شاوخوا دې چې څوک وليدل ويې وژنه !

له ډېره وخته مې د بې ګناه خلکو د وژنو په اړه اوريدل د رسنيو له لارې مې تعقيبول خو په هغه ډول مې زړه کټ مټ نه منل ځکه چې ما امريکايان له نږدې ليدل چې د عامو وګړو سره  د دښمنۍ کومه څرګنده نښه پکې نه ښکاريده، کله کله به مې له خپلو ملګرو سره چې دوی به ټينګار کاوه چې امريکايان بې ګناه خلک سلا بلا وژني خبرې ترخې کړې، ما له امريکايانو سره دنده درلوده يو نيم وخت به له کمپ څخه د باندې هم ددوی په کتار کې ورسره ووتم او خلکو ته به مو دې مرستې شيان وېشول، يوه ورځ په همدې نيت له کمپ څخه ووتو او يوه کلي ته لاړو د مرستو له وېشولو  وروسته د بېرته راتګ په حال کې ؤ چې ناڅاپه يو ګړز شو سر مې د موټر له چت سره ولګيد خو د خدای فضل ؤ ماين کمزوری ؤ هېڅوک ژوبل نه شؤ او نه موټر ته کوم زيان ورسيد په همدغه موټر کې چې زه ناست وم دې کتار مسؤل هم ؤ چې رتبه يې بريدمن وه ده پخپل ګنر ( د موټر په سر ناست کس چې غټه ماشينګڼه ورسره وي ) غږ وکړ ( شاوخوا دې چې څوک وليدل ويې وژنه ) زړه مې وښوئيد حيران پاتې شوم چې دلته خو به لاروي په لاره روان وي،  نېږدې کورونه دي له دې نه به څوک راوتلي وي، يا خدايه له دوی سره مرسته وکړه ، ګنر لکه د وږي سپي يو خوا بلخوا ماشينه تاو راتاو کړه خو له نېکه مرغه ماښام مهال ؤ هېڅوک هم نه ول خوشال شوم شکر مې وکيښ خو سم دې واره
 مې پام شو چې ښه دلته او اوس خو څوک ! نه وو„ که وای نو بيا ؟ او دا  کتار يوازې نن او يوازې پدې کلي کې نه دی دا ډول په سلګونو کتارونه د افغانستان په سلګونو کليو کې شپه او ورځ ګرځي، ماينونه پرې الوځي، کمينونه خوري، ددوی شاوخوا ته عام خلک وي ځکه کومې لارې چې عام خلک کاروي په همغه باندې دوی هم تګ راتګ کوي، نو هلته به څه حال وي ؟ ددوی څېرو ته ځير شوم چې ايا دوی دا کار له ډاره وکړ چې ځينې وخت د دولت مخالفين وايي په فلاني ځای کې له ځانمرګي بريد وروسته امريکايانو بې ګناه خلک د ځان له ډاره ووژل ، خو ماته دلته هر څه اپوټه په نظر راتلل ددوی په څېرو کې يو ډول غرور ما وليد چې ماته يې د حال په ژبه داسې ويل ( په نړۍ کې داسې څوک نشته چې زموږ مخې ته ودريږي که څوک دا جرئت وکړي موږ به يې له مخې تباه کړو، موږ له هر چا لوړ يو. موږ د پښتنو پېغلې بې ستره کوو خو هېڅوک دې په هېڅ ډول موږ د کسات زړه نه ښه کوي....)دا زما د سترګو ليدلی حال ؤ چې نوره تبصره پرې نه کوم خو دومره خامخا وايم چې که طالبان په زغرده وحشت کوي خو غربيان يې د بشر د ازادۍ تر شعار لاندې او پرمختللي انسان په جامه کې کوي . خدای دې زموږ په بې دفاع ملت ورحميږي.
 امين