د بیارغونې سالار همداسې وي؟


څو ورځې مخکې خبریال ویبپاڼې د هیواد د والیانو ترمنځ یوه ارزونه ترسره کړه څو خلک د انټرنیټ له لارې دغه والیانو ته خپلې رایې وکاروي او په ډله کې یې هغه والیان رابر سیره شي چې په اړوند ولایت کې یې د بیارغونې،ښې حکومتدارۍ او نورو برخو کې ښه کارونه ترسره کړي وي.
په دغه ډله کې د د یادې شوې ویب پاڼې د راپور له مخې د ننګرهار والي ته د بیارغونې د سالار لقب ورکړل شوی دی. نوموړي د پایلو تر اعلان وروسته څو شپې سر په سر د شمشاد ټلویزیون له لارې،د سلګونه ډالرو په مقابل کې د دې بریا د لاسته راوړلو له امله له خلکو مننه کوله، چې ښاغلي یې اتل کړی دی،خو دغه اتل کیدل په یخ لیکل دي نه په زړونو.
اتل کیدل همداسې وي چې د ولایت مقام په څو سوه مترۍ کې د بهسودو په نوم یو ستر پول چې د دوو ولایتونو په ګډون تر شلو د ډیرو ولسوالیو زرګونه وګړي پرې تګ راتګ کوي، دا مهال د نړیدو له ګواښ سره مخ دی او خلکو ته یې ستره ستونزه پیدا کړې.
دغه راز د قصر په شاوخوا دوه کیلو مټرۍ کې د انګور باغ په نوم سیمه کې د لویې لارې په اوږدو کې نږدې دوه سوه متره سړک په ډیر بد حالت کې دی، رغونه څه چې بیارغونه یې هم نه ده شوې او یا کیدای شي د نظرماتې لپاره پاتې وي.
د ښار په زړه کې د هیواد د ازادۍ ګټونکي غازي امان الله خان زیارت په ډیر خواشینونکی حالت کې پروت دی،هغه چې رښتینی اتل دی ،هیواد ته یې خپلواکي ګټلې،د هیواد د ویاړنو په کتار کې لومړی ځای لري،له بده مرغه هیڅ مخ هم نه دی وراړول شوی.
د ښار شپږمه ناحیه کې زرګونه کورنۍ ژوند کوي خو له بده مرغه تر دا مهاله د رغونې او بیارغونې له نامه سره هیڅ اشنا نه دي، یوه لویشت پوخ سړک نلري، ویالې نلري او لا دا چې تراوسه د اوبو هیڅ سیستم نلري.
دغه راز په ننګرهار کې د هیواد په کچه د زیتونو ترټولو پراخ زرګونه جریبه باغونه د نه پاملرنې له امله د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي او اوس یوازې د ځنګلي بوټو په څیر ژوندي دي، دغو باغونو هر کال لسګونه ټنه زیتون تولید درلود خو سږ کال دغه اندازه ایله یوټن ته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ د بیارغونې په نوم له همدې ولس څخه ترسلو زرو ډیر ډالر اخیستل کیږي، څو دغه ولایت کې پرې د رغونې او بیارغونې کارونه ترسره کړي.  
که دغه اتل په رښتیا هم غواړي چې د خلکو په زړنو کې اتل شي، نه پیغامونو او نه نورو هڅو ته اړتیا شته، بلکې هیواد او خلکو ته دې وفادار شي، سپارل شوي مسوولیت ته دې احترام وکړي، خلکو ته دې خپل حقوق وروسپاري نو د تل لپاره به د خلکو په زړونو بادشاهي کوي او په راتلونکې کې به یو ښه مشر او رهبر پاتې شي.
سیدعباس سادات