د ژوند د غځونې دعاګوی دې يو
څو چې يو له سترګو مو پناه نشې
لا دې په خوځښت باندې تکيه لرو
تل په ګناه ياد يو بې ګناه نشې
خير که مخ ته دار دی خو په حقه يو
دا منصوري لار مو د پلرونو ده
دلته ستا په څېر سټې لا ورکې دي
پاڼه د تاريخ مو لا په زړونو ده
پرېږده چې لايقه زړه ته تاب ورکړي
دا ځمکه خوږمنه ده درمان غواړي
دا هستي خوځښت غواړي يو يون غواړي
دا سرونه اور غواړي توپان غواړي
ته يې ننداره کوه تګ لوري ته
تش يې تماشه کوه زوال لره
دا پديدې ګوره چې ورستيږي ژر
دا رواج همغاړی دی وبال لره
دلته د ستم خځلې نه پايي
دا به د تاريخ کندې له وسپارو
سور شفق به خپل تندی راپرېمېنځي
سپين سبا به تورو شپو کې وڅارو
پيل يې چې د ځان په وينو کړی دی
تل به د مرګ کومه ورته خلاصه وي
څو چې بدويت د ځان شعار بولي
پټ به د دنيا له هر اخلاصه وي
ستا شعار مو تل زړو کې ساتلی دی
خير دی که لايقه اوس بې وسه يو
زر به شو لښکر به شو پرمخ به ځو
نن خواره واره ګرځو بې کسه يو
تل د خپلو مټو په دم پايو موږ
تل مو بروسه په خپل ضمير کړي
څو که پکې غورځو لاره نه پرېږدو
خير که مو جشنونه تل په وير کړي
دوی چې بندګي د اهريمن کړي
وينو د يزدان ته بلا تږي دي
کور د اهورا کې رالوی شوي دي
وژلو د وجدان ته بلا تږي دي
خس ږيرې به واړه لولپه شي نور
سور به يې په وينو شي خيالي جنت
ګورې به لايقه دا خبيس ملا
سپک به شي تر سپکو دا کاذب عزت
دا افغان وطن دی دا ننګي وطن
دلته تالا شوي تالانګر واړه
ګورې به د حورو مئينان دلته
دوی ته به دوزخ شي سمه غر واړه
ستر لايقه خدای دې رانه مه اخله
ستا د ارمانونو رژول غواړو
ستا د مشالونو قافله ګرانه
ستا د زړه منزل ته رسول غواړو
وروستي