
پدې شک نشته چې د اسلامي خلافت له ړنګیدو څخه را پدیخوا د اسلامي نظام د احیا لپاره کومه پروسه او کړنلاره چې د نړۍ پر مخ په مصر کې د اخوان المسلمین غورځنګ او په ترکیه کې د عدالت او پراختیا ګوند او په تونس کې د اسلامي نهضت غورځنګ په لاره اچولې وه او د خپلې سپیڅلې مبارزې لپاره یې چې کوم میکانیزم غوره کړی ؤ، د اسلامي خوځښتونو د مبارزې په بهیر کې ساری نه لري او په کومه کچه چې دا پروسه د انساني ژوندانه په چارو کې د اسلام عملي اړخ شونی او پلی کوي او په کومه کچه چې نوموړې پروسه او کړنلاره اسلام ته د انسان په هر اړخیزو چارو کې که هغه سیاسي چارې وي، که دیني که اقتصادي .. خپل ریښتني مقام ټاکي، په هغه کچه د دغې پروسې د شنډولو لپاره په مصر کې د لویدیځ په لمسون دحسني مبارک د مستبد حکومت د پاتېشونو او په ترکیه کې د اتاترک د علماني حکومت د پاتېشونو او په تونس کې د زین العابدین بن علي د ضالم حکومت د پاتېشونو له لوری هڅې په لاره اچول شوې، تر څو د دغې پروسې خاوندان د هر راز بې بنیاده او بې اساسه تورون په اساس د واکمنۍ څخه ګوښه او د تیر په څیر یې د تورو زندانونو د میلو شاته ولېژي، د سختدریځۍ نه نیولی تر بنسټپالۍ پورې په راز راز تورن د سیاسی فعالیت له ډګرڅخه ګوښه کړي .
چا له موږ څخه دا تصور کولې شوی ، چې په مصر کې به د حسني مبارک په څیرهغه مستبد او دیکتاتور حکومت ، چې د لویدیځ د استعماري ځواک له بې دریغه ملاتړ څخه برخمن ؤ ، او په سیمه کې ئې د لویدیځ ناوړه او استعماري توطیو او دسیسو ته د پليکېدو لاره هواره وله ، په ځانګړی توګه ئې د فلسطین په کشاله کې د بې وزله فلسطنیانو په ضد د اسراییلو دناوړه عزایمو ملاتړ کاوه، د عاقلو،خپلواکو او پاکو مبارزینو، کوم چې د اسلام د ریښتنې روحیې پر اساسی یې مبارزه کوله او د مصر د بې وزله او کړیدلی ملت په لاس د یوه داسې برخلیک سره مخ شي ؟. همدا د ملت د همغږۍ او ملي پاڅون روحیه او پیغام ؤ ، چې د لویدیځ استعماري غاصب ځواک هم جرات و نشو کولای چې له خپل دغه لاسپوڅي حکومت څخه ملاتړ وکړي ، خو هیره دې نه وي ، چې د مصر په پاڅون او د عربي نړۍ په نورو پاڅونونو کې کوم توپیر چې تر سترګوکیږي ، هغه هم د همدغه اسلامي غورځنګ د سالمې، عاقلې او نه ستړېکیدونکې مبارزې پایله ده، کومه همغږي او کوم وحدت چې د مصر په پاڅون کې را ښکاره شو د همدغه غورځنګ د پرلپسې دعوت او د اسلام له اصلي معیارونو سره سم خوځښت ؤ.
چا له موږ څخه تصور کولای شوی، چې په ترکیه کې به د عدالت او اسلامی پراختیا ګوند د نوې ترکې د جمهوریت دمؤسس مصطفی کمال اتاترک چې د ترکانو د پلار لقب ورکړل شوی ؤ ، لادینه جمهوریت ړنګ کړي، حاکم ګوندچې لا تراوسه د ځوانۍ په دوران کې ژوند کوي او لا تر اوسه یې د هڅوب لړۍ نه ده بشپړه شوې، که څه هم چې د نوموړی هڅوب کچه د ځینې لاملونو له کبله اغیزمنه شوې ده، لکه اقتصادي ستونزې چې ټوله نړۍ او اوروپا ګواښوي او همدا راز د سوریې بحران چې ترکیه یې خپله کورنۍ مساله ګڼي، وتوانیږي چې د کمال اتاترک د جمهوریت مخ په لسو کلونو کې بدل کړي او د ریښتني اسلامي حکومت بنیان په ترکیه کې په پښوو ودروي او د هغه اصولو پرخلاف چې ترکان په خپل سیاسي ژوندانه کې د کمال اتاترک د لادینه جمهوریت پر مهال ورسره عادت وو، د حاکم حزب د مخ پر وړاندې بهیر د وړتیاپه اړه نړیوال سیاست پوهان مثبت نظر ولري.
