
راته کړل يې: د دې بحث سرليک دې بايد داسې وای: جمهور رييس کرزی د فساد په مستۍ کې.
- ولې.
- ځکه لومړی خپله ښاغلی کرزی په فساد کې ښکېل دی. څلوېښت زره جريبه ځمکه يې د کندهار په عينو مينه کې غصب کړې ده. شل زره جريبه ځمکې ته يې د دولتي فساد له لارې قانوني اسناد جوړ کړي دي، چې هغه دولتي غلا ده او تا ورته اشاره کړې وه او ښاغلي همدا ډول غلا کړې ده او شل زره جريبه نوره يې همداسې په زور نيولې ده. ته وا ښاغلی حامد کرزی به له دې نه وي خبر چې په کندهار کې عينو کاريز او ځمکې د چا وې او کرزي وروڼو څنګه ترې ونيولې؟
د کندهار د محکمې رييس ښاغلی دل اقا د کرزی سره شريک دی، له سلو زياتې وثيقې يې په محکمه کې تېرې کړي دي او په ناحقه يې ځمکې د کرزي کړي دي او له دې سربېره يې د هغو کمزوريو خلکو ځمکې په زور نيولي دي چې څوک نه لري او اوس له سيمې وتلې دي په دې کې ډېری وزير او مسعود دي دغه ځمکې يې په کرز، ارغنداب او ميوند کې لاندې کړي دي.
ښاغلی رحمت الله رووفي چې کله والي شو، هغه د دولتي ځمکو اسناد نه تېرول، په يوه ټليفون يې برطرفه نه کړ! ښاغلی توريالی ويسا يې د رسمي غلا لپاره والي کړ. ښاغلي توريالی ويسا هغومره په غلا کې شريک دی لکه څومره چې ښاغلی حامد کرزی په کې شريک دی. نصف لي و نصف لک خبره ده.
د کابل ارګ او خپل ښاغلي کرزي چې له ايران څخه له رسمي مجرا او لارې پرته کومې پيسې اخېستې هغه ټولې يې د فساد لپاره لګولې او لا يې په دې لاره کې مصرفوي.
د کابل بانک فساد چا وکړ؟ ښاغلی حضرت عمر زاخېلوال خو وېل چې هېڅ خبره نه شته، خلک دې تشويش نه کوي. ښاغلي زاخېلوال ويل: زه ضامنت کوم چې په کابل بانک به هېڅ خبره نه کېږي. دا خبرې يې ولې کولې؟ ځکه چې دی پخپله، د بانک د ټولو رييس ښاغلي عبدالقديرفطرت په کې شريک و. ددې پر ځای چې هغه د دې لوی شرم له امله استعفا وکړي او لاس په سر شي دا ډول خبره يې وکړه. ځکه ورته پته وه چې چا ته يې پيسې ورکړي دي او له کوم درکه. الحياء شعبه من الايمان. دلته خو دوی ايمان نه لري زه يې لا ده شعبه خبره کوم. بښنه غواړم.
غلی وم، ځواب مې نه درلود.
راته کړل يې: دا بحث نه دی، ځکه بحث يو اړخيز نه وي، بلکې څو اړخيز وي، دا لکچر دی. زياته يې کړه: د لوستونکيو تبصرو او ليکنو ته ولې ځواب نه وايې؟
- لا يې وخت نه دی، بوخت يم او د شپې ناوخته کور ته ځم، د دې مجال نه وي چې خپل نوټونه ترتيب کړم او بيا يې شريک کړم. دا د خلکو او مدني ټولنې اندېښنې دي.
- دا پلمه ده، د منلو وړ يو دليل نه دی.
- غواړم ټولو برېښناليکونو، تبصرو او ليکنو ته په يوه ځل ځواب ورکړم.
- خبري دې د يخ نوشته ده چې لمر ته اېښودل شوه ده. والي، ښاروال او رييس پوهېږي چې په فساد کې وزير او جمهور رييس راسره شريک دي. قاضي او څارنوال هم د دوی مله دي. حکومت د غلو دی. دوی ټول يو بل ته معلوم دي. ايا د دې فساد مخنيوی کېدی شي چې خپله جمهور رييس او د هغه معاونين او وزيران په کې ښکېل وي.
- نو نه يې ليکم؟
شېبه غلی شو. بيا يې وويل: ويې ليکه، خو....
*****
د بازارک ښاروال ښاغلی عبدالخبير بخشي په وياړ وايي چې موږ د پنجشير يوه ناحيه په مزارشريف کې جوړه کړې ده چې لس زره د استوګنې او سوداګرۍ نومرې لري.
پنجشير عجيبه ولايت دی، له کليو څخه يې والسوالي جوړې کړي دي او له ولسوالۍ يې د ښار ناحيې.
خلک يې وايي چې زموږ حقوق له پښو لاندې شوي دي، ټول يې جلال آباد، کندهار، خوست او غزني ته ورکړي دي.
پنجشير د يوې سيمې لپاره د کلي په نامه امتياز جلا اخلي، د همدغې سيمې لپاره د ولسوالۍ امتياز بل ځای اخلي، د ښاروالۍ د ناحيې په نامه د همغه کلي سيمې لپاره بيا امتياز اخلي. د يوې سيمې لپاره درې امتيازه. والي، ښاروال او رييسان يې شريک دي او خلکو ته خدمت کوي.
دغه ته وايي د اساسي قانون له مخې متوازن انکشاف. ځکه په نورو ولايتونو کې چارواکي په غلا بوخت دي، هغوی د خپل رعيت او خلکو لپاره د خدمت په فکر کې نه دي.
*****
د چا فساد ملت او هېواد ته ډېر تاوان لري، د موسسو/ نادولتي ادارو او که د دولتي ادارو او حکومت؟
فساد، فساد دي او د هر چا له لوري چې وي دولت او خلکو ته يې زيان ډېر دی. د دولتي ادارو (قضاء، اجراييه او مقننه) فساد ځکه وېروونکي دی د مالګې د خوسا کېدو خبره ده او داسې څوک به بيا نه وي چې پوښتنه وکړي.
په ټولو ځايونو کې د بحث توافق په دې دی چې د فساد مخنيوی بايد په هر ډول چې ممکن وي بايد مخه يې ونيول شي. د هر شخص د فساد مخه بايد ونيول شي. نه يوازې د فساد مخه بايد ونيول شي بلکې د فساد کشف هم بايد وشي.
اجماع په دې ده چې د فساد په وړاندې بايد سوله ييزه مبارزه وشي. د دې مبارزې ډول او رقم ته مو د تېر بحث کې د مدني ټولنې له لوري د حل لارې په کرښو کې اشاره وکړه چې مهم هغه يې د خلکو بيداري او له فاسدو واکمنو سره شلون دی.
نور بيا