
محمود احمد خان
پوهانو او پښتنو مشرانو څه ښه ویلي دي چې د وخت په تیریدا ځینې پټې چارې څرګندیږي. یا دا چې د یوې پریکړې لپاره وخت غوښتل کیږي. ځکه همدا وخت دی چې حق له باطل څخه جلا کوي. همدا یو ساعت مخکې د ۲۰۱۳ ز کال د جنوري میاشتې د ۳۰ نېټې د څلورنۍ ماښام د افغانستان پر وخت پر ۷ بجو او ۳۵ دقیقو د پاکستاني جیو ټلویزیون د حامد مېر په کوربتوب په کپیټل ټاک پروګرام کې له یوه پاکستاني متقاعد تورن جنرال شاهد عزیز سره یوه ځانګړې مرکه خپره کړه . یاد پروګرام نیغ په نیغه خپور شو.. دې مرکې تر ۸ بجو او ۳۰ دقیقو پورې دوام وکړ. د یادونې وړ ده چې نوموړي جنرال د ( یه خاموشي کهان تک ؟ ) " دا چوپتیا تر کوم حده ؟ " ترسرلیک یو کتاب لیکلی دی چې ډېرې ناویلې یې په کې څرګندې کړې دي. نوموړي د پاکستان پوځ ستردرستیزوال هم پاتې شوی. او پر نواز شریف حکومت د کودتا پر مهال د پاکستاني پوځ د عملیاتو مشر و . د کپېټل ټاک دا پروګرام له نوموړي جنرال سره د هغه دلیکلی کتاب په اړه و. یاد کتاب لا تر اوسه بازار ته نه دی راوتلی خو هیله کیږي چې په نږدې راتلونکي کې د کتاب مینوالو لپاره په کتاب پلورنځایونو کې کېښودل شي. دې پروګرام ته په کتلو دا کتاب د لوستلو دی او خورا ډېر داسې څه په کې شته چې لا تراوسه چا اوریدلي یا لوستلي نه وي. زما به هڅه دا وي چې دا کتاب ژر تر ژر ه ترلاسه او ولولم. نو بیا به یې د افغانستان په اړه د لیکل شویو ځینو پټو اړخونو په اړه قضاوت وشي. خو په دې مرکه کې څو مهم ټکي وو چې باید په اړه یې یو څه ولیکل شي.
* متقاعد تورن جنرال شاهد عزیز وايي چې زه دوه ځل د پوځي زده کړې لپاره امریکې ته ولاړم. او دواړه ځله د امریکايي چارواکیو لخوا د امریکا په ګټه زما د وفادارۍ د بدلولو هڅه وشوه. نوموړی وايي چې دواړه ځل راته د یوه امریکايي پوځي افسر لخوا وویل شول چې په امریکايي پوځ کې شامل شي یا په پاکستاني پوځ کې له خپل شتون سره سره د امریکايي ګټو لپاره کار وکړم او په دویم ځل چې د پاکستانی پوڅ اوسنی لوی درستیز اشفاق پرویز کیانی هم راسره مل و ، د کورس په پای کې د پېرو هېواد یوه افسر راته وویل چې د فري مېسن ( Freemason ) غړی شم او د هغوی له مشر سره وګورم شاهد عزیز وايي چې دواړه ځل مې له منلو انکار وکړ. او زیاتوي چې دا وړاندیز به نورو پاکستاني نظامي افسرانو ته هم شوی وي.
* پر نواز شریف د نظامي کودتا پلان له ترسره شوې کودتا چې د ۱۹۹۹ ز کال په اکټوبر کې ترسره شوه ، مخکې په پام کې نیول شوی و.
* متقاعد جنرال شاهد عریز پر دې پښیمان دی چې د جنرال مشرف د حکومت غړی و. او د هغو ټولو پریکړیو له امله ځوریږي چې د مشرف د حکومت پر مهال ترسره شوې وې. نوموړی په ځانګړې ډول په خپل کتاب کې لیکي چې زه له افغانانو او د پښتونخوا له پښتنو او له ټولو پاکستانیانو بخښنه غواړم چې امریکا ته د پاکستان د خاورې له لارې پر افغانستان د برید اجازه ورکړل شوه.
