو څخه موخه دانه وه چي د رښتوني سولي له پاره په ګډه کار ؤشي، بلکه موخه او هدف يې داوو چي که دوی وتوانيږي او د طالبانو له استازو سره پټي خبري وکړي، بيا هغه د رسنيو له لاري خپري کړي او د طالبانو هغه ادعاء چي له کابل سره به خبري نه کوي، دروغ ثابته کړي، هغه د چا خبره يو ټک او دوه نښانه:
لومړی: د کابل اداري له دغسي اعلان سره چي دطالبانو سره پټي خبري شوي، د طالبانو له خوا به يو ځل بيا اعلان کيدی چي د سولي خبري دروي. او کابل به د سولي د پروسي د توقف او ناکاميدو پړه پر طالبانو اچوله.
دوېيم: د سياسي او جنګي طالبانو په منځ کي به لوی درز او بې باوري رامنځته کيدله، او جنګي طالبان به نور په خپلو سياسي مشرانو بې اعتماده کيدل، چي همدغسي کړنو به بالاخره د طالبانو ترمنځ وېش او بيلوالي ته زمينه برابروله.
امريکا او د کابل اداره په تيرو دوو کنفرانسونو کي ونه توانيدل چي په خپله ګټه لاسته راوړني ولري، برعکس ددوی په پرتله طالبانو ښي سياسي لاسته راوړني درلودلي، له همدي امله د روان کال د جنوري پر ۱۱مه نيټه کرزي په واشنګټن کي د امريکا د ولسمشر بارک اوباما څخه د هغوی په خوښه دا غوښتنه وکړه چي نور له افغانستان څخه بهر په نورو هيوادونو کي د سولي اړوند مجلسونو ته اجازه ورنه کول شي.
روانه اونۍ (۲۹ جنوري ۲۰۱۳ ) ښاغلي کرزي رسما اعلان وکړ چي نور له افغانستان څخه بهر په نورو هيوادونو کي د سولي اړوند کنفرانسونو کي خپلو استازو ته د ګډون اجازه نه ورکوي، او دارنګه له نورو بهرنيو هيوادونو څخه هم غواړي چي د سولي اړوند هڅي د سولي عالي شوری د غوښتنو په نظر کي نيولو سره پرمخ يوسي.
طالبان بيا وايې چي د امريکا سره مخامخ خبري کول غواړي ځکه چي هغوی د پريکړو واک او صلاحيت لري، او کابل اداري سره ځکه خبري نه کوي چي د پريکړو واک او صلاحيت نه لري.
داسي معلوميږي چي د سولي اړوند کومي نیمګړي هڅي رواني وي هغه هم د په ټبه دريدو په حالت کي دي.
معلوميږي چي امریکا د سولي په پرتله جنګ ته ترجيح ورکوي او غواړي چي دغه جنګ ادامه پيداکړي، په افغانستان کي دايمي اډي ولري، او له همدي ځایه منځنۍ آسيا او ايران تهديد کړي.
په ۲۰۱۰ م کال کي د سولي عالي شوری ترڅنګ د ځينو بهرنيو هيوادونو له خوا څخه د سولي په نوم هځي او ناستي پېل شوي.
له ۲۰۱۰ بيا تر ۲۰۱۱ پوري د بهرنيو هيوادونو له خوا څخه د کابل اداري په پټه او ښکاره ځيني د سولي اړوند ناستي په بهرنيو هيوادونو کي د وسلوال مقاومت د خواخوږو او بهرنيانو ترمنځ وشوی، همدغو پټو ناستو دېته لاره هواره کړه چي بهرنيان او طالبان په جرمني کي سره کښيني، د همدغو پټو ناستو په نتيجه کي له طالبانو سره دامريکا هيواد په شمول ځينو نورو مهمو شکيلو بهرنيو هيوادونو ژمنه وکړه چي په قطر هيواد کي به رسمي دفتر ورته ورکول کيږي او دغه دفتر به د امريکا او په افغانستان کي په جګړه کي د شاملو بهرنيو هيوادونو له خوا په رسميت پېږندل کيږي.
ډير ژر د امريکا به خوښه د قطر دفتر سره په ښکاره ډول دکابل اداري خپل مخالفت اعلان کړ، د سولي عالي شوری هم د قطر دفتر په اړه پاروونکي څرګندوني وکړي.