چا له موږ څخه دا تصور کولای شوی، چې په تونس کې هغه د استعمار او استکبار تالي څټی مستبد حکومت چې خلک ئې له ویرې د عبادت لپاره جوماتونو ته نشوی تللی، د مبارزو مسلمانانو څخه ئې زندانونه ډک کړی وو ، او څوک ئې بیا د اسلامي مبارزې په تور له هیواد څخه تبعید کړي وو ، او د عامو وګړو خو دا حال و چې د بې کارۍ له لاسه ځان سیزلو ته تیار شوی وو ، به له داسې برخلیک سره مخ شي ؟، او په پای کې د خپلو مزدورانه او اسلام ضد اعمالو له لاسه هیواد پریږدي او وتښتي.
چا له موږ څخه تصور کولای شوی ، چې په لیبیا ، سوریه ، یمن ... کې به دا استکباري او دیکتاتور نظامونه له داسې جریان سره مخ شی ، چا له موږ څخه دا تصور کولی شوی ، چې د لویدیځ مفکره طبقه او ځینې کړۍ دې هم په دې باور او یقین شي ، چې د تاریخ په اوږدو کې دغه راز مستبدو حکومتونو د خپلو واکمنیو د بقا لپاره لویدیځ په دې غولولی وو ، چې ګواکي اسلامی حرکتونه د لویدیځ لپاره ستر او خطرناک ګواښ دی او باید هیڅکله د حکومت واږې په لاس کې وانخلي . خو د اقتصادي بحران څخه راپدیخواه چې د نړۍ په کچه ډیر ستر بحران ؤ ، په ځانګړې توګه د لویدیځ لپاره ډیر ګواښمن بحران ؤ ، په لویدیځ کې مفکره طبقه او ځینې کړیو ته د اسلام اړوند دا پوښتنه راپیدا کړه، چې څرنګه کیدای شي ، چې اسلام دخپل مالي سیستم ( بانکداري ) لپاره دومره منظم او پیاوړی نظام ولري ،چې د دغه راز ستر بحران څخه ئې وژغوري ؟ او د سیاسي، ټولنیزو، صحي، اخلاقي .. چارو د تنظیم لپاره کوم روښانه او ټاکلی تصور و نه لري او که ئې لري نو دوی ته تر دې پرته نور زیات معلومات نه شته، چې اسلام په ټول کې یو وروسته پاتې او زوړ نظام دی ، چې د اوسنی عصر له غوښتنو سره څنګ نه لګوي .
خو که له یوه لوری د اسلام د مالي سیستم په هکله د لویدیځ د څیړنیزو مرکزونو د څیړنو له کبله د لویدیځ په مفکره طبقه او ځینو کړیو کې د اسلام اړوند ژور بدلون را منځ ته شوی دی ، له بل لوری په لویدیځ کې د هغو مبارزو مسلمانانو د مبارزې له امله، چې د خپلو هیوادونو د مستبدو حکومتو نو له خوا تبعید شوی وو ، او په خپله مبارزه کې ئې زیار وګاله تر څو داسلام نظام حقیقی مفهوم لویدیځوالو ته تشریح کړي ، هم یو ډول ګټور بدلون را منځ ته شو، او هغه دا چې په لویدیځ کې په دغو حکومتونو د بې اعتمادۍ او بې باورۍ یو ډول فضا را منځ ته شوه . او پایله دا شوه چې لویدیځ کوم چې په خپله سیاسي او مادي ایدیالوژۍ کې د خپل مصلحت څخه پرته کوم ارزښت نه پیژني ، له خپلو دغو لاسپوڅو حکومتونو څخه لاس واخلي او د ملتونو ارادې ته ئې وسپاري . نن په مصر کې هغه حسني مبارک چې دخپلې واکمنۍ په ډیرشو کالونو کې ئې د لویدیځ بې دریغه خدمت کړی ؤ ، د ملت له لوری محاکمې ته راکښ کیږي او لویدیځ ئې په هکله د ملاتړ هیڅ ډول دریځ نه خپلوي. نن په مصر کې چې د ملت اراده تمثلیږي په ډیره لنډه موده کې د فلسطین د حماس او فتح ډلوتر منځه روغه جوړه کیږي او په لنډه موده کې تمه ده چې ګډ حکومت به جوړ شي. خو د حسني مبارک په نظام کې د لویدیځ د مصلحت لپار غزه محاصره وه او د فتح او حماس تر منځ روغه جوړه ممکنه نه وه او هغه اسلامي حرکتونه چې د دغو مستبدو حکومتونو د جبر او ظلم سره سره او د لویدیځ د دښمنۍ سره سره د خپلې مبارزې په اوږدو کې خپلو دیني او سیاسي ارزښتونو ته متعهد پاتې شول خپل هدف ته نیږدې شی او دعامو خلکو حمایت او ملاتړ تر لاسه کړي.
