
ليکوال: زمرى افغان
امريکا او د هغې ملګرو په ښکاره د دريو موخو
لپاره پر افغانستان بريد وکړ:
١- د دوی په اند له (ترهګرۍ)
یا اسلام سره مبارزه او د طالبانو د نظام نسکورول
٢- د نشه يي توکو پر ضد
مبازره
٣- په افغانستان کې د ډيموکراسۍ
ټينګول او دغه راز له افغانانو سره مرسته
په تېرو څه باندې نهو کلونو کې دا بيخي واضح
شوه، چې بهرنيانو د دغو دريو اهدافو لپاره پر افغانستان يرغل نه دى کړى، بلکې تر شا
يې نورې موخې هم لري.
له نهو کلونو جګړې وروسته په افغانستان کې
نه اسامه بن لادن ونيول شو او نه هم د القاعدې کوم بل لوړ پوړى چارواکى، البته ځينې
القاعده مشران به نيول شوي او يا وژل شوي وي، خو نه په هغه کچه چې بهرنيان يې ادعا
کوي.
په تېرو څه باندې نهو کلونو کې ورځ تر بلې
د نشه يي توکو په کرنه، توليد او قاچاقو کې زياتوالى راغلى دى او آن داسې رپوټونه او
شواهد هم شته چې خپله بهرني ځواکونه د نشه يي توکو په توليد او قاچاق کې لاس لري. اوس
يوه پياوړې مافيا په افغانستان کې د نشه يي توکو په کاروبار کې لاس لري، په دې مافيا
کې د لوديځو او د سيمې د ځينو هېوادونو استخباراتي کړۍ هم پوره لاس لري. د يو رپوټ
پر اساس يوازې بهرنيو قاچاق وړونکو په ٢٠١٠م کال کې د نشه يي توکو له کاروبار څخه تر
سلو ميلياردو ډالرو زياته ګټه تر لاسه کړې ده.
دغه راز د بي - دوه پنځوس ډوله الوتکو او ټانګونو
په زور راغلې ديموکراسۍ هم په افغانستان کې خپل رنګ بدل کړ، د اسلام، کمونیزم او ډيموکراسۍ
د ايډيولوژيو او نورو قومپالو، وطنپالو او مصلحت پالو افکارو څخه جوړ شوى ګډوډ نظام
پر افغانستان واکمن شو، چې نوم يې ډيموکراسي ؤ. خو افغان چارواکو ورته اسلامي ډيموکراسي
(اسلامو کراسي) نوم ورکاوه.
په هر حال هر کله چې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ
اصول د اشخاصو او په ځانګړې ډول د لوېديځ له ګټو سره په ټکر کې راغلل، خپله يې تر پښو
لاندې کړل او بيا يې نو ډيموکراسي هېره کړه. يعنې په افغانستان کې ډيموکراسي يوازې
تر هغه ځايه وه، چې د بهرنيانو او د دوى د ملاتړو له ګټو سره يې ټکر نه و کړى.
په افغانستان کې دغو اهدافو ته بهرنيان ځکه
ونه رسېدل، چې نه يې غوښتل ورته ورسيږي، دوى پورتني اهداف د دې لپار يادول چې پر افغانستان
خپل يرغل ته مشروعيت ورکړي او اصلي هدفونه يې هغه څه نه وو، چې دوى يادول.
پر افغانستان د امريکا او د هغې د ملګرو د
يرغل اهداف خورا پراخ، ژور، اوږدمهالي او ستراتيژيک دي. دوى د لاندې اهدافو لپاره پر
افغانستان يرغل وکړ.
١- په اسلامي نړۍ او په
ځانګړي ډول په سيمه کې د سياسي اسلامي بېدراۍ او سياسي اسلامي هڅو او د يو پياوړي اسلامي
دولت د جوړېدو مخنيوى
٢- د امريکا د يوازيني
پياوړي اقتصادي سيال او د نړۍ د دوهم لوى اقتصاد (چين) او نوې روسيې انحصارول
٣- له يوازيني اټوم لرونکي
اسلامي هېواد پاکستان څخه د اټومي ځواک اخيستل او په خاوره کې يې د ګډوډۍ راوستل
٤- د منځنۍ اسيا هغو هېوادونو
ته چې د روسيې تر نفوذ لاندې دي، د ناامنيو لېږدول او په دې ډول د روسيې بوختول ترڅو
يې له امريکا سره په نوره نړۍ کې له سيالۍ دې لوري ته پام واوړي.
٥- د افغانستان په شمول
په سيمه کې په تر خاورو لاندې معدنونو او زخيرو کنټرول او د هغو لوټول
يو شمېر نور اهداف به هم وي، خو دا هغه لوى
او مهم اهداف دي، چې له مخې يې امريکې پر افغانستان يرغل وکړ او له دې ځايه خپلو دغو
اهدافو ته د رسېدو لپاره کار کوي.