دا زما خپله تجربه ده چې ډیرو کسانو داسې کتابونه لیکلي دي چې په شعوري یا ناشعوري ډول د داسې پیښو یادونه کوي چې ګټه یې د نوموړیو مخالفینو ته رسیږي. په دې معنی چې لیکوال به یادې پېښې د عادي پیسې په ډول یادې کړې وي خو له دې پېښو به نور څوک خبر نه و. او د دې پېښې په یادولو به د تاربخ تیاره اړخونه تاریخ لیکوال ته څرګند شوي وي. زما ښه په یاد دي چې نږدې پنځلس کاله مخکې جنرال محمد نبي عظیمي د ډاکټر نجیب د وخت د کابل ګارنیزیون قوماندان د "" اردو او سیاست په وروستیو دریو لسیزو کې " په نوم یو کتاب لیکلی و. د نوموړي کتاب تر چاپ وروسته وویل شول چې نوموړی کتاب جنرال غظیمي نه دی لیکلی . یادو کسانو ویل چې یاد کتاب د
یوې ډلې یا د فخري په نوم د بل لیکوال لخوا لیکل شوی . د دې کتاب ځواب د شېرشاه یوسفزي لخوا د مجاهدینو په استازیتوب !!! د یوه بل کتاب د لیکلو له لارې ورکړل شو. په دې کتاب کې عظیمي په ناشعوري ډول د ډاکټر نجیب پر وړاندې د ترسره شوې کودتا اصلي هدف لږ تر لږه د دوو پېښو په انځورولو او لیکلو بربنډوي. د شرابو په نېشه مست د فرید احمد مزدک هغه خبرې چې د اخترک زوی ( اختر محمد د ډاکټر نجیب پلار و ) ته به داسې یو سبق ورکړو چې ټول پښتانه یې یاد وساتي او بله هغه پېښه چې کله جنرال عظیمي د ملګریو ملتونو په دفتر کې د پنااخېستونکي ډاکټر نجیب لیدلو ته ورځي او د خپل چټل ذهن خبرې چې له ډاکټر نجیب سره د لیدو پر مهال یې په ذهن کې ګرځي یادونه کوي. په لنډ ډول ویلای شو چې عظیمي له ځان څخه په تش نوم د ناپښتنو استازی جوړ کړی او د پښتنو پر وړاندې یې د جبل السراج تړون تر لاسلیک وروسته د نوموړي تړون د پلي کوونکې اجیرې ملېشې دنده ترسره کړه. په داسې حال کې چې په تش نوم پښتون ډاکټر نجیب یې یوه ورځ مخکې د ده او د ټول پوځ اعلی سرقوماندان و!!!!
اوس راځم د پاکستاني پوځ متقاعد تورن جنرال شاهد عریز د مرکې مهمو ټکیو ته چې نوموړي ورته د خپلې مرکې په ترڅ کې اشاره وکړه او په خپل نوي لیکل شوي کتاب کې یې په تفصیل یادونه کړې ده. له ټولو مهم ټکی چې نوموړي ورته اشاره وکړه هغه د فري مېسن د پټ ګوند یادول دي. لوستونکیو ته باید په لنډ ډول وویل شي چې فري مېسن چې په پښتو کې ورته " وړیا خټګر" ویلای شو هغه ډله ده چې د دجال د راتګ لارې څاري او د نوموړي د راتګ لپاره لار هواروي. یعنې دا یوه دجالي ډله ده دا نو بیا یو بیل بحث او لیکنې ته اړتیا لري چې فري مېسن څه دی؟ کله رامنځته شو؟ د دې ډلې موخه څه ده ؟ څوک یې غړي دي؟ په کومو هېوادونو کې زیات فعال دی؟ کومې مهمې چارې یې ترسره کړي دي ؟ او پر کومو چارو بوخت دی؟ د دې ډلې اهمیت له دې هم څرګندیږي چې د امریکا لومړی ولسمشر جورج واشنګټن د دې ډلې غړی و. یعنې د انګریزانو پر وړاندې د امریکا د ۱۷۷۰ مې لسیزې د پاڅون ګوونکیو زیات مشران د دې ډلې غړي وو. د انګلستان واکمنه کورنۍ د فري مېسن غړې ده. او اوسمهال د دې ډلې له هوکړې پرته هیڅ څوک د امریکا ولسمشري ته رسیدای نشي. لومړۍ او دویمه نړیوالې جګړې همدې ډلې رامنځته کړې وې . او په جنوبي آسیا سیمه کې تر ټولو مهمه پېښه چې د ۱۹۴۷ ز کال په آګسټ میاشت کې هندوستان ووېشل شو او د " پاکستان " په نوم یو نوی هېواد؟! رامنځته کړای شو، هم د همدې فري مېسن ډلې لخوا ترسره شوه. ویل کیږي چې د پاکستان لومړی هېوادمشر محمد علي جناح هم د همدې فری مېسن ډلې غړی و. اوس چې جنرال شاهد عزیز وايي چې نوموړي ته په امریکا کې دوه ځل د فری مېسن د غړیتوب وړاندیز وشو او ده رد کړ دا څرګندوي چې د پاکستان د پوځ ځینې لوړپوري افسران . د استخباراتو ادارې غړي ، سیاستوال د فری مېسن ډلې غړي وي.
