
د تلې يا ميزان مياشت په نيمايي کې يو شمېر کابل مېشتو او بهر مېشتوستمي، جمعيتي او نورو افغان ضد کړيو زما او څو نورو ملتپالو افغانانو پر ضد يو پراخ کمپاين پيل کړ، خپلې اکثره وېبپاڼې او ورځپاڼې يې په داسې تورونو او لا منطقه ليکنو ډکې کړې، چې له واقعيت او منطق څخه يې زيات واټن درلود، څو ورځې مې ورته صبر وکړ، کله چې مې د دوى ټول تورونه او نظريات راټول کړل، نو بيا مې په يوه ليکنه کې ((زړه مې نه خوځي له ځايه، غر خو هسې وي که نه)) ټولو ته ځواب ورکړ. پر همدې وخت مې له جلال اباد څخه زماد يو پخواني دوست او فرهنگي چارو ملگري ښاغلي
))لال پاچاازمون)) هغه ليکنه هم تر لاسه کړه چې ده د اکتوبر پر (١٩) (د تلې پر ٢٨مه ) نېټه د سهار پر نهو بجو د(( سباسباوون))saba sabawon په مستعار نامه، د ssbawon@yahoo.com له مستعار ايميل ادرس څخه، له ما سره په دفتر کې د يو کار کوونکي ښاغلي ((ضيا الرحمن ضيا)) په ايميل ادرس رالېږلې وه او پر خپل اصلي ايميل ادرس azmoonl@yahoo.com يې هم ځان ته کاپي (cc) کړې وه.
ضياالرحمن ضيا ته يې طبعاً ځکه لېږلې وه، چې هغه به يې ضرور ماته ښکاره کوي. ما چې کله دا ليکنه ولوستله نو پر ټولو کوايفو پوه شوم، خو ځواب مې ځکه ورنه کړ، چې يو خو دا ليکنه په سملاسي ځواب نه ارزېدله او له بلې خوا زه په کابل کې د پخوانۍ شمالټلوالې(اوسنۍ ملي جبهې) پر وړاندې د هېواد د ملي هويت او ملي ارزښتونو د ساتنې او پالنې لپاره پر قلمي مبارزه اخته وم.
له بلې خوا ازمون زما يو پخوانى دوست و او نه مې غوښتل ، هغه پرده چې ده د ((سباسباوون)) په مستعار نامه پر خپله ليکنه غوړولې وه، لرې او ليکونکى يې ترې څرگند کړم.
ما هغه وخت هم اټکل کړى و، چې دا ليکنه به ورو ورو د نورو افغان ليکوالو ايميل ادرسونو ته رسي او وروستى تمځاى به يې همغه ستمي کړۍ وي، چې په خپل زړه به هر ډول ګټه ترې پورته کوي. ډېرو دوستانو راته له ننگرهاره چې د قضيې پر اصلي اړخ پوه وو، ټيلفون وکړ او دا کار يې د افغانيت، پښتونولۍ او انساني ارزښتونو خلاف وگاڼه، خو ما ورته وويل؛ يو شمېر پښتانه چې کومه ملي ستراتيژي او پلان نه لري، که هغه ماپسې هر څه ووايي، زه يې ځکه ځواب نه وايم، چې زما فکري تگلورى او ليدلورى معلوم دى، ما د افغانستان د ملي هويت د مخالفينو خلاف قلمي جهاد اعلان
کړى او همدې ته دوام ورکوم، په وړو وړو خبرو پسې نه گرځم او نه د شخصي عقدو پر ويروس اخته شويو کسانو سره ځان په ناندريو کې اچوم، خو د ځينو خبرو پر وړاندې ډېر وخت چوپ پاتې کېدل، عقده يي اشخاصو ته د دې زمينه برابروي، چې خپله خوندي پاتې شي، خو نورو ته زيان واړوي. له دې ليکنې څخه مې هدف د ځان سپيناوى نه دى او نه د ښاغلي ازمون د ليکنې ځواب، هدف مې دا دى، چې پښتانه له ځانځانۍ او شخصي عقدو څخه وژغورو، ځکه هر څوک که پر شخصي سوال او ځواب اخته شي، نو د هېواد دښمنانو ته به څوک ځواب ووايي، د هر ليکوال شخصي کرکټر او کړى کار بايد
