دمصؤنیت غوښتونکویوبل جنایت

په میدان وردګ ولایت کي یوځل بیادیرغلګروپه بمباریواومخامخ ډزوکي په  درځنونو ولسي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې ده ، درواني (جنوري )میاشتي پر۱۲مه نیټه دشپې ناوخته نیواکګرځواکونودسیدابادولسوالۍ دتنګي درې  په حسن خېل سیمه کي  پریومسجدپه بمباراومخامخ ډزوکي ۱۸تنه ولسي وګړي وژلي  اوپه لسهاوونوریې ژوبل کړي دي ،په شهیدانوکي دامام اوبوحنیفه دلیسې استادمزمل دوه زامن یې ،سپین ږیري ،ماشومان اودرې تنې ښځي هم شاملي دي ،دعیني شاهدانوپه ویناچي لومړی پرمسجددوه واره بمباروشو  اوزیاته ملکي مرګ ژوبله پکي پیښه شوه اووروسته بیادکورنیواوبهرنیوعسکروپه ډزوکي چي خلګ یې له کورونوراایستل اوویشتل  ولسي تلفات رامنځته شول ،دغه رازدوی وایې چي : ددغي پیښي ټول قربانیان ولسي وګړي دي  .
مخکي چي به دیرغلګروپه بمبارکي ملکي خلګوته ډیره یالږه  مرګ ژوبله واوښته ،نورکسان به چي دبمبارڅخه خلاص شوی ووهغوی به له مرګه بچ شول .خواوس چي کوم کسان له بمبارڅخه بچ شوي وي یرغلګراوګوډاګیان یې له کورونوراباسي اودکلي په منځ کي یې په ډله ییزه توګه  له تیغه تیروي    .
یوه بله خواشینونکې بیاداده چي خارجي ځواکونه دکورنیوهغو(اردو،پولیسواواربکیانو)په ملتیا دهیوادپه بیلابیلوسیموکي دیوې پلان شوي طرحي په اساس پرمسجدونواودملایانوپرکورونوحملو اوچاپوته زورورکړی دی ،په پرله پسې ډول لمونځ کونکي اوملاامامان په شهادت رسوي  .
دتېر(۲۰۱۲)زیږدیزکال څوبېلګې یې په لاندي ډول دي :
دډسمبرپر۱۴مه نیټه داخلي عسکرود زابل ولایت مرکز اړوندبیلابیلوسیمو کې زیات شمېرولسي وګړي د دیني عالمانو اوسپین روبوپه ګډون  ډیرسخت وهلي دي چي  له امله یې دځینوپوزي او دبدن نورغړي مات شوي دي . دډسمبرپر۲۰مه نیټه اربکي ملېشودغزني ولايت دشلګرولسوالۍ په علم خيل سيمه کي ملاامام (مولوي صاحب غلام علي) پرکورچاپه وهلې ،دتلاشي پرمهال یې نغدي پیسې اوګېڼې غلاکړي اوبیایې نوموړي مولوي صاحب شهيدکړی دی.دنومبرپر۲۰مه نیټه اربکیانودغزني ولايت د ګیروولسوالۍ په شیله کلي کي «اووه »تنه ملکي وګړي دملاامام په ګډون بندیان  کړي اوبیایې دشلګرولسوالۍ په کنصف کلي کي  ملاامام (مولوي ذبيح الله )چي دامامت اوتدریس دنده یې ترسره کوله ددوومقتدیانوسره په شهادت رسولي دي .دنومبرپر۲۷مه نیته  اربکي ملېشودلوګرولايت مرکزته نژدې په کمال خيل کي دکلي  دملاامام (بشير) پرکورراکټي حمله وکړه چي له امله یې  دنوموړي دکور حجرې کوټې ته زیان واوښت .وروسته یې  په همدې سیمه کي دیوبل مسجدملاامام (ملاعبدالاحد)له جوماته ایستلی او په وهلووهلوکي شهیدکړی دی .دسپټمبرپر۱۸مه نیټه داخلي عسکرودپروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په قلعه جالي کلي کي «دوه »تنه ولسي هیوادوال چي یویې ملا امام دی شهيدان کړي دي .سیمه ییزخلګ وایې چي یادوشووکسانودکومي ډلي سره اړه نه  درلوده او نه پوهیږي چي عسکروولي اوپه څه وجه شهیدان کړي دي  .دسپټمبرپر۱۹مه نیته اشغالګرودشپنیوعملیاتوپه ترڅ کي دهلمندولایت د مارجي ولسوالۍ دترخه ناوردامیربلندپه کلي کي « یو»ولسي هیوادوال (ملاامام ) او«یوه» ښځه شهیده  کړې ده .داکتوبرپر۲۱مه نیته اربکي ملېشودپروان ولايت د سياه ګردولسوالۍ دجامع مسجدخطيب مولوي صاحب عبدالحميدشهیدکړ ،خبرزیاتوي چي :مولوي صاحب د ماخستن دلمانځه وروسته دکورپه خواروان ؤچي اربکیانوډزي پرې وکړې ،مولوي صاحب ولګیداوپه شهادت ورسید.