په ګران افغانستان کې هم د روسانو په وړاندې په سپیڅلی جهاد کې ډیر سیاسي ګوندو نه او تنظیمونه جوړ شول، خو ټول په ظاهري ډول د مجاهدینو په نامه د افغانستان په سیاسي چاپیریال کې رامطرح شول ،او د خپلې سیاسي پروسې په اسلاموالی ئې ټینګار کاوه . له کومه ځایه چې د روسانو په وړاندې جهاد یوه اسلامي دنده وه او کومو سیاسي ګوندونو او حرکتونو چې پکې ګډون وکړ، د اسلامي انګیزې پر اساس ئې پکې ګډون وکړ، خو وروسته لدې چې د روسانو په وړاندې جهاد خپل آخري پړاو ته نیږدې شو، اقتدار ته د رسیدو لپاره ډیری د نوموړو سیاسي ګوندونو څخه د خپل اسلامی ارزښتونو څخه فاصله ونیوله او ورو ورو ئې د روسانو او غربي نړۍ سره په دې موخه اړیکې وغزولې تر څو د افغانستان سیاسي برخلیک ته د همدوی له لارې ځان ورسوي او په لومړي سره کې همداسې هم وشول چې د روسانو د نظامي لاسپوڅو په مرسته ئې د افغانستان سیاسي واک ته ځانونه ورسول .
خو اوس مهال چې افغانستان په کوم پړاو ته رسیدلی دی ، ډیر د اندېښنو او پښتنو څخه ډک پړاو دی، تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان وضعیت په سمه توګه روښانه نه دی، بېلابېل ذهنیتونو د بېلابېلو کړیو له لوری خپلو اهدافو ته درسیدو په موخه د افغاني ټولنې د ذهنیت د سوقولو لپاره مطرح کېږي، چې تفصیل یې تر دې وړاندې د (د۲۰۱۴ کال "ضرب الاجل "افغانستان کوم لور ته وړي!؟) تر سرلیک لاندې په ځانګړې لیکنه په ډاګه شوی دی .
خو هغه څه چې دلته غواړو ورته اشاره وکوو دا دي، چې په افغانستان کې هم اسلامی حرکتونه د امتیازونو د تر لاسه کولو وړاندې خپل مسؤولیتونه د ملت په وړاندې لري او داسې انګیرل کیږي چې د عقل پر اساس نوموړي حرکتونه اوشخصیتونه په افغانستان کې د یوې ریښتنې سولې د رامنځ ته کولو لپاره تر خپلو امتیازونو تیر او خپل مسؤولیتونه پرځای کړي .
ټول په دې باور دي چې په افغانستان کې د سولې د پروسې د پلیکېدو لپاره شته میکانیزم د بېلابېلو دلایلو له کبله د منلو وړ نه دی او په تیره موده کې نوموړې پروسه د خپل کار په لړ کې و نه توانیده چې د یوې تل پاتې سولې اساسات او امکانات را منځ ته کړي ، نو په کار ده چې اسلامی حرکتونه او شخصیتونه د یوه سالم دریځ په اساس د دغې پروسې د بدلون لپاره د مدني ټولنې او ملي شخصیتونو په مرسته د یوه اغیزمن سند په توګه کار وکړي او تر ۲۰۱۴وروسته افغانستان د امریکا د نظامي ځواکونو د وتلو سره سم هېواد د بې ثباتۍ او کورنۍ جګړې څخه وژغوري.
ډیر په دې باور دي چې که چېرې مطرح اسلامي ملي حرکتونه او شخصیتونه احساسات پرېږدي او د عقل او منطق پر بنسټ سنجش وکړي، امتیازات پریږدي او پر خپلو مسؤولیتونو او دندو فکر وغور وکړي او د ملت حق د اسلامی ارزښتونو په چوکاټ کې وپیژني د افغانستان لپاره د یوې تل پاتې سولې پیغام راوړي شي، تمه کیږي چې تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان ټیکاو او ثبات تضمین کړي او د تېرو تېروتنو مخه ډب کړي او د یوه سرلوړي او خپلواک افغانستان ویاړ د ځان او کړېدلی ملت په برخه کړي ..
تاریخ دا ثابته کړې ده ، چې دلویدیځ استعمار د خپل سیاسي خوځښت په لړ کې پرته له خپلو مصلحتونو او ګټو بل څه ته اهمیت نه ورکوي، نو هر هغه سیاسي ګوند او قوت چې غواړي د لویدیځ په مټ پرته له کومي څرګندې سیاسي پروسې او اجنډا څخه واک ته د رسیدو کوښښ کوي، په پای کې به د خپل ملت له فیصلې او غبرګون سره مخ کېږي ، څرنګه چې نن د عربي نړۍ ګڼ شمیر هیوادونه د خپلو ملتونو د قهرجن غبرګون سره مخ دي او ریښتنی بری به په اسلامي نړۍ کې دهغو سیاسي خوځښتنو په برخه وي، چې په ریښتیا په خپله سیاسي پروسه کې د اسلام ارزښتونو ته متعهد پاتي شي، د احساساتو او عاطفې پر ځای د عقل او منطق پر بنسټ خپله مبارزه مخ پر وړاندې یوسي او د هر راز توکمیز، ژبنیز تعصب څخه ډډه وکړي.
وما ذلک علی الله بعزیز.
عبدالرحمن فرقاني