په لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې، امن او بیا رغونه د دولت لومړیتوب دی

په لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې، امن او بیا رغونه د دولت لومړیتوب دی
څه موده وړاندې، ګلوبل پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړ، چې ګواکې وسلوال مخالفان ، د کابل تر دروازو را رسیدلي او لوګر او میدان وردګ ولایتونه به ژر سقوط وکړي. په راپور کې یوازې د وسلوالو د ګواښ په اړه خلک غږول شوي وو او د حکومتي چارواکو نظرونه پکې نه وو اخیستل شوي. دې خبر تر ګلوبل پوسټ وروسته په کورنیو رسنیو کې هم پراخ انعکاس پیدا کړ، چې له بده مرغه دلوګر او میدان وردګو ولایتونو په اړه یې په عامه ذهنیت کې ځینې تشویشونه پیدا کړل. له همدې سره د ملي امنیت شورا په ورستۍ غونډه کې، د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه ادارې په مشرۍ سکتوري وزارتونو ته دنده ورکړه، چې د دواړو ولایتونو د امنیتي وضیعت او ولسي  مورال په اړه ، راپور ورکړي. د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه ادارې، د پنج شنبې پر ورځ ، لوګر او میدان وردګو ولایتونو ته  کاري ټیمونه ولېږل ،چې هلته له سیمه ییزو چارواکو سره وګوري او د شنبې پر ورځ ، په مرکز کابل کې، د دواړو ولایتونو د والیانو، ملي امنیت رییسانو، امنیه قوماندانو او ولایتي شوراګانو د مشرانو په ګډون ، کیدونکې غونډې لپاره تیاری ونیسي.
غونډه د شنبې پر ورځ د درنې واورې له وریدو سره جوړه شوه. ولایتي چارواکو په خپلو سیمو کې، امن د ډاډ وړ وباله او د حکومتي نظام د ویجاړیدو اوازې  یې رد کړې. سره ددې چې په دواړو ولایتونو کې، له امنیتي لحاظه ستونزې شته، خو دا ستونزې دومره ژورې نه دي، چې د سیمه ییز حکومت د پرځیدو سبب شي. میدان وردګ  او لوګر، چې د کابل دروازې بلل کیږي، امنیت ټینګول یې د دولت مهم لومړیتوب بلل کیږي. په دواړو ولایتونو کې د نظامي ځواکونو  او ولس او دولت  ترمنځ همکاري، نظامي تشکیلاتو لوړول ، انکشافي کارونو ترسره کول،  زېربناوو رغول ، برېښنا رسول،  او معارف ته پاملرنه هغه غوښتنې وې، چې پدې غونډه کې مطرح شوې.
د افغان دولت د لس کلنې تجربې له مخې، کومو سیمو کې، چې خلک د ژوند ډېرو سهولتونو ته لاسرسی لري، هلته امن ښه دي. دولت په وار ، وار د افغانستان په ټولو سیمو کې، د سراسري امن د ټینګښت لپاره په متوازن انکشاف او خلکو ته د ژوند د سهولتونو په برابرولو ټینګار کړیدی او پدې برخه کې یې، عملي قدمونه هم اخیستي دي.  په غونډه کې، د عامه ذهنیت او رواني امن ګډوډیدو ته هم اشاره وشوه. رښتیا داده، چې د ولسي مورال او رواني امن ساتل، دولت ته تر ټولو ډېر ارزښت لري. دښمن کوښښ کوي، چې له مختلفو وسیلو او لارو په استفادې، عامه ذهنیت تخریش او د خلکو مورال وځپي. خو خلک له شته وضعې ، مایوس نه دي او پر دولت بشپړ باور لري. د معتبرو سرچینو د کره سروې ګانو له مخې، خلک کله هم وسلوال طالبان د دولت لپاره متبادل نه ګڼي. د دوی نا رضایتي او ګیلې د دولت سره د مخالفت په مانا نه دي. دولت په ډېرو مواردو کې، د ولس اندېښنې پر ځای بولي او تلاش کوي، د باور د راخپلولو لپاره هر کار، چې له وسې یې کیږي، ترسره کړي.
د ولس او دولت ترمنځ همکاري د غونډې بل مهم ټکی و. که له دولت سره د ولس همکاري نه وي، د زرګونو امنیتي ځواکونو پرمټ به هم، ان په یوه ولسوالۍ کې امن ټینګ نه کړي. ولس د دولت اساسي ځواک دی او همدا ولس دی، چې د تاریخ په اوږدو کې ، په تش لاس او کمو امکاناتو د وطن ارزښتونه ساتلي دي. افغان ولس به ښایي د نړۍ یوازینۍ داسې ، ولس وي، چې د ډېرو کړاونو په زغملو یې خپل ، وحدت او شناخت ساتلی دی. د شته نظام سره د ولس همکاري، له ډېرو اړخونو د اهمیت وړ ده. لومړی دا ، چې موږ له ډېرې اوږدې تراژیدۍ او زړه چاودون وروسته، د نظام دې بڼې ته رسیدلي یو، بل په داسې یوه هېواد، کې چې د ښځو زده کړه  کفر بلل کیده، د ښځینه زده کونکو، فیصدي تر دېرشو لوړول ، د ډیموکراتیکو اتنخاباتو د دوو بریالیو پړاوو ترسره کول،د ملي مسایلو په باره کې د تصمیم نیونې لپاره، دلویو جرګو رابلل  او ... اسان کارونه نه وو.
د افغان دولت اراده، معلومه ده او نه غواړي، چې د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړي. اداري فساد ، چې د ولس او دولت ترمنځ د فاصلې یو لامل بلل کیږي، د ختمولو لپاره یې،  د جلالتماب ولسمشر پنځه څلوېښتمه ګڼه فرمان بهترینه وثیقه ده. د امنیت د ښه کولو لپاره د سولې پروسه په جریان کې ده او د متوازن انکشاف لپاره تلاشونه روان دي.
په لویه کې  د بهرنیو رسنیو، دا وړ تبلیغات د اندېښنې وړ دي. زموږ ملي رسنیو ته په کار ده، چې د داسې خبرونو له خپرولو سره پام وکړي. لوګر او میدان وردګ ولایتونه د ډاډ وړ  امنیت لري او د لا ښه کیدو لپاره، یې دولت خپل ټول امکانات په کار اچوي.