
v:* {behavior:url(#default#VML);}
o:* {behavior:url(#default#VML);}
w:* {behavior:url(#default#VML);}
.shape {behavior:url(#default#VML);}
په ننګرهار ولایت کی د جلال آباد ښار د یو پل
په وسیله بهسودو ولسوالی سره تړلی ده چی د خلکو په ورځنی ژوند کی د پام وړ ارزښت
لری دغه پل د بهسودو د پل په نوم مشهوره ده.
نوموړی پل چی تقریبا څه باندی ۵۰ کاله مخکی د
پخوانی شوروی اتحاد له خوا جوړه شوی تقریبا ۳۶۰ متره اوږدوالی لری.
لکه څنګه چی خلکو تبصری کولی چي پخوانی شوروی
اتحاد ددی لپاره چي ددغه هیواد هر ولایت په آسانه ډول تر خپل ولکی لاندی راولی نو
په لمړی قدم کی به لاری ورته جوړولئ نو په همدی اساس دغه استراتیژیک ارزښت لرونکی
پل یي جوړه کړه تر څو دوی ته د کنړ او
نورستان او ځنی نورو ولایتونو تګ راتګ اسانه شی که هغوی هر پلان یی درلود خو متعال
خدای بله وکړه، هغوی مات شول او د افغانانو ملکیت افغانانو ته پاتی شو نو اوس راځو
دی مسلی ته چی دغه پل سربیره د بهسود ولسوالی دوه ولایتونه او ډیرئ نور ولسوالیو د
تګ راتګ لپاره د ژوند له لمړنیو ضرورتونو شمیرل کیږی، په هغه وخت کی کله چی دغه پل
جوړ شو نو د یو محدود نفوس او ګادو د استعمال لپاره ډیزاین شوی وو، چی د اوسنی
استفادی کچه تقریبا ۲۵۰ سلنه د هغه وخت په پرتله زیاتوالی ښایی، سره له دی چی د ویجاړولو
کوښښونه يي په ځلونو د داخلی او بهرنی دښمنانو له لوری شویدی بیا هم په یو ډیر بد
حالت د خلکو د تګ راتګ لپاره کاریږی، د پل څخه د ګټی اخیستنی پر مهال که څوک پر
دغه پل تیر شی نو پخپله پوهیږی چی دغه پل څومره کمزوری شویدی، خو د خلکو او ځینی
محلی چارواکو د ټینګار سره سره بیا هم خلک د دولت په ژمنو شک کوی خو په هر حال اغلب
ګمان داسی دي چی دولت یی اوس د خپل ۱۳۹۲ کال په انکشافی بودجه کی نیولی دی او داسی
ګونګوسی دی چی د ۱۳۹۲ کال په لمړیو کی پر دی پل عملا کار پیل شی.
لکه څنګه چی داخلی جنګونو کی بیت المال، شخصی
ملکیتونه او حتی د خلکو ناموس د جنګ سالارانو له لوری لوټ او تالان شول نو دغه پل
هم بی درده پاتی نه شو ددغه پل په سینه کی په هرو دریو یا څلورو مترو کی غټ
چارتراشی د ډیرو قوی کیبلونو پواسطه د پل د محافظتی وسیلی په توګه استعمال شوی وو
خو متاسفانه د ۹۰یمو لسیزو توره دوره کی ټول سره لوټ او تالان شول، کیبلونه او
چاتراشی یی وویستل شول او ګاونډی هیواد ته قاچاق شول، خو بیا هم پل ولاړ دی، شاید
دا به هم د هغو نظریو کومه څنډه وه کوم چي همدغه لوتماروادعا کوله چی کابل ښار
شورویانو بی لمانځه کړی، د کابل نقشه بدلوو او دویم ځل یی په نوی ډیزاین آبادوو،
خو کابل وران شو او .........
دغه مشکل په دومره اندازه زیاته شویده چی
موټری په ساعتونو د پل دواړو خواوو ته د تیریدو په تمه ولاړ وی، د سهارنی
مامورینو، زده کوونکو او ښوونکو حاضری ناوخته کیږی او د ماښامنی مسافرو کورونو ته
تګ ناوخته شی.
