
د روڼوالي نړيوالې ادارې له لوري د تېر کال په اخير کې د ترسره شوې سروی وروسته چې افغانستان يې د نړۍ فاسد ترينو هېوادونو کې و شماره، اوس د هر افغان په ژبه همداء يوه خبر خپره ده، چې وايي؛ (ښه مقام مو ګټلی په فساد کې لومړی درجه يو)، ځيني کسان دا خبره د يو ځانګړي او افغاني سپيڅلي احساس له وجهې کوي، ځيني نور چې په فساد کې کښېل وي بيا يې په مسخرو اخلي او ځيني نور چې فساد ته يې نوې نوې مخه کړې وايي؛ چې فساد خو ټوله دنيا شته، خو هسې د افغانستان نوم بدنام دی، ولې کومه سروی چې د روڼوالي نړيوالې ادارې له لوري شوې دا حقيقت دی او د دې ادارې ترسره شوې سروګانې په نړيوالو معيارونو برابر او دې ادارې د خپلو کړنو او هڅو په پايله کې نړيوال اعتماد خپل کړی، ځکه نه شو ويلی چې د ترسره شوې ادارې له لوری به سروی نيمګړي شوې وسي او يا هم سروی به يو پلوی وي.
په هېواد کې اوس هم اداري فساد اوج ته رسيدلې، ورځ تر بلې مخ په لوړېدو دی او هره ورځ يې ګراف لوړېږي مګر په مخنيوي کې يې کومې ادارې رغنده او کوټلي ګامونه ندي اخيستي، که څه هم ولسمشر د ځانګړې لورينې له وجهې په هېواد کې د فساد پر ضد د مبارزې ځانګړې اداره د يو بااحساسه، وطندوسته او وطن پرسته شخص ډاکټر لودين په مشرۍ منظوره کړې، خو تر اوسه هم په فساد کې کموالی ندی راغلی، ډاکټر لودين په يوه مرکه چې د تلونيوز سره يې د تېر ۲۰۱۲ کال په پای کې کړی وه ، او ويلي يې و چې شاوخوار ۶۰۰ دوسيې يې لوي څارنوالۍ ته سپارلي او ټول هغه موارد يې پکې ذکر کړي چې فساد پکې جوتېږي، خو تراوسه د لوی څارنوالۍ له لوري کوم اقدام ندی شوی. لوی څارنوالۍ اداره بيا وايي چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې له لوري ورته دوسيې ورغلي خو وايي تر دې ډېرې نورې دوسيې هم لري چې د لوی څارنوالۍ په چوکاټ کې ترتيب شوي، د ټولو لوستل او څيړل وخت ته اړتيا لري.
د ولسي جرګې له لوري په ادارو کې لاسوهنه، د چارواکو له لوري فشار او په بستونو کې د مقررۍ په سر رشوت د شيرنۍ په نوم اخيستل اوس په ټول هېواد کې عام شوي او د کوم باک خبره نه ګڼل کېږي، د دې ترڅنګ په هېواد کې ښاروالۍ هم د فساد زيرمې بلل کېږي، هره ښاروالي د بلې سره تفاوت لري، ځينۍ ښاروالۍ ډېرې غټې او ځينې نور يې کوچنۍ دي، خو هره يوه يې په خپله اندازه فساد ته لمن وهي او فساد پکې مخ پر زياتېدو دی، په هلمند، ننګرهار او هرات کې د ښاروالانو او د ولايت واليانو ترمنځ سخت اختلافات پيدا شوي، ښاروالان د واليانو په مقابل کې درېدلي او په هرات کې خو حتی ښاروال د والي په مقابل کې پاڅېده او د والي برخلاف يې څرګندونې وکړي، په يادو شويو او نورو څو ښارواليو کې دوستان لرم له هغوئ سره مې خبر شريکه کړه او ترې مې وپوښتل چې څه روان دي او ولې داسې حال دی، ښاروال د والي خبر نه مني او والي پر ښاروال نيوکې کوي؟ هغوئ په ځواب کې وويل (دوی په مرکز کې حمايه کېږي، هره مياشت مرکز ته ځانګړی سهم رسوي او شايد همداء لامل شوی وسي، چې دوی له واليانو سترګې نه سوځي)، د ښارواليو، ولسواليو او ولاياتو مرکز په کابل کې کوم وزارت ندی ولې يو رياست دی چې د (سيمه ايزو ارګانونو خپلواکې ادارې) په نوم يادېږي، پدې رياست کې هم خوشبختانه ځيني نږدې ملګري لرم، څو ورځې سر په سر دې ادارې ته لاړم کله به د يوه دفتر ترڅنګ کښېناستم او کله به د بل دفتر خو زما مطلب يوازې دا و چې وپوهېږم رېښتيا هم دا اداره ښاروالان تقويه کوي چې د واليانو په مقابل کې ودرېږي، په دوهمه ورځ راته جوته شوه، چې د دې رياست معين (ډاکټرفريدمامونزی) دی چې دا ټوله لوبه يې په لار اچولې، ښاروالان د واليانو په مقابل کې تحريک کوي، او ډاډ ورکوي چې دی يې همېشه ملاتړی دی او په هر ډګر کې ورسره ولاړ دی.
مرکز کابل ته د ښاروالانو راغوښتل او په ورځو ورځو ايساره ول چې ګواکې دوی په کوم کانفرانس او يا ورکشاپ کې ګډون کوي، په همدې نوم ورڅخه په زرونو ډالر اخيستل او شخصي جيب ته اچول کېږي، کله چې مې پدې اداره کې دا ټول هرڅه وليده ، نو فکر مې وکړ، چې رېښتيا هم په هېواد اداري فساد مخ په لوړېدو دی، هره مياشت دوی ته سهم ورکوي، سهم خو ښاروال د جيب نه، نه ورکوي خو هغه به يې هم د کوم غريب دوکاندار او ګاډي وان نه اخلي.
دا اداره د جمهوري رياست ماڼۍ ترڅنګه پرته ده، خو تراوسه يې ورته نظر ندی شوی، د پښتو متل دی چې وايي (د شمعې لاندې ځای تياره وي) يعنې کله چې شمع ولګي شاوخواء خو رڼا وی مګر د شمعې لاندې برخه تياره وي، همداسې دلته هم ده، په ولاياتو او مرکزي ادارو کې د فساد مخنيوي غوښتنه کېږي مګر دا اداره چې د جمهوري رياست ماڼۍ ترڅنګه پرته ده، فساد پکې اوج ته رسيدلی او د همدې له لارې ولاياتو ته يې صراحت کړی پوښتنه ترې نه کېږي، د ولسمشر ۱۱۰ مشاورينو ته پکار ده، چې ولسمشر ته نېکي مشورې ورکړي او په رېښتني ډول په ادارو کې فساد له منځه يوسي.
جابر هوډمن