د صلحې ناکامې او شرمونکي هڅې

  له څو کالونه راهیسې د صلحې په نوم ډول ډول هڅې شوي خو ټولې يې ناکامې او شرمونکي پایلې درلودلي، زه ددغو هڅو یوازې څو نمونو یادونه کوم تر څو لوستونکي ما پر دروغو ویلو ملامت نکړي ، یو ځل د کویټې شورا یو لوړ پوړی طالب د ارګ څخه په دې پلمه میلیونونه ډالر یوړل چې ګني دای خو د کویټې شورا یو لوړ پوړی طالب دی او پر دغو دالرو به د کویټې شورا غړي کابل ته راولیږي خو وروسته په ډاګه شوله چې دغه کس د کویټې شورا نه کوم غړی دی ، بلکې یوازې د کویټې کوم عادي دوکاندار وو ، چې د طالبانو په وسیله د ارګ څخه د ډالرو غلا کولو په موخه لیګل شوی وو ، کله چې دغه کس په میلیونونه ډالر له ارګ څخه یوړل نو بیا يې هیچا هم پوښتنه ونکړله چې دا ډالر څه شول ، او پر کومه خوا لاړل او د کوم مقصد لپاره وکارول شول ، خو یوه خبره روښانه ده چې دغه ډالر به حتما د ارګ د ړنګولو لپاره کارول شوي وي ، ځکه چې د کویټې شورا د ارګ ړنګول یو اسلامي جهاد بولي، بل ځل بیا هم د سولې په نامه یوه ځانمرګي د د سولې شورا د ریس ماغزه ورباد باد کړل ، او دریم ځل بیا هم د سولې په نوم یوه طالب د ملي امنیت د ریس د وژلو ناکامه هڅه وکړله ، چې دا ټولې پیښې شرمونکي او د سولې ناکامو هڅو ښکارندويې کوي.
ما به مخکې فکر کولو چې دولت او یا حکومتي چارواکي به د عوامو څخه هوښیار او د ډيرو معلومات لرونکي وي خو اوس پوه شولم چې افغان چارواکي د افغان عامه وګړو څخه بې عقل دي ، بې عقل ځکه دي چې دوی ولې درې ځلې وغولول شول ، په دا درې ځلو خو عوام هم  خبر شول ، خدای خبر چې نور به په پټو مواردو کې  څومره غولول شوي وي خو دا درې ځله داسې وغولول شول چې د پټيدو امکان يې نه وو.
زه غواړم چې دلته اول د صلحې شورا پر رهبری لږه تبصره وکړم ، د صلحې شورا مرحوم مشر رباني صیب ټاکل یو غیرمنطقي ګام وو چې پایله يې مونږ او تاسو ټولو په خپلو سترګو ولیدله ، زما په نظر د صلحې شورا د ریس په توګه باید هغه څوک ټاکل شوی وای چې د طالبانو مخالف نه وای یعنې د طالبانو یو لاروی وای ، د مثال په ډول ، که چیرې افغان دولت د صلحې په هڅو کې ریښتینی وای نو ولې يې ملا عبدالسلام ضعیف او یا مولوی وکیل احمد متوکل نه ټاکل ، دغه دوه کسان د طالبانو لاروي وو ، هغوی د طالبانو په منځ کې رسوخ درلود ، دوی د طالبانو په ژبه پوهیدل ، که چیرې دوی  ټاکل شوي وای نو فکر نه کوم چې طالبانوبه د دوی د وژلو هڅه کړي وای ، او معکوس دوی به د صلحې په بهیر کې مثبت ګامونه پورته کړي وای ، خیر انسان هر وخت غلطي کوي ،  دا به ومنو چې رباني د جهاد په وخت کې یو روحاني مشر وو ، که څه هم په دې ورستیو کې د طالبانو مخالف پاتې شوی وو ولې د جهاد په وختونو کې  د همدغو کسانو همسنګره کس وو ، خو له بده مرغه چې د دغه مقام لپآره د رباني ټاکل یوه لویه تیروتنه وه ، خو چې کله رباني ووژل شولو ، نو دده زوی يې پر ځای وګمارل شولو ، چې دا کار بیا پر کوم منطق وشولو ، ایا د رباني زوی یو جهادي شخصیت وو، ایا کوم جهادي مفکر دی ، ایا کوم خاص اړیکي لري او یا که د خپل پلار غچ اخیستو لپآره پر دغه مقام ونازول شولو ، د افغان دولت لپاره دوهم ځل زرین چانس وو چې د سولې شورا مشرتابه لپآره يې د طالبانو له هغو کسانو څخه چې اوس د افغانستان دولت تر قانون لاندې خپلې ژوند تیروي ټاکلي وای ، خو دلته زما خبره بیا هم صدق کوي چې د سولې هڅې ناکامې ، او ریښتوني ندي .