زما یو تره د ټولګټی له وزارت سره کار کوی نو
ما تری یوه ورځ وپوښته چی دولت ولی د دغه لوی مشکل د حل لپاره اقدام نه کوی؟ هغه
راته وویل چی (دوه کاله مخکی یعنی ۱۳۸۹ کال په آخرو کی ددی پل سروی، ډیزاین او
نقشه زمونږ د وزارت له لوری شویدی خو ددی لپاره چی د بهسود پل په ښار کی موقعیت
لری نو د چاری پیلول یی د ننګرهار د ښاروالی دنده وګڼل شوه) خو چی د ننګرهار
ښاروالی یی دا دوه کاله ځنډوی ؟؟؟ هغوی د بودجی نه موجودیت یی غټ عامل بولی، که دا
د ټولګټی وزارت پوری وتړل شی یا د ښاروالی پوری خو دلته اوس یو په هیواد مین،
بااحساسه او مبتکر شخصیت ته اړتیا شته چی ددی پل لپاره بودجه یا د انګریزانو په
اصطلاح فنډ پیدا کړی چی دا بارزه نقطه په دوی کی نشته.
د ننګرهار ولایت د ولایتی شورا یوغړی په دغو
وروستیو کی ددغه غټ مشکل د نه حل کیدو له امله د پل په یو خوا خیمه ووهله او د نه
خوړلو اعتصاب یی وکړ تر څو چی د ننګرهار ولایت د چارواکو په منځګړیتوب چی ددی پل
په جوړولو به اقدام وکړی خپل اعتصاب یی پای ته ورسول.
پس له هغه د ننګرهار محلی رسنی اعلان وکړ چی
د ننګرهار ولایتی شورا او ګل آغا شیرزی په هڅو دولت ورته بودجه منظوره کړی او د
۱۳۹۲ کال په لمړیو کی پر دغه پل به کار پیل شی.
د پخوانی پل په جنوبی برخه د جلال آباد ښار
خواته د تیلو یو پمپ چی د یو قوماندان له خوا جوړه شوی او د همدی قوماندان په نوم
یادیږی تقریبا د ۷ یا ۸ کلونو په اوږدو کي په عادی او سپین میدان کی قرار درلود،
نو کله چی رسنئ ددی پل کار د پیل خبری راواخیست ددی پر ځای چی دغه د تیلو پمپ چی د
نوی پل مخه نیولی وران شي متاسفانه پر دغه پمپ د اضافی سرمایی په لګولو یو غټ چت
په جوړلو کار پیل شو.
ددی
کار څخه داسی معلومیږی چی د پمپ مالک دا هوډ نلری چی دغه دولتی ځای بیرته د پل
جوړلو لپاره خوشی کړی او لکه د هر وخت په شان ملی ګټه پر خپل شخصی ګټو غوره ګڼی.
ددی پمپ په څنګ کی د ګاذو مارکیت او یو هوټل
هم ددغو خلکو له خوا جوړه شویده چی د پل په جوړلو به دا هم ورانیږی، زما سوال دادی
سره له دی چی چارواکی پوهیږی ددی پل په جوړولو کی به دغه پمپ، د ګاذو مارکیت او
هوټل به له منځه ځی نو ولی بیا په دی پمپ نوری سرمایی بندیږی؟ د ننګرهار چارواکی
ولی ددی کار مخه نه نیسی؟ حال دا چی دا یو دولتی ملکیت دی.
ددی کار څخه دا جوتیږی لکه څنګه چی هر وخت
زورواکو شخصی ګټی تر ملی ګټو غوره ګڼلی او تل يي ملی ګټی تر ښپو لاندی کړی دا ځل
هم ددی امکان شته چی دا پل د خپل ځای څخه په داسی بل ځای کی جوړ کړی چی د زورواکو
غصب کړل شوی ملکیتونه (چی اصلا دولتی ملکیت دی) بچ شی او نقشه د مظلوم ولس پر شخصی
جایدادونو او کورونو ور برابره کړی ددی کار امکان ځکه ډیر وینم چی د کرزی صاحب
دولت په هره چاره کی د مصلحت څخه کار اخلی خو قانون بیا په بیچاره وو تطبیقیږی.
نو
هر چارواکی که دغه موضوع لولی هیله تری کوم چی ددی مظلوم ولس او هیواد په خاطر ددی
موضوع پلټنه او پوښتنه دی وکړی، تر څو له یوی خوا پل پر خپل ځای جوړ او له بلی خوا
د مظلوم ولس حق تر ښپو لاندی نه شی.