پاکستان او سعودي عربستان ترخپله وسه هڅه وکړه چي د قطر دفتر د بهرنيانو له خوا په رسميت ونه پېږندل شي، چي بالاخره د امريکايانو په خوښه د قطر پروسه د کابل ادري، پاکستان او سعودي له خوا څخه سبوتاژ او د تعليق په حالت کي ولويدله.
دکابل اداري او پاکستان له دي هڅو سره سره بيا هم د قطر دفتر ځیني لويې سياسي لاسته راوړني درلودلي.
لومړی: د جاپان هيواد په کيو ټو ښکار کي د دوشيشا پوهنتون له خوا د سولي اړوند کنفرانس (۲۷مه د جون ۲۰۱۲) کي د قطر دفتر څخه قاري دين محمد په رسمي ډول د افغانستان د اسلامي امارت په استازيتوب ګډون درلود، او د جاپان هيواد له خوا هم د افغانستان د اسلامي امارت په نوم بلل شوی وو.
دوېیم: د پاريس کنفرانس ( ۱۸مه ډسمبر ۲۰۱۲) کي د قطر دفتر څخه د افغانستان د اسلامي امارت په استازيتوب مولوي شهاب الدين دلاور او دکتور محمد نعيم وردګ ګډون وکړ، د فرانسي هيواد له خوا څخه بيا هم دغه استازي د افغانستان د اسلامي امارت د ر سمي استازو په نوم وربلل شوي وو.
په فرانسته کي د طالبانو استازي وتوانيدل چي خپل نظر او دريځ نړيوالو او خپلو مخالفينو ته په ښکاره ډول سره وړاندي کړي، دا ډول هغوی د رښتوني سولي په مخ کي خنډونه او هغه پټ لاسونه هم وښودل چي ددغه پاک او سپيڅلي نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
د پاريس په کنفرانس کي طالبانو د سولي په مخ کي لوی خنډ د کابل اداره وګڼله او ويې ويل چي د کابل اداره د سولي دهر ډول خبرو او پروګرامونو د سبو تاژ کولو هڅي کوي، دا رنکه يې امريکا هم پړه وګڼله چي د طالبانو سره د بنديانو په تبادله کي پاتي راغلي او دقطر دفتر په رسميت پيږندلو کي له خپلي وعدي په شا شوي.
د پاريس کنفرانس کي د طالبانو استازي وتوانيدل چي د شمال ټلوالي، مدني ټولنو او مهمو سياسي څيرو غوږونو ته خپل د سولي رښتوني پېغام او اواز په مخامخ ډول ورسوي، دا ډول هغوی وتوانيدل چي دغه ياد شوي ډلي او کسان وپوهوي چي طالبان نه غواړي چي يو انحصاري او په خپلي ډلي پسي تړلي حکومت ولري، بلکه غواړي چي يو افغان شموله اسلامي حکومت په افغانستان کي راشي. داسي حکومت چي د ټولو افغانانو حقوق پکي خوندي وي.
د پاريس کنفرانس څخه وروسته د شمال ټلوالي او مهمو سياسي څيرو په نظرونو او له وسلوال مقاومت سره په تګلاره کي بدلون وليدل شو، دغه مثبت بدلون د کابل اداري ونه شو زغملای او هڅي يې پېل کړي چي د دغسي مثبتو کنفرانسونو مخه ونيسي.
يولس کاله مخکي زموږ په هيواد کي د سولي اواز او ږغ هيڅ معنی نه درلودله، او دغه سپيڅلي اواز د يرغلګرو او کابل اداري له خوا څخه وانه وريدل شو.
وسلوال مقاومت تر ۲۰۰۲ م کال پوري هيڅ منظم پلان نه درلود او نه يي په هيواد کي دننه او بهر کوم د پام وړ عمل او موجوديت ښکاره کيدی، د ۲۰۰۳ م کال په منځ او اخر کي په ځينو خاصو ځاينو کي وليدل شو او غوښتل يي چي ځانونه د جګړي له پاره چمتو کړي، په ۲۰۰۴ م کال کي ځای ځای يې وړي حملي وکړي، او په ځينو ځانګړو ځاينو کي لويو لارو ته هم راووتل، په دي ډول يي ځان په هيواد کي دننه وښود.
