
دامنيت نشتوالى دوحشت پراخوالى وي ځکه نو کله چي دوخت نظامونه د ټيکاو په راوستلو کي ملاماتي سي ولسونه دليوانو خولو ته ولويږي ، ټولنه ځنگلي بڼه غوره کړي جابر اوځناور پکښي بر لاسي او ناتوان پکښي سرونه وخوري.
دادى داوسني نظام يوولس کاله پوره سوه امنيتي ځواکونه دځان په ساتلو هم نه سوه بريالي اولس ساتنه خو ليري خبره ده .
دهلمند مرکزلښکرگاه نا امنۍ په نږدې يوه مياشت کي تر لسو زياتي ککرۍ له ځانه مخکي کړې چي په دې برخه کي ډيرى يې دوکانداران(هټيوال)، نړسان او نورعام وگړي چي دهيڅ ډول جنايت نښي يې پر وجود نه ښکاريدې ووژل سوه.
ددې سره په څنگ کي زموږ دټولني يو شمېر ړانده اوکاږه ذهنونه ددې پر ځاى چي په داسي حالاتو کي بې پرې پاته سي يا پر قاتل نيوکه وکړي مقتول په رنگارنگ تهمتونو ککړوي.
رښتنې دا چي دهلمند ناتوانه امنيتي ځواکونه او ويده ولايتي اداره د ولس په امنيتي حقونو پړه ده او نه ده توانېدلې چي دلښکرگاه ښاريان دخپلو بچو سره ارام ماښام او بې خاره سهار پيل کړى ،امنيتي ځواکونه په خپلو اډو کي د ټوپک شپېلۍ شاوخوا گوځوي ښاريان يې دڅيرونکو ژويو په خولو ورکړي دي .
حالت داډول دى چي هيڅوک نه پوهيږي چي دچا له لوري پرڅه باندي وژل کيږي ؛ دې حالت اولس په دوه پريکړو کي ورکړى چي ښار پريږدي او که له کوره څخه را ونه وځي.
دنا امنۍ اوبا او بلا خو لا له پخوا څخه دهلمند دنورو ولسواليو فضآ په خپلو خوني منگولو کي نيولې وه دادى دلښکرگاه ښاريان هم ددې نا امني اوبا د تبي تر بړستن لاندي دزکندن تر اهونو را رسېدلي دي.
دوه کاله کيږي چي دلښکرگاه امنيت له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته سپارل سوى دى خوبيا هم افغان ځواکونه په دې نه دي توانيدلي چي ددې دوه جا ده ئي ښار امنيت خوندي کړي.
د دې سره قضايي اوعدالتي نظام هم پر تتۍ پروت دى او د ناولتيا ملامتيا پرې هر شېبه ټاپې وهي.
په لښکرگاه ښار کي دانساني مسلخ اوسني حالت - علت د امنيتي ځواکونو ديوې اثرښندونکي او ځواکمني نظامي پلان او پاليسۍ (نه) شتون دى ځکه خو د ولس ،ناموس ، سر اومال له ستر گواښ سره مخ دى او ددوى اوسنې لار ورکې پاليسي يې درملنه (نه) سي کولاى.
په ضمني توگه داسي انگېرل کيږي چي د لښکرگاه ښار په نا امنۍ کي (هلمند ميشتي) انگريزان هم لاس لري او يا يې لږ تر لږه ديوې سياسي لوبي دمخته وړلو په لاره دټيکاو غم ورسره نه سته، ځکه مخکنى والي دانگريزانو دټولو انگريز گټو پاليسيو خورا ښه پلى کوونکى و دوى (انگريزان) کيداى سي له اوسني والي څخه دا تمه ونه لري او غواړي حالات په بل لوري سوق کړي.
په ورستيو کي لښکرگاه گړاچېدلى ملکي او نظامي او عدالتي نظام سيستم باندي ولس دومره بې باوري سوى چي پر يوډول وينا يې صدق نه سي کولاى او دعدليې وزيرښاغلى غالب به هم په دې (ونه) توانيږي چي په هلمند کي له دوى څخه زيږيدلې بې عدالتي محوه کړي!
په دې برخه کي ولسي گيله پر ځاى هم ده هغه دا چي په امنيتي تاسيساتو او موسيساتو ډيره پانگونه سوې خوبياهم ټيکاو چا لمس نه کړ بلکي تش خيالونه او سوچونه دي او دادى لا هم دامنيتي ځواکونو ژمني او داولس وژني رواني دي.
پاى