همدغو اهدافو ته د رسېدو لپاره امريکا او د
هغې ملګرو په ځانګړې ډول برېټانيا په تېرو څه باندې نهه کلونو کې هڅه وکړه، چې په افغانستان
کې جګړې او نا امنۍ ته دوام ورکړي، ځکه چې دوى خپلو اهدافو ته هغه وخت رسېدلى شي، چې
په سيمه کې نا امني وي.
دا چې يرغلګر په سيمه کې خپلو اهدافو ته څومره
رسېدلي، پر همدې موضوع لږ تم کيږو.
د منځنۍ آسيا هېوادونو ته د نا امنۍ په لېږد
کې امريکا هغسې برى نه درلود چې تمه يې کېدله، البته ځينې پرمختګونه يې کړي دي، خو
نه په هغه کچه چې دوى په نورو اهدافو کې کړي دي.
خو امريکا خپلو دريو اهدافو ته چې درې واړه
په يو څه توپير سره تر ډېره په پاکستان کې ترلاسه کيږي نږدې شوې ده.
پاکستان په سيمه کې د چين تر ټولو پياوړى او
نږدې ملګرى دى او چين د پاکستان له لارې د هند بحر او عربو بحيرې ته لاره پيدا کوي.
په تېرو کلونو کې چين د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله په پاکستان کې زياته پانګونه کړې
ده. چين د قراقرم تاريخي لاره چې دغه هېواد د پاکستان له لارې د عربو له بحيرې سره
نښلوي، يو ځل بيا را ژوندۍ کړه، دغه راز چين د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د ګوادر
مهم بندر د څه باندې دوه نيم سوه ميلونو ډالرو په ارزښت ورغاوه او ټاکل شوې چې تر څلوېښتو
کلونو پورې به دا بندر د چين په ولکه کې وي. چين په نورو برخو کې هم په پاکستان کې
زيات کار کړى دى او په ګڼو مسايلو کې يې له پاکستان سره مرسته کړې ده.
دغه راز پاکستان د نړۍ د هغه هېواد په توګه
چې اسلامپال په کې تر ټولو نورو اسلامي هېوادونو زيات نفوذ او پياوړي مرکزونه لري،
د منځنۍ اسيا او عربي نړۍ او نورو هېوادونو اسلامپال سره نښلوي. او په دې توګه د اسلام
دښمنو هېوادنو او ډلو تر ټولو ډېر پام پاکستان ته دى.
په تېرو څو کلونو کې پاکستان په بې ساري ډول
ناامنه شوى، دا کار امريکا او د هغو ملګرو کړى دى. امريکا ځکه غواړي پاکستان ناامنه
کړي چې دوى کولاى شي په دې ډول په پاکستان کې د چين لاره پرې کړي، د هند او عربو له
بحيرې د دوى لاس لنډ کړي او په دې ډول به خپل پياوړي او يوازيني لوى اقتصادي سيال له
يو مهم اړخ څخه کلابند کړي.
دغه راز په پاکستان کې د امريکا پراخ نفوذ
او هلته د اسلامپالو هلې ځلې هم له زيان سره مخ کړي. د پاکستان په ډېرو برخو کې ځينې
ترهګريزي ډلې خپله امريکا جوړې کړې، ترڅو د اسلامپالو د ځپلو او بدنامولو او په پاکستان
کې د نا امنۍ لپاره ترې کار واخلي.
همدا اوس بهرنيو لاسوهنو او د پاکستان ناوړه
سياستونو د پاکستان مهمه او له منابعو ډکه د ستراتيژيک موقعيت لرونکې صوبه بلوچستان
له پاکستان څخه د تجزيې پر بريد ولاړه ده. د بلوچستان په نوې سلنه خاوره کې همدا اوس
د پاکستان بېرغ را ټېټ شوى او پر ځاى يې د بلوڅو آزادي غوښتونکو بېرغ رپيږي او دغه
راز په ښوونځيو کې يې هم د پاکستان پر ملي سندرو بنديز دى.
په ټول پاکستان کې د بلک واټر (قاتل امنيتي
شرکت) په ګډون ګڼې امنيتي کمپنۍ فعالې دي او هره ورځ پاکستاني مسلمانان وژني او ټول
مافيايي کارونه همغږي کوي. د دې ترڅنګ بې پېلوټه الوتکې هم هره ورځ په قبايلي سيمو
کې پر مسلمانانو بمونه وروي او له ګڼو مسلمانانو ژوند اخلي. دا ټول هغه څه دي چې پاکستان
يې له سترو ګواښونو سره مخ کړى دى.
په پاکستان کې چې څومره ناامني زياتيږي، همدومره
د پاکستان اټومي تاسيسات هم ناامن کيږي. امريکا به پراخې هڅې وکړي، چې په پاکستان کې
نا امنۍ ته زور ورکړي، ځکه چې نا امني به دوى ته پلمه په لاس ورکړي چې د پاکستان د
اټومي وسلو کنټرول په خپل لاس کې واخلي.