د هغه پر وړاندې د لگېدونکو تورونو ځواب وويلاى شي، که زما تېر کړى کار زما د شخصيت متضمن نه وي، نو بيا خو بايد زه پر خپلو تېرو کارونو بيا کتنه وکړم. خو کله کله د خوشال بابا په خبره داسې هم وي چې خپل (( هنر)) سړي ته ((بلا)) شي، ډېر کار او ډېر اخلاص سړي ته غم شي او که سړى لويه اوسېله ونه لري، نو پر خپلو ښو کارونو به پښېمانه شي، خو ماته خپله ټولنه او خپل اغزن چاپېريال ښه معلوم دى، ماته د استاد روهي دا خبره د کاڼي کرښه ده، چې ((په وروسته پاتې ټولنو کې د خدمت او شخصيت معيار معلوم نه دى))، استاد الفت وايي: ((موږ خپل خدمتګارانو نه
پېژنو خو باداران ښه پېژنو))، او د افضل ټکور دا خبره هم ډېره پخه ده، چې ويل يې: (( که غواړې پښتنو ته کار وکړې نو مخکې گوره، که دې شاته وکتل نو له څټه دې رانيسي)). زه د داسې ټولنې غړى يم، چې هلته د ستاينې او غندنې معادله د عدالت حد ته نه ده رسېدلې، خو دې ټولو سره ما ځکه ځان روږدى کړى، چې دا غندنې ما مخکې تر مخکې پر ځان منلي، دې کې زما د قوم او زما د ملت گناه نه شته، زما قوم له خپلو شخصيتونو سره رقابت نه لري، بلکې هغه اشخاص چې مساوي، موازي يا متناسب روان وي او يا هم يو نيم په کې يو څه کمزورۍ ولري، هغه نه غواړي د کار سړى ترې دمخه شي،
همدغه کسان دي چې د کار او دستار سړي مخه نيسي. ما د خپلې انرژۍ يوه برخه د همدې ناندريو دفاع ته ساتلې، نو هغه کسان چې غواړي زما د اوږدې ستراتيژۍ، ملي ليدلوري او تګلوري پر وړاندې تيږې تولې کړي، د ځان له ستړيا پرته نور څه نه شي تر ګوتو کولاى. زه په خپلې دې ياد ليکنې کې د ښاغلي ازمون ټولې ليکنې او په هغې کې مطرح شويو تورونو ته ځواب نه وايم، ځکه دا يو اوږد او مخامخ بحث غواړي، ښه به وي چې خپله د ازمون ليکنه له خپلې دې ليکنې سره مل د قدرمنو لوستونکو مخې ته کېږدم، هغوى به خپله ددې ليکنې پر محتوياتو او ادبياتو قضاوت وکړي او زموږ د
دواړو ما في الضمير به ورته څرګند شي، خو يوازې يو دوه ټکو ته مجبور يم، لنډ ځواب ووايم، چې هغه د متعرضې ليکنې د ليکونکي د اوسېلې تنگوالى او زموږ له کلتوري اخلاقو څخه لرېوالى ښيي، د ليکنې ليکونکى دومره بې اوسېلې شوى، چې زما شخصي حريم ته هم دا خل شوى، زما مرحوم پلار او زما مېرمنې ته يې داسې الفاظ کارولي، چې د ليکونکي فکري لنډون ترې له ورايه څرګندېږي، زه نه غواړم ورته خبرې وکړم، ځکه زه پر دې انساني کرامت او افغاني ارزښت ښه پوهېږم، چې ما د چا د لاس ډوډۍ وخوړه، نو زما قلم او ژبه دې اور واخلي، چې بيا دا نمک حرامي کوي، زه ښاغلي
