غزل

ساقــــــــــي پاڅه د ميـــــو يو جام راکــــــــړه
دې ستړي زړګي ته مې آرام راکــــــــــــــــړه
چې په مستي کې يې هستي هيره کـــــــړم
هماغسې جام لکه مدام راکـــــــــــــــــــــــــړه
تويې کړم اوښکې ، آشنا په فراق کـــــــې
يو داسې غمګين غوندې ماښام راکــــړه
چې مې دارپه نصيب شي په عشق کې يې
هغه د منصور په شان مقام راکـــــــــــــــــړه
چې ما (ولـــــي ) پرې ټول جهان وستـايي
زما مينې ته يو داسې نــام راکــــــــــــــــــړه
ولي الله ځدراڼ ــــــ ميسور/هند