بله مهمه مسئله دا ده چې اوس امريکا غواړي
په افغانستان کې پوځي اډې ولري او په دې اړه له افغان چارواکو څخه د امريکا ځينې غوښتنې
افغاني رسنيو رسوا کړې دي. امريکا غواړي په افغانستان کې دايمې پوځي اډې ولري، تر څو
له دغو اډو څخه په سيمه کې خپل اهداف تر پوښښ لاندې راولي او د پاکستان په ګډون په
ټوله سيمه کې خپل اهداف له همدې ځايه رهبري کړي. ويل کيږي، چې دا اډې به په هلمند،
قندهار، شينډڼډ، خوست، بګرام او مزار شريف کې وي. دا ټولې خورا مهمې او ستراتيژيکې
سيمې دي چې امريکا کولاى شي له دې ځايه ټوله سيمه تر خپلې اغيزې لاندې راولي. سره له
دې، هغه رسنۍ چې په افغانستان کې يې د امريکايي اډو د جوړېدو په اړه رپوټونه او مطالب
خپاره کړي، وايي چې افغان حکومت لا تر اوسه پورې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې. که دوى
په خپله خاوره کې امريکايي اډې مني، نو ټول هغه امتيازات به تر لاسه کوي، چې په نړۍ
کې معمول دي.
خو په افغانستان کې د چارواکو تېرو جنایتونو
ته په کتو سره، داسې ښکاري چې افغان غلام چارواکي به د خپلو لويديځو بادارانو غوښتنې
ته د شخصي ګټو لپار هر کلى ووايي. دا دومره ستونزمنه نه ده، چې امريکا له افغان چارواکو
څخه اډې تر لاسه کړي، دوى يوازې د افغان چارواکو د واک د اوږدلو او دوى ته د څو پيسو
په ورکړې، له دوى څخه هر ډول ګټه اخيستلاى شي. ټاکل شوې چې ٢٠١٤م کال کې د افغانستان
او امريکا ترمنځ يو ستراتيژيک تړون لاسليک شي چې بنسټيز ټکى به يې همدا امريکايي پوځې
اډې وي.
له شک پرته چې په ټوله سيمه او په ځانګړي ډول
په پاکستان کې د پراخې نا امنۍ او نورو ګڼو ستونزو او خطرناکې راتلونکې لومړنۍ پړه
پر پاکستاني چارواکو ور اوړي، پاکستاني چارواکو چې ډېرى وخت يې اسلام د پاکستان د ګټو
لپاره کارولى، په سيمه کې يې د نړيوالو استعماري ځواکونو د مداخلې لپاره تر ټولو زياته
زمينه برابره کړه، که همدا اوس په افغانستان کې د لوېديځو يرغلګرو هېوادونو ځواکونه
دي، اصلي لامل يې پاکستاني چارواکي دي. نو که اوس په سيمه او يا پاکستان کې نا امني
ده، دلته د لوېديځو هېوادونو وحشي ځواکونه پراته دي او يا هم د پاکستان اټومي تاسيسات
او په ټوله کې د سيمې اسلامي هېوادونه له نابودۍ سره مخ دي، يو لوى او بنسټيز لامل
يې د پاکستاني دولت غير اسلامي تګلاره ده.
اوس به د پاکستان په ګډون د سيمې د ټولو هېوادونو
چارواکو ته ثابته شوې وي، چې امريکا يوازې د افغانستان او اسلامپالو د نابودۍ پلان
نه لري، بلکې غواړي ټول اسلامي هېوادونه، ټول مسلمانان او په ټوله کې اسلام نابود کړي.
له دغه وژونکي او خطرناک پلان څخه د ځان ژغورنې
يوازينۍ لاره دا ده، چې د مسلمانو چارواکو په ګډون ټول مسلمانان بېرته اسلامي ژوند
ته را وګرځي، يو بل ته لاسونه ورکړي او د يو واحد اسلامي دولت (خلافت) د را ژوندي کولو
لپاره هڅې وکړي، تر څو ټول مسلمانان بېرته د عزت او سرلوړۍ ژوند ته را وګرځي.
اخځونه:
١- د افغان څېړنيز او مشورتي
مرکز مهالنۍ ( لومړى کال لومړى ګڼه - ٢٠١٠ )
٢- سرنوشت ورځپاڼه
(١٣٣مه، ١٣٤مه، ١٣٥مه ګڼه – ٢٠١٠)
٣- ويسا ورځپاڼه ( بېلابېلې
ګڼې – ٢٠١٠)
٤- سور غر اونيزه ( بېلابېلې
ګڼې- ٢٠١٠)
٥- تاند، روهي، لر او بر،
بېنوا او لوى افغانستان وېبپاڼې ( ٢٠١٠)
زمرى افغان