وګورﺉ د ۱۹۹۹ زکال په اکټوبر میاشت کې د جنرال مشرف لخوا پر نواز شریف کودتا کیږي او په ۲۰۰۱ زکال د سپټمبر ۱۱ نېټې پېښه رامنځته کیږي. او تر دې پیښې یوه میاشت وروسته پر ګران هېواد افغانستان د پاکستان په پوره ملاتړ ا ومرسته یرغل کیږي او دا جګړه تر نن ورځې دوام لري. او بیا دې ته تاسو پام وکړﺉ چې مشرف او د هغه په پریکړیو کې شریک نظامي ملګري له پاکستان څخه پرته له دې چې څوک ورته څه ووايي او یا تاوان ورورسوي وځي او دا پنځه کاله کیږي چې په اوروپا او امریکا کې په آزاد ډول ګرځي او په امریکايي او اوروپايي پوهنتونو کې ویناوې کوي . په لنډ ډول ویلای شو چې :
* پر افغانستان تر یرغل او برید مخکې په پاکستان کې جنرال مشرف او د هغه ډله واک ته رسول ،
* په امریکا کې د سپټمبر ۱۱ پېښه رامنځته کول ،
* په پټو سترګو د دې پېښې مسؤلیت پر اسامه بن لادن اچول چې هغه مهال په افغانستان کې و ،
* او بیا د پاکستان په پوره ملاټر او مرسته پر افغانستان برید کول هغه سازش او د لویې لوبې ګړۍ دي چې زموږ ولس یې نن د اور پر تبۍ کینولی دی. او د دې جګړې ټولې ناخوالې موږ پښتانه ګالو. دا ټولې چارې د همدې فري مېسن ډلې لخوا ترسره شوې دي.
او په پای کې جنرال شاهد عزیز له افغانانو او د پښتونخوا له پښتنو بخښنه غواړي چې دوی ټول د دې ناروا جګړې د سون توکي شول. موږ باید نوموړې ته ووایو چې دا هر څه په تشو بخښنو نه کیږي ځکه دا لوبه اوس هم د پاکستان په مرسته روانه ده او د اسلام د دې کلا ؟؟؟!!! په ملاتړ او د فری مېسن د یوه ملاتړي هېواد په توګه په ابلیسي او شیطاني لوبو کې یو مهم ونډوال دی. پر موږ پښتنو دا ناروا جګړه تپل شوې ده خو دوی دې یاد ساتې چی زموږ د دې دواړو لنډپارو ګاونډیانو پاکستان او ایران راتلونکی له هغه حالت څخه چې موږ نن سبا ورسره مخامخ یوو ډېر بد او کړکېچن دی. خو هیله مې دا ده چې الله تعالی به ان شا ْ الله د داسې پېښو رامنځته کیدو ته لار هواره کړي چې موږ له دې جګړې خلاص او د ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان د له منځته تللو او د لوی افغانستان د جوړیدا لامل شي.. د همداسې یوې ورځې د لیدو په هیله.