وسلوال مقاومت په ۲۰۰۵ کلونو کي ځيني مهم دولتي او نړيوالي اداري په نښه کړي، بمي حملي يي وکړي او دا ډول وسلوالي نښتي وشوي.
تر ټولو مهمه پيښه يې چي رسنۍ پر وږغيدي د کندهار ولايت د يوناما دفتر باندي بمي بريد وو، چي د وسلوال مقاومت موجوديت يې په هيواد کي دننه څرګند کړ.
جګړو زور واخستی، د کابل اداره ورځ تر بلي په بېلابېلو برحو کي کمزوري کيدله، بل خوا وسلوال مقاومت قوت پيداکوو، تر ۲۰۰۷ کال پوري په پراخه پېمانه سيمي د وسلوال مقاومت تر ولکي لاندي راغلي.
همدغه د کابل اداري کمزورتيا او د وسلوال مقاومت پرمختګ کابل اداره او بهرنیان مجبور کړل، چي د سولي او پخلايني تر نامه د حضرت صبغت الله مجددي په نوم اداره جوړه کړي.
د سولي او بيا پخلايني ترنامه لاندي پروګرام دومره ناکام وو چي له پېله تر پايه يې نه کومه لاسته راوړنه درلودله او نه يې هم د رښتوني سولي له پاره لاره هواره کړه، هغوی لوی کار داوکړ چي د سولي او بيا پخلايني د پروګرام د ډالرو د مصرف جعلي بيلونه يې په سړو مغزو جوړول او د سولي په نوم ډالر یې خپلو جيبونو ته اچول.
د سولي عالي شوری د بهرنيو هيوادونو او کابل اداري په خوښه دوېيمه ناکامه هڅه وه چي د سولي پاک او سپيڅلی نوم يې نور هم زموږ په هيواد کي وشرماوو، د سولي عالي شوری مشري يوي ځانګړي په جنګ کي ننوتي ډلي ته وسپارل شوه، د سولي عالي شوری ته ډیری پخواني جنګسالاران، قاتلان او په بېلابېلاوو جنايې جرمونو ککړ کسان معرفي شول، ډير لږ د ګوتو په شمار داسي کسان پکي غړيتوب ترلاسه کړ چي هغوی له پورته جرمونو او نومونه څخه خپل ځانونه پاک بلل.
د سولي عالي شوری له همهغه پېله بهر ته د سفرونه پرمصرفه پلان جوړ کړ، د پاکستان، سعودي عربستان، ايران او ترکیې په ګډون ځينو هيوادونو ته یې سفرونه وکړل، ناستي او مجلسونه یې درلودل، خو داهرڅه له لويه سره نمایشي ښکاره کيدل، بل داچي همدغه د سولي عالي شوری مشرتابه او باصلاحيته غړي په کلونو کلونو د وسلوال مقاومت سره د جګړی يو لوری پاتی شوی وو، نو هيڅ داسي توجيه نه شوای کيدلای چي په رښتيا به هم د سولي عالي شوری د سولي په پروسه کي د پام وړ پرمختګ وکړي.
وسلوال مقاوت د سولي عالي شوری سره هر ډول خبري او اړيکي رد او جرم وګڼلي، بهرنيانو او کابل اداري د سولي عالي شوری په شتون کي د درواغجني سولي له پاره په نورو پلانونو هم غور او فکر کاوو، لا هم بوخت دي چي نړيوالو او عام افغان ولس ته وښﺉې چي دوی سوله غواړي ولي وسلوال مقاومت جنګ کوي او د سولي خبرو ته نه کښيني.
زما د معلوماتو له مخي امريکا او کابل اداره نه غواړي چي د سولي له لاري د افغانستان جګړه ختمه شي، او په افغانستان کي يو افغان شموله قوي او مستحکم حکومت راشي.
ښه داده چي وسلوال مقاومت، شمال ټلواله، مدني ټولني، په افغانستان کي دننه لوی او واړه ګوندونه او سياسي څيري په خپلو منځونو کي سره کښيني او د يو بين الافغاني تفاهم په نتيجه کي پر يو موقت حکومت توافق ته سره ورسيږي.
۱ فيبروري ۲۰۱۳