دجولای پر۱۴مه نیټه اشغالګروځواکونودبلخ ولايت دچهاربولک ولسوالۍ په نواريدقورچې سيمه کي دکلي دملاامام (مولوي جان محمد)پرکورچاپه وهلې ده ،دچاپې پرمهال نوموړي مولوي صاحب په کورکي نه ؤموجود،خوکوریې ورتلاشي کړی اوزیات مالي زیان یې ورته رسولی  دی .وروسته اشغالګروځواکونوبمبارکړی چي له کبله یې په یاده شوې سیمه کي یومسجد شهیدشوی دی  اوبیایې «یو»تن ملکي هیواوال شهیدکړی او«دوه »تنه نوریې بندیان کړي دي .دجون پر۲۲مه نیټه اجیروعسکرودفاریاب ولایت دالمارولسوالۍ په تربت  کلي کي «یو»تن نومیالی مخوردیني عالم  مولوي فیض محمد صاحب شهیدکړی دی . دمئ پر۳مه نیټه دهلمنددموسی کلاولسوالۍ دمزرآبادپه سیمه کې ددې ولسوالۍ موظفوعسکرو« يو»سپین ږیری کلیوال (حاجي موسی) چي دمسجدڅخه دخپل کورپه لورروان ؤپه شهادت رسولی دی اوبیاله سیمي څخه تښتیدلي دي . دغه رازدمئ پر۳مه نیټه دکندزولايت دمرکزاړوندپه کنموسه دوکانه سيمه کي دمحلي دولتي ملېشودیوقوماندان (میرعالم) افرادو «درې» تنه ولسي وګړي (ملاامام ددوومقتدیانوپه ګډون )شهیدان کړي دي .دمئ پر۱۵مه نیټه اشغالګرود ننګرهارولايت د خوګياڼوولسوالۍ دوزیروسیمه کي دکلي دملاامام (مولوي صاحب لعل محمد)پرکورچاپه وهلې ده ،دنوموړي مولوي صاحب دکورپه ګډون یې نورکورونه هم تلاشي کړي دي ،خوهیڅ جنګي اسباب یې نه دي پکي موندلي ،مګرپه اخرکي یې نوموړی مولوي صاحب شهیدکړی او«دوه» تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي .دعیني شاهدانودویناپه اساس   چي یادشوي  مولوي صاحب امامت  کاوه اوماشومانوته یې دیني درس وایه .داپریل پر۲۸مه نیته نیواکګرودغزني ولايت دخوګياڼوولسوالۍ په صفرخيل کلي یرغل کړی ولسي خلګوته یې ددرنو مالي زیانونو اړولوترڅنګ «یو»ملکي هیوادوال شهیدکړی او«شپږ»تنه یې  دکلي دملاامام په شمول بندیان کړي دي .
 
که دپورته  ذکرشوي وحشت  اوظلم څخه دیرغلګرو موخه هرڅه وي  خوزیان یې تربل هرچا زیات دوی ته  رسیږي .امریکااولاسپوڅی رژیم یې په تدریج سره دشورویانواودهغوی ګوډاګیانووحشت اوبربریت  تکراروي ،دتامل وړده چي دوارسادشوړیدوداستان یې مخ ته پروت دی خوبیایې هم پرنقش قدم روان دي .
دلوي څښتن جل جلاله حکمت دی چي سرکښان اوفرعونیان دځان دهلاکت اسباب په خپل لاس برابروي اوبیاپه ډیرتلواردهلاکت وکندي ته دمزل پړاونه لنډوي ،همدااوسني نیواکګریې جوت مثال دی چي  پرافغانستان ،عراق او.....په یرغل سره یې  دیوقطبي نړۍ تاج له سره ایسته شواوکه خدای جل جلاله ته منظوره وه په نژدې راتلونکي کي به دلاډیروشرمندګیواوناوسیوسره لا س وګریوان شي  .
امریکاته دکرزي دوروستي سفرداجنډاپرسرکي یرغلګروځواکونوته په افغانستان کي دمصؤنیت مسئله وه ،همداکه  ظاهرایوه جنجالي مسئله وه خووروسته کرزي  ومنله چي د۲۰۱۴ز،وروسته چي کوم امریکایې  پوځیان دلته پاتیږي  دقانوني مصؤنیت څخه به برخمن شي  .یرغلګرځواکونه چي دقانوني مصؤنیت په نه شتون کي ښځي ،ماشومان اولمونځ کونکي شهیدوي اوداسلامي شعایروسپکاوی کوي ،نوکه خدای جل جلاله مکړه مصؤنیت هم ورکول شي بیاخوبه هغه میچیني راباندي وچلوي چي دکمونستانودوحشت سره بیخي دپرتلې وړنه وي .نیواکګروته حقوقي برات اومصؤنیت په واقعیت کي دافغان ولس هلاکت دی ،کرزی اوټیم یې دخپلوشخصي ګټوپه خاطرهیوادپلوري ،ترخپلونارواهوسونوملي ګتي قربانوي ،دبې اختیاره واکمنۍ دبقاپه موخه دافغان غیورولس هویت بدلوي ،تاریخ مسخه کوي ،ملي ارزښتونه اواسلامي شعایرتحریفوي .هغوی چي ځانونه افغانان ګڼي نوبیاڅنګه زغمي چي یرغلګرددوي ښځي اوماشومان ځوروي ،بندیانوي اوشهیدوي ،کورونه اوجوماتونه ورته بمباروي خودوی دي همدې قاتلینوته قانوني مصؤنیت اوحقوقي برات ورکوي .
عجبه ده په کوم افغانیت ،پوهه  اواستدلال ؟؟!!