
دپښتو مشهور متل دی چې وایی کوږبار ترمنزله نه رسیږی ،
د افغانستان د نوی نظام په رامنځته کیدو سره په هیواد کي نوې ملی هیلې را وټوکیدې افغانان یوځل بیا پدی وتوانیدل چې د ډیرو ناخوالو او بدبختیو لمن ورټوله کړی او په ځای یی د نسبی سولې زرین څادر وغوړوی خودا خوښی او خوشحالی هم پایداره نه وه افغانان نه یوازې په آرامه پرینښودل شول بلکې د افغانانو ددغو خوښیو د لمنځه وړلو په موخه زموږ دې ګاونډیو مټې راونغاړلې زموږ هغه ګاونډی چې تل ځان د افغانانو په درد کې شریک ګاڼه نن یی زموږ د ملی شتمنیو ملی تاسیساتو او آن زموږ پر مرګ هم بسنه ونکړه او زموږ لپاره یی انتحاری حملې ، بمونه او آن غلچکی بریدونه ندی سپمولی .
دابه پرځای پریږدو رابشو په کور دننه زموږ په نظام کې دشته ناخوالو په لور افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او پدې کور کې هر افغان حق لری زدهکړې وکړی خودا خبره تر ډيره بریده په اوسنی نظام کې دیوشعار په ډول پاتی شوې ،
غواړم اصلی موضوغ ته مو پام راوګرځوم چې هغه د افغانستان د ملی نظامی اکاډمۍ راتلونکی ده ملی نظامی اکاډمی لکه څنګه یی چې له نوم نه پیدا ده باید چې په ملی ګټو ولاړه وی ،خو بدبختانه ملی نظامی اکاډمی هم د موجوده فاسد نظام یوه برخه ده نودا هم له فساد او ګډوډیو څخه خالی نده .افغانستان په تیر ۲۰۱۲ میلادی کال کې د نړۍ ترټولو فاسد هیواد وپیژندل شو او لومړی ځای یی خپل کړ.
داچی غواړم ملی نظامی اکاډمی له دی ډول ستونزو پاکه شی ښه به داوی چې شته ستونزی یی په ګوته کړم ،ملی نظامی اکاډمی هرکال د ۱۰۰۰ زرو تنو په شاوخواکې محصلین نجونې او هلکان د څلور کلنې دورې لپاره تر یوی آزموینې وروسته جذبوی چې په بيلابيلو برخوکې زده کړی ورکول کیږی لکه اداره او منجمنت کمپیوټر ساینس او یو شمیر نورې رشتې اصلی ستونز ددغې اکاډمۍ په ازموینه کې ده کله چې دغه اکاډمی د ازموینی لپاره د شمولیت کارتونه ویشی لومړی هلته پکې واسطه او واسطه بازی وی خو ترهغه وروسته چې ازموینه واخیستل شی هغه ځوانان چې په ازموینه کې یی ګډون کړی وی تر ډيری مودی پوری سرګردانه ګرځی (پایلی ) یی ژر نه معلومیږی د پایلو اعلان پروسه یی پدی ډول ده هغه کسان چې بریالی شوی وی یوازی د هغوی نومونه اعلانیږی او دنورو ځوانانو نومری هم پټې ساتل کیږی تر هغه ځایه چې زه معلومات لرم د دې اکاډمۍ اکثریت شاملیدونکی ځوانان تر ازموینی وړاندې معلوم شوی وی او دا ازموینه د ټولنې د غولولو په موخه ترسره کیږی نو پکار ده چې ددې ډول ملی خیانت مخه ونیول شی او ددغی پروسې د لا شفافیت په موخه د ملی دفاع وزارت ګړندی ګامونه پورته کړی ځکه چې اداری فساد او داډول ستونزی په دولت کې ددې لامل شوې تر څو خلک له دولت څخه فاصله واخلی او لری شی دا هیواد د افغانانو کور ده او دا حق چاته نه ورکوی له دوی څخه د تعلیم او زدهکړی حق واخلی
ن ـ ب