وطنخېل صيب ته د زړه له تله درناوى کوم، ځکه د هغو کسانو له جملې څخه چې زما د شخصيت په روزنه او پالنه کې يې د زړه له اخلاصه مرسته کړې، يو هم وطنخېل صيب دى او ډېرې خوږې شپې مې د همدوى تر سيوري لاندې تېرې کړي او همدارنگه خپله ورينداره ((د ازمون مېرمن)) ځکه په قدرمنو او وياړمنو الفاظو نماځم، چې زما په شان په لسګونو ليکوالو ته يې په خپلو لاسونو ډوډۍ تياره کړې، د خپلې ورېندارې د درناوي تر څنگ که د خپلې مېرمنې د علمي او ټولنيزو کارونو او د هغې،دهغې مېلمه پالنې، چې د خپلو پښتنو ليکوالو يې کړې، يادونه او درناوى ونه کړم، نو دا به
هم ډېره بې انصافي وي؛ په ننګرهار کې د ملگرو ملتونو په دفتر، په بېړنۍ لويه جرگه، د اساسي قانون په لويه جرگه کې يې د هېواد د دښمنانو د دسيسو په شنډولو کې کارنده ونډه لرله او همدارنگه اوس په ولسي جرگه کې په دومره مېړانه د خپل ملت د ملي ګټو ملاتړ کوي، چې ډېر نارينه يې هم نه شي کولاى او د پرديپالو پر وړاندې تر دې حده ولاړه ده، چې ډېر کم خلک به دې ډول قربانۍ ته چې د ژوند او سر د خطر په بيه تمامېدى شي، ولاړ وي، نو دداسې چا پر وړاندې د سپوره او تر اخلاقي معيارونو بهر کليماتو کارونه ، سړي ته د ليکونکي فکري کمزوري او عقده په ګوته کوي.
ښاغلي ازمون په (( يون وپېژنۍ...)) ليکنه کې پر ځان نو رهم ډېر فشار راوړى او خپل ځان يې تر اخلاقي پور لاندې راوستى، ما پسې يې داسې څه ويلي، چې زما په خوب او خيال کې هم نه گرځېدل، زه نه غواړم د لوستونکو په تېره بيا د ننگرهار د فرهنگيانو زيات وخت ونيسم او دښاغلي ازمون هر تور سپين کړم، ددې لپاره زما د وړانديز اسانه لاره داده، چې ښه به وي، په ننګرهار کې د پښتنو مخورو او ليکوالو يوه درنه غونډه جوړه کړو، څه به هره ورځ ځان په تکليفوو، يو بل پسې به په خپل يا مستعار نامه ليکنې کوو او خلکو ته به ستړيا پېښوو، ښه به دا وي چې ازمون صيب دې
د خپلې دې ليکنې او تر دې د مخه د يوې بلې ليکنې چې هغه يې هم په مستعار نامه کړې وه او ما هېڅ ځواب ورنه کړ، مواد او دغه راز دده د وينا له مخې له ده سره زما په اړه نور اسناد(!) ، ټول راټول کړي، زه ده ته د دې صلاحيت هم ورکوم، چې د پښتنو په جرگه او د ليکوالو د وجدان په محکمه کې دې لکه د څارنوال او قاضي په شان دا خپل ټول تورونه او اتهامات ، شواهد او مدارک يو په بل پسې پرما وارد کړي، که په ما کې د ځواب، قوت، جرئت او اخلاق وو، د پښتنو ليکوالو پر وړاندې به ځواب ورکړم او که نه خو پښتنو کې (پړ) تر (مړ) بدتر حالت دى، خو که چېرې ما سره څوک د پښتنو
