ای پښتونه لږ خبر شه


د هلمند پیغلو خالونه له باروتو سره لاړل
دا زما د باغ ګلونه له باروتو سره لاړل
دا په ما باندې ماتم دی ما پخپل کاله کی وژني
د پیغلوټو وربلونه  ل باروتو سره لاړل
د تکفیر ابلیس راغلی د نفاق اور یی شیندلی
هره ورځ مو سره وژني
 هر ساعت په مون محشر دی
یو خو نه دی
 په سلهاوو راله وژني
دا سیلۍ ترخه ترخه ده
 دا سپیره خزان قاتل دی
دا طوفان په موږ راغلی
 ټولې ونې نړوي مو
سرې غوټۍ مو په سلګو دي
 هره څانګه وچوي مو
عجیبه پیښه راغلې
 زما کور باندې نازله
دا ښامار د څو سرونو
 امریکا دلته قاتله
بد حالت ولې په موږ دی
 ولې ما باندې دا جنګ دی
دا پیغلوټې چا ویشتلې
 ولې  یې مرګ ته رسولې
دا ماشومه چا ویشتلې
دایې ولی زخمي کړی
د ملالې ګناه څه ده
 دا معصومه خو وړه ده
لا پرې حق هم د خدای نشته
 لا پې حق د رسول نشته
دا ګذار په بشریت دی
دا ګذار په اسلامیت دی
په وژنه یې د صوات غرونه
 له ډیر قهره نه غړمبیږي
انسان څه کړې پاکه ربه
هم حیوان پرې لا شرمیږی
د ملالې مرګ لوی ننګ دی
اسلامیت سره دا جنګ دی
د ملالې مرګ مرموز دی
  داسې ښکاري پروسه ده
د سیاسونو دسیسه ده
د اس ای لخوا پخه ده
د طالب په نوم بهانه ده
 د پردو په کی فایده ده
ملالۍ لا تنکی ګل دی
 سور په وینو یي اور بل دی
ولی دا ظلم پری وشو
دا ستم د چا لخوا و
ډیر پرې اخلي کریدتونه
 یوسفزی په نوم ویاړنه
که هر چا ده دا ویشتلې
مقصر ټول سیاستوال دي
د قاتل خبره یو خوا
  سیاستوال پکی مجرم دي
د هغې په احساساتو
 ډیرو کړی خپلی لوبی
د هغی له ماشومتوبه
 هر چا ګټه پورته کړې
د هغې له سپیڅلتوبه
 هر چا خپله نفع کړې
له طالب سره یې اچولی
 په دې لار یی تشویق کړی
دغه پاکه وړه پیغله
 دوی بیځایه استعمال کړه
دې کې لاس د جاسوسانو
دې کې لاس د ناپاکانو
امریکا ده اوس په ګونډو
ای اس ای هم وارخطا ده
طالبانو نه په تنګ دي
 اوس حیران دي چې څه وکړي
 د ملالې په وړه خوله
 د طالب سره په جنګ دي
جنګ له پاره دا نا اهله
 د ماشومې احساساتو نه کار اخلي
دغه کار د اسلام نه دی
 مومن نه کړي دا کارونه
نه پوهیږم چی دا څه دي
امریکا په کې هم لاس دی
اوباما پرې هم خبر دی
 د ملالې په کړو وړو هم
زه حیران یم دې سیاست ته
چې د چا لخوا نیرنګ دی
مولانا پرې هم ویر کړي
هم قاضي پرې خفه شوی
مذهبیان هم تظاهر کړي
 ډموکرات هم تظاهر کړي
لا تر او سه دا معما ده
  دسیسه د چا لخوا ده
یورپ هم پرې خفګا ن ښیي
 عرب هم پرې خفه ښکاري
د دې پټې لوبې غوټه صرف
 ای اس ای ته مالومیږي
هره ورځې په سلګونو
 جنازې د پښتنو دي
چا پرې هیڅ خفګان ونه کړ
 چا یې هم تپوس ونه کړ
د وړو تنکي ځانونه
د باروتو سره لاړه
ماشومان د مور په غیږ کې
په سلګو خاورو ته درومي
چا پری غږ هم پورته نه کړ
 څوګ یی پاڼه هیڅ نه ګوري
د یوه بام هوا قیصه ده
 یو خوا دا کړي بل خوا دا کړي
کور او کلی کربلا ده
 زما کور باندې بلا ده
لا روانې د مرګ خولې ته
  هره ورځې هدیرې ته
خدای پوهیږي لا به څومره
 زموږ نورې دا ملالې
د پردو په اشارو به 
دمرګي جامونه څښي به
هلکان خو حساب نه دي
 شاه ځلمیان خو حساب نه دي
نه پوهیږمه زه ولې ګناهکار یم
نه پوهیږمه د چا د سترګو خار یم
دسیسه ده راته جوړه
 یم په خپل کور کې ناجوړه
ما پخپل کاله کې وژني      راته ټول له یوې مخې
سلا شوي مې په مرګ دي     غواړي ما له منځه یوسي
لا په ما به نور څه کیږي      دغه سیمه راته اور دی
لا به څرنګ لوبې کیږي      که هر څو مې لا خپل کور دی
دې نه سختې پیښې نورې       لا په ما به تحمیلیږي
کوم کوهي به راته کیندي       دا پښتون به ورغورځیږی
لا د فیل غوږ کې بیده یو         بې خبره لا پراته یو
لا تر اوسه بیدار نه یو          له غلیمه خبردار نه یو
له جهانه خبر نه یو        له خپل ځانه خبر نه یو
دا لړۍ  ډیره اوږده شوه      کربلا ده راته جوړه
 په ما ځمکه تکه سره ده      دکلونو تماشه ده
نن یې دا ملاله ویشته       پرون ډیرې یې ویشتلې
  لا به څومره راله وژني        لا به څومره راله ولي
هره سخته د زغم وړ ده       خو د ښځې مرګ یو ننګ دی
دا غیرت او ایمان نه دی    د ماشوم مرګ مرګ خو ویاړ نه دی
په اسلام کی هم حرام دی
زه حیران یم دې انسان ته      دې قاتل دې بې ایمان ته
چې مدام د بل په لمسه       خپل بچي خاورو ته لیږي
د پردو په چال تر اوسه    دا نادان لا نه پوهیږي
د غفلت په خوب بیده دي      لا د هیڅ نه خبر نه دي
ای پښتونه لږ خبر شه   زمانې سره برابر شه
نور تر کومې به ته ګوره
د پردو سر صدقه یی