اوس به د صلحې شورا پر تګلارو لږه تبصرو وکړو ، د صلحې یو اصل دا دی چې صلحه تل د کمزوري اړخ له خوا پیشنهاد کیږي او کمزوری اړخ تل د صلحې په مقابل کې د مقابل لوري شرطونه تر ډيره مني ، خو زمونږ دولت معکوس عمل کوي ، ځان پياوړی اړخ هم بولي او د صلحې پیشنهاد هم دوی کوي ، او شرطونه هم دوی وړاندې کوي ، چې دا حالتونه ضید او نقیص حالتونه دی  او دا شان حالتونه هیڅکله سره سمون نه خوري ، که چیرې افغان دولت ځانته  پیاوړي اړخ وايي نو بیا د صلحې وړاندیز باید طالبان وکړي ، او شرطونه هم طالبان ومني ، او که چیرې افغان دولت ځانته کمزوری اړخ وايې نو بیا دې صلحې وړاندېز دې هم دوی وکړي او دطالبانو شرطونه دې هم  دوی ومني ، خو فکر کوم چې د افغان دولت صلحې شورا په ترکستان روان است.
د صلحې په هکله متضاد ګامونو د صلحې پروسه ګډوډه کړي ، د مثال په ډول کله چې د صلحې په نوم خبرې ګړندی شي یا خو افغان دولت بندي طالبان په دار وځړوي او یا د طالبانو کومه ډله په تورلیست کې واچول شي ، همدا شان طالبانو د صلحې ضید ګامونه پورته کړي ، چې د هغې مثالونه د رباني وژل ، د ملي امنیت پر ریس د وژنې ناکامه هڅه او داسې نور ډير مورد هم شته .
له دغه پورته متضادو ګامونو څخه دا روښانه کیږي چې دواړه اړخونه په صلحه باور نلري نو ځکه تل د صلحې په نوم غلط ګامونه اخلي.
له بل پلوه په دې اواخیرو کې د صلحې په پلمه په بهرنیو هېوادونو کې ډول ډول ناستې ترسره کیږي دغو ناستو هم د عوامو سره سوالونه او انديښنې پیدا کړي ، ځکه که چیرې دغه جګړه یوه افغاني جګړه وي نو بیا ولې د صلحې خبرې په پاریس ، جاپان ، قطر او دوبې کې کیژي ،  خو لیرې نده چې ددغو خبرو بوی به هم زر راووځي، خو دلته زما په نظر په بهرنیو هیوادنو کې د صلحې ناستې د امعنې ورکوي چې دغه جنګ یو افغاني جنګ ندی ، په دې جنګ کې یوازې طالبان او افغان دولت ندي ښکیل ، په دې جنګ کې ګاونډي هېوادونه هم لاس لري او موخې لري ، نو د همدې امله د طالبانو ملاتړ کوي او لارښوونه ورته کوي .
اخیر سوال به له لوستونکي سره هم دا وي چې نو اخیر باید څه وشي ؟
ځواب دا دی چې هره ستونزه یو حل لري ، اول باید په دې فکر وشي چې طالبان یو ځل ورک شول او بیا ولې راپيدا شول ، ځواب دا دی چې ریښتوني طالبان ددغه دولت د ناسمو کړنو زیږنده ده ، که چیرې دولت خپلې ناسمې کړنې سمې کړي نوددغه خاورې ریښتنې طالبان به بیرته خپلو کورونو ته راستانه شي ، چې ددغه بهیر لپاره زما په اند په  اول کې اوربند مهم دی ، ترڅو چې د سولې بهیر بریالی یا ناکامې پایلې معلومي شوي نه وي تر هغې دې اوربند وشي او وینې تویول دې ودرول شي ، دوهم قدم کې افغان دولت ته پکار ده چې دولت کې دې فساد ختم کړي ، کار دې اهل کار ته وسپاري ، عدالت دې پلی کړي ، قانون دې حاکم کړي ، له مصلحتونو دې تیر شي ، که چیرې داسې ونشول نو نن به طالبان پخلاه شي خو سبا ته به له همدغو ناکړدو له وجهې کومه بله ډوله راپيدا شي او بیا به له هغې سره همداسې لاس او ګریوان یو ، پاتې شول بهرني طالبان یا هغه طالبان چې د بهرنیو استخباراتي کړیو په اشارو نڅيږي هغې سره فکر کوم چې د جګړې سیوا بله لار نشته ځکه چې هغوی د نورو لپآره کار کوي او د نورو لپآره زمونږ وطن ورانوي نو فکر کوم  چې دهغوی سره باید تر اخیرې سلګۍ پورې جګړه حتمي ده .

غمجن کلیوال