جرگې ته حاضر نه شي او د مستعارو نومونو تر چتر لاندې پرما او نورو د توهين ډزې کوي، نو له دې څخه خو معلومېږي، چې دا اشخاص نه يوازې له ټولو پښتنو سره دښمني کوي او د ليکني غيبت د منفي کلتور يوه سلسله خپروي، بلکې له خپل ځان سره هم دښمني کوي؛ انسان که هر څومره د مشروعو او نا مشروعو غرايزو تابع وي، خو يو وخت بيا داسې هم راځي، چې انساني ضمير يې پر ټولو غريزو غلبه کوي او بيا پښېماني څرګندوي، زه نه کوم امپراتور يم، نه کوم ديکتاتور، نه کوم زورواکى او نه هم کوم داسې چارواکى چې د چا د تړلو او پرانيستلو واک وځواک راسره وي،
يو عادي سړى يم، نو زما په اړه چې څوک ليکنه کوي، هغه ته هېڅ ډول فزيکي خطر نه شته، نو بايده دي چې په زغرده يې وکړي او په خپل نامه يې وکړي. د مستعارو نومونو مجوز ته هغه وخت لاره خلاصه وي، چې د ليکوال فزيکي ژوند ته د خطر پېښېدو احتمال وي، نو دا چې دا ليکنه ښاغلي ليکوال په بدل نامه کړې، دلته ښه څرګندېږي چې په اوړو کې يې شگه ده.
دا چې ما د ښاغلي ازمون نوم ولې څرګند کړ، يو خو دا چې زه ، ازمون صيب او خداى (ج) پوهېږو، چې دا ليکنه چا کړې ده، بل هدف مې دا و، چې هر ليکوال په ټولنه کې خپل خپل مخالف او موافق لري، کله کله ديوه پر ځاى پر څو کسانو دسړي شک پيدا کېږي او شک د سړي ايمان ته زيان رسوي، نو په دې خاطر چې خبره له شکه وباسم، د ليکوال((د تخليق او تحقيق)) حق هم ادا کړم او زما خواخوږي هم له نورو اشخاصو څخه په زړه کې خواشينې نه شي، نو ځکه مې د ليکنې د مصداق او انطباق له مخې د هغې د ليکوال نوم ورسره وليکه، بل هدف مې دا و، چې څوک په چا کې رښتيا هم ډېرې
اجتماعي، سياسي، مذهبي او نورې نيمگړتياوې وويني او ليکنه پرې کوي، په داسې حال کې چې دده ژوند ته په کې کوم فزيکي خطر نه وي، نو بيا ښه ده، چې ليکنه په خپل نامه وکړي، د ليکنې ښېگڼې او بدگڼې به مستقيماً خپله ليکوال ته راجع شي.
زه اوس پر دې هم خفه يم، چې زما له دې ليکنې څخه به د ازمون شخصيت ته يو څه زيان ورسي، خو بل هدف مې دا دى، چې ازمون صيب ددې پر ځاى چې د نورو د کار او ژوند په اړه خپله انرژي مصرفوي، ښه ده د خپل ژوند سمون او پرمخيون ته متوجه شي او بل دا هم غواړم چې زموږ ځوان ليکوال د ځانغوښتنې پر ناروغيو اخته نه شي او هغه ناروغي چې يو نيم ليکوال کې موجوده ده، دوى ته سرايت ونه کړي، دا چې د ښاغلي ازمون دوو بېلابېلو نوم بدلو ليکنو ته مې تر دې دمخه ځواب ورنه کړ، علت يې دا و چې نه مې غوښتل د پښتنو تر منځ د دا ډول منفي ليکنو کلتور عام شي، که نه
درانه لوستونکي به څنگه قضاوت وکړي، هغه څوک چې د بشپړو هېواد دښمنو جبهو پر وړاندې ودرېدى شي او دهېڅ ډول وېرې احساس نه کوي او نه د منطق له بحران سره مخامخېږي، د يوه ژورناليست ځواب نه شي ويلاى؟. اوس نو که پر ما او ځينو نورو ليکوالو د ازمون صيب او يا هم څو نورو ليکوالو زړه ډېر ډک وي، نودى خو هسې هم د غونډو په جوړولو کې ډېره تجربه لري، يوه لويه فرهنگي غونډه دې جوړه کړي، هملته به يوه ورځ خپل ټول حساب او کتاب سره ورکړو او د خپلو هغو ناروغيو مخه به هم همدلته ډب کړو، چې په ځينو کې عملاً شته او ځينې نورو ته هم کېدى شي لاره وکړي، د
