
تاج هغه دروند او ارزښتمندڅيزدى اوهغه چاته په سرکېښودل کيږي،چې په تخت کينول کيږي هغه که دواده وي،دمشرۍ وي اوياهم دولسمشرۍ .
په افغانستان هم دالله رحم وشواو دکرکټ په برخه کې يې په خپله غېږه کې دتاج په څېر يو بچى وزيږولو.
دغه تاج دکرکټ په برخه کې دومره برکتي و،چې په هرځاى کې به يې په ډېرو هلوځلوسره ځان بريالى کوو او دافغانستان په خواږه نوم به يې تاج کېښودلو.
خو وايي دزور قدر له زرګر سره وايي دتاج قدرهم له هغه چاسره وي چې څوک په تخت کينول کيږي،نوموږ افغانان خو له دتخت خوا کې هم نه يوتېر شوي نوڅه به راسره دتاج قدر وو،هماغه و،چې هغه تاج کې دکرکټ په نړۍ کې دافغانستان عزت پرځاى کړى و،نن په منځ کې نشته او الله خبردى چې دمسؤلينو سربېره پرتاج مين خلک به هم دتاج ملوک عالم پوښتنه هم کوي اوکنه ؟
خو دتاج له پرېوتو سره،سره بياهم پرموږ نيستي نده راغلي،موږ هستي لرو!
دا هستي له خپلو نورو مصروفيتونو اوننګونو سره،سره افغانستان لپاره دننګرهارکرکټ اکاډمۍ جوړه کړې.
ددغه اکاډمۍ له برکته دافغانستان په ملي لوبډلې سربېره ځوانو لوبډلوکې زيات شمير لوبغاړي وروزل او دافغانستان دعزت ساتلو په موخه يې بېلابېلو لوبډلو ته پياوړي لوبغاړي ورکړل نوځکه دغه اکاډمۍ ته اوس دافغانستان دکرکټ مور هم ويلاى شو.
هستي دغه اکاډمۍ ته مجرب استادان نيولي،ملي لوبډلې لوبغاړي چې په افغانستان کې وي،نو په دغه اکاډمۍ کې به ضرور دتمرين لپاره راځي.
افتاب عالم،شبيرنوري،نجيب الله ترکى،نسيم قصاب،عبدالله عادل،ضميرخان،شوکت زمان،قاري فطرت،نسيم قصاب،طارق اويوشمير نور هغه لوبغاړي دي چې دهستي په هلوځلو سره دافغانستان بېلابېلو لوبډلو ته يې لارې پيدا کړي.
دغه هستي هم راڅخه کله ناکله څوک مايوسه کوي،څوځلې له دغه اکاډمۍ څخه غلاکول،جالونه شلول،په اکاډمۍ اوبه راخوشي کول اوهغه پسې بدرد ويلي اويوشمير نورموضوعاتو هغه څوځلې دې ته اړکړى چې دکرکټ له نړۍ مو دغه هستي هم مخه ښه وکړي خو بياهم هستي دکلک عزم له امله موږ نستۍ ته نه يوپرېښودلې.
دغه هستي اوس مهال پخپلې اکاډمۍ کې شاوخوا درې سوه تنه لوبغاړي په بېلابېلو ګټکوريوکې روزي،ددغه اکاډمۍ په نوم بېلابېلو عمرونو لوبډلې لري،دافغانستان سربېره په ګاونډي هېوادپاکستان کې هم ورته پخپلو شخصي امکاناتو لوبې برابري کوي.
هستي تراوسه پورې دچا لخوا نازول شوى هم ندى،کرکټ بورډ دوخت ادارې دغه هستي چې په جرسي کې دافغانستان لوبډلې ته پخپلې الرونډلوبې سره بريا ورپه برخه کړه دځينو حقايقو دويلو له امله له لوبډلې کينولو،
اوس هم دغه سترې اوخوږې هستۍ ته دچاپام نشته اوکه هستي ګل عابد همداسې بې پاملرنې پرېږدو الله مه کړه چې دغه هستي راته په نيستۍ بدله نشي .