
د ولسي جرګې غړي سید اسحاق ګیلاني وایې چې د اوبو اوبریښنا وزیر
اسماعیل خان د وینا په اساس امریکا وایي چې پښتانه مو نه خوښېږي ځکه نو د پښتنو په
سیمه کښې پرمختیایي پروژې نه تر سره کیږي.
نن د جمعې په ورځې ۱۳/۱۱/۱۳۹۱د شمشاد د ټیلویزیون د سهار د ۱۰ بجو په خبرونو کښې سید اسحاق ګیلاني د پرمختیایې
پروژو د کارونود نه پر مختګ د لاملونو په اړه وویل چې د پکتیکا په ولایت کښې د ابو
د درې بندونو بودیجه د ولسي جرګې له پلوه د کال ۱۳۹۱ لپاره منل شوې خو په کارونو کښې یې لا هیڅ ډول پرمختیا
نده شوي. کله چې د دغې سیمې مشران او سید اسحاق ګیلاني چې د ولسي جرګې غړي دي د
اوبو او بریښنا وزیر اسماعیل خان ته ددې ستونزې د د لاملونو او ددغې ستونزې د حل
په موخې ورغلل نو اسماعیل خان ورته په ځواب کښې وویل چې ددغو پروژو پانګه د امریکا
د متحده ایالاتو له اړخه ورکول کیږي او د امریکا متحده
ایالات وایي چې پښتانه مو نه خوښیږي.
د سلیمانخیلو د قومي سراسري اجتماعی شورا
رئیس محمد ایوب خالقیار سلیمانخیل د امریکا د متحده ایالاتو په کابل کښې میشت
سفارت څخه ددغې مسلې په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د دریځ معلومولو په موخې
ټیلیفونی اړیکه ونیوله. د امریکا سفارت ددې خبرې په ځواب کښې وویل چې ددې مسلې په
اړه به څیړنې تر سره کړي او خپل دریځ به څرګند کړي.
سوال دادي چې آیا اسماعیل خان د پښتنو
مشرانو ته د کار د نه پرمختګ په اړه بل کوم ځواب نه وو او دا خبره یې د ولس د خولې
بندولو لپاره کړې، او که امریکا واقعاً داسې ویلي؟ او کچیرې امریکا داسې ویلی او
امریکا د خپل او خوا او شا۴۰ نورو ملګرو
ملکونو د عساکرو سره د شمیر په اساس د څو زرو وسله والو مخالفینو مخه نیولای نشي،
نو آیا دوي به د داسې څرګندونو سره د څه کم ۵۰ میلیونو نفوس لرونکي پښتون قوم په مقابل
کښې څنګه دریږي؟ په افغانستان کښې د پښتنو په سیمو کښې تر ټولو کم د پرمختیاي
پروژې تر سره شوي او د پښتنو سره د مور او میرې سلوک کیږي، سره له دغه سلوکه کچېرې
داسې څرګندونې هم وشي نو د ثبات د راتګ او د وسله والو مخالفینو د نفوذ لا زیاتیدل
به ډیر شوني وي او دا کار به نه د افغانانو، نه افغانستان او نه د نړيوالې ټولنې
په ګټه وي.