ازمون صيب د ټولې ليکنې او نورو اندېښنو ټول ځوابونه د پښتنو ليکوالو يوې لويې علمي او عملي غونډې ته پرېږدم، ښه به وي چې دى د خپلې دې ليکنې الفاظ په همدې جرئت سره چې په دې ليکنه کې يې کړي، هلته هم وکاروي، نو زه به يې په تسلسل سره ځواب ورکړم، په پاى کې يو ځل بيا له ټولو قدرمنو ليکوالو څخه هيله کوم، چې د شخصي رنځونو له دې لمبو څخه ځان وژغوري او خپله ټوله انرژي د خپل هېواد د ملي کلتورساتنې او بډاينې ته وقف کړي، ازمون صيب ته هم د هغه ددې ليکنې له امله په خپل وار ((مبارکي )) وايم او دا هيله هم ورڅخه لرم، چې تر دې
وروسته نه ما او نور ليکوال اړ کړي چې دا ډول ((مبارکي)) ورته ورکړي.
ديو لوى او سمسور افغانستان د جوړېدو او ټولو هېوادپالو ليکوالو د سوکالۍ په هيله
او دا هم د ښاغلي ازمون صيب د ليکنې بشپړ متن
يون وپيژني يون+منصور+زريآب=آفغآنستآن ټوټه ټوټه کېدل شمېر کسان د ملي مسالې په نامه غواړي په افغانےستان کې ژبنيو تعصبونو ته لمن ووهي دملي لفظ په معنى نه پوهېږي د ملي ترنامه لاندې قبيلوي فکر پالي داسې اشخاص په پښتون اودري زبو قومونوکې شته . که هغه اسماعيل يون دى که حفيظ منصور يازرياب يا له يون سره يو څو نورچي يوپيرو يي په جلآل آبآد کي خبريآلي كوي همداسې په دري ژبو کې يو څودرواخله دوي سره ناست دي او دخپل
تجارت لپاره يي سره سلا کړې چې څنګه پداسې اوتوبوتو داملت ټوټوټې ټوټې کړي افغان ملت له څو قومونو جوړ شوى ديون په شان خلک يي نه شي بېلولې يون خو هغه سړى دى چې دمکتب په دوران کې يې خلقي توب پاله مدام به يې په دۍ خبرو شخړې کولي په دې شخړو يي ځان د مذدک څنګ ته ورساوه له ماسره به يو صنف كي و د څوانانو مرکزي کميټي غړي شو .ګوند ته ډيرشعرونه وليکل .په خوشالخان ليسه کي يي له خلقيتوبه بل څه نه کول چي پوهنتون ته لاړ هلته يي بيا داخبره کوله چي پښتو ده او فارسي ده دلته بيا دي تفرقي ته لمن وهه .خلقيتوب ورته له پلاره په ميراث پاتي و پلار يي په لوګر کي
مجاهدينو کوتره که .که چي دمجاهدينو دوران راغى داښاغلى بيا بي مظمونه شو دحکمتيار مدافع وکيل وګرځيد څو کاله يي په دي مساله شخوند واهه اودنفاق اور يي بلوه کله چي دطالبانو دور راغى نو هڅي يي کوله چي امير المومنين وګوري په همدي خاطر يي دشاعر ننګيال دخولي وينا ده يو سهار وختي يون راغى اوراته ويي ويل :راڅه چي ملاعمر ته دبابا لقب ورکو .هغه به ويل ښه ته داوګوره اوس مونږ نه نيکونه په ګورکي خپه کي .په طالبانو دومره عاشق شو چي نظامي ته به يي دراډيو لپاره تبصري ليکلې تر سلو زياتې دطالبي دور تبصرې يي وليکلي چي دنفاق بوى تې راته دهيلي په نامه مجله کي
به يي هم هغه څه ليکل چي ملې نه قومي ان قبيلوې وو .يو تور يي دالګولى و چى رباني له ارګه طلا پټه کړې خووروسته معلومه شوه چي داار څه شته دغسې دروغ يي خپرول دا کار يي ددي لپاره کاوه چي څنګه دنفاق اور بل کي ځيني پښتانه مشران به چي په جرګي پسې ګرځيدل ده به ويل دا بيا ظاهرشا راولي پښتانه خرابي جرګه مرګه نه چليږي همدا طالبان ښه دي پښتانه دي پرې چي دتاجکانو جرړي وباسي.بل به يي داويل اوليکل چې طالبان ښه دي له مجاهدينو [توپکسالارانو]يي بېغمه کړو. دويمه سقآوي يي په سيمه کي دآوربليدو لپآره وليکله، حاجي قدير يي په دې خاين باله چي له طالبانو سره جګړه
کي وخت راغي طالبان ختم شول ده به په پيښورکي ويل دپښتنو حکومت ختم شو اوس ګوزاره نوره په کابل کي يي نه کيږي وخت تير نه وچي دا ښاغلى په يونما کي مقرر شو ښځه يي هم ورته راوسته ځکه ويل يي نظام د ښځې شو دتوپک سالارانو سره ودريد په بيړنى اواساسي قانون جرګو کي يي همدا توپک سالاران چې ولس به ويستل دوي به دپيسو په زور راوستل.په جغلي توګه اودهنرمندانو په ليست کي يي ځان دجرګې ډګر ته ورساوه .دننګرهار دخلکوحقوق يي تر پښو لاندې کړل .دښځو تر مظاهري لاندي هم راغى يو کار يي دا کړى و چي ٢ښځې يي قومندانى ته معرفي کړې وې له انګريز مايکل سره يي هم انډيوالې
واچوله،ده ښځو په واسطه به يي تري پيسي اخستي که ضرورت شو دهغوښځو نومونه به هم وليکل شي چې دده ورسره وروسته په پيسو لانجه راغله حاجي قدير ورته په يوه معامله کي يوه نمره زمکه ورکړه کله چې هغه مړ شو ده دناهيد په مجله کي دهغه دقتل تور په شمال ټلوالې واچاوه دهغې ګنې دچاپ لګښت امان دزمان ورور چې اوس دحاجي قدير په قتل کې بندي دى ورکړى و . په مجله کې تې مننه شوې،بيا دحاجې قدير زوى حاجي ظاهر خصوصي مشاور او چاپلوس مقرر شو .په مطبوعاتو کې به يي ټوپکسالاران ځانته موضوع ګرځوله غندل به يي خو حاجي ظاهر چي معاش ورکاوه هغه يي ملي خدمت ګار باله ،څو کاله
يي له هغه سره باډيګارډي وکړه ،په انتخاباتو کې دده اومېرمنې ټول لګښت يي هم همدې ظاهر له خوا ورکول کېده .له ظاهر نه به يي په هرې ناروا کې دواړو ددې په خاطر ننګه کوله چې معاش حلال کي دپوهنتون حيثيت ته يي هم نه کتل ځکه له ده سره ده پيسو خبره مهمه وه دايي شعار و پيسي پيداکي چې په هره لاره وي په همدي خاطر يي پښتو شعار کړه اوپښتونواله يي پرېښوده قومندانانواوخارجيانو ته يي ښځه سرې شونډې ودروله او تقرير به يي پي کاوه څه شوه هغه پښتو کوم چې ده دخپل تجارت لپاره ټاکلي وه په اسلام پسې همداوس هم چټيات وايي دغه ديموکرات دښځو په پروژه کې له ښځو پيسي
غلا کړې اوداساسي قانون په انتخاباتو کي له ښځو سره درغلي وکړه چي زرګونه ښځي پسې راووتې اومظاهره يي پسې راوويسته خو دحاجي ظاهر دټوپک ترسيوري لاندې ګرځيده ولس يي پدې تيريسته چې کرزي پيژنم څوک راته څه نشي ويلاي دا به يي هم ويل داټول پلانونه اوطرحي کرزي ته زه جوړوم .په انتخاباتو کې يي هم همدا لار ونيوه خوچا ورته ارزښت ورنه که ناکام راووت حاجي ظاهر به ده اوميرمن ته يي موټري برابرولي.حاجي قدير خو يي بي ځايه اتل نه باله ځکه هلته دپيسو زور و
کله چي له دولته ناهيلي شول نور نو کابل ته لاړ اوهلته يي په تلويزنونو کي شرو وکړه دولت به يي ټکاوه خو چي ارګ ته ننوت نو داځل يي يوه بله پاليسي راوويسته اوهغه داچې پخوا به يي چې دکرزي په نوم خلک دګل اوس له يوشمير واليانواوريسانو نه داسي حق غواړي چي کرزي صيب سخت درته په عوسه و بيا ما ارام که اوستا دفاع مي تي وکړه اوس چي له چاسره کيني همدايوه خبره کي کرزي ته مي نن داويل او هغه راته داويل په همدي مهارت يي څوجريبه ځمکه دتلويزون په نامه له مخابراتو له وزيره واخسته .په واليانو کي له اکرم خپلواک ،روح الله امين،وحيدي ،شيرزي څخه په يونوم اوبل
نوم خق اخلي،په ريسانو کي دننګرهار ګمرک ريس چي عالي زده کړي[؟] لري حق په دي حواله دي چې په شريکه يي دغلا لپاره يو نيټ ورک جوړکړي دغه نيټ ورک به هم يورځ رابرسيره شي .ښاغلي يون چي يومهال له کابله ننګرهارته راته نوله ظاهر سره يي پلانونه جوړول خو اوس هره اوني راځي اودحق لومړي سلام دګمرک په ريس اچوي له دي ځايه نور تهديدوي بياکونړ همداسي لغمان ته سرښکاره کوي اواوګرايي ټولوي ،دقلوموال جريده دافغانستان دګټي لپاره نه بلکي دشخص ګټي او ګډوډي لپاره خپروي دده يواځيني مبارزه داده چي دپښتو اودري تربګني وي دا هيواد دده او زرياب ،منصور
په ژبنيو لانجو کې ښکيل شي دوي دملي مبارزي په نوم قومي اوقبيلوي مبارزه کي په ملي کي ددي وطن هر کس چي له هرقومه وي داوسيدو حق لري.مطبوعات بايد داسي کسانو ته چي په خوله ملي وايي اونور دملت پر ضد وي اجازه ورنه کړي له کرزي صيب نه موهم هيله ده چي دغه مداريان پرينه ږدي چي دده له نامه نه داډول سوه استفاده وکي کار يي په امنيت شورا کي دي خو دنجيب زراب په پروژه کي هم دبزنس لپاره غږيږي داډول کسان ولس شړلي منفور شوي ددوي مبارزه ددي هيواد په ګټه نه په تاوان ده دوي غواړي چي دپښتو او دري په نوم داډول ژبنيو مسالو ته لمن ووهي اوخپل بزنس جاري وساتې داکسان
په هر نظام کي همدا اوتي بوتي وايي ټوپک سالار غندي خو له سيايف سره چي معامله کوي هغه ته بيا کمپاين کوي .کرزي صيب ددي خلکو ماضي وپوشته آوس پسي پلټنه وکه دآفقآنستآن دښمنآن په آرګ کي مه سآته آومه يي په خوله بآورکوه که آسنآد يي غوآړي هغه به هم لآسته درشي مآضي آوآوسني ژوند يي وڅيړه وافغانستان ته يي نيت به قلموال كي معلوميږي.