
ستړې ستومانه له کومې راروانه شوم او چېرې رهي يمه، ايا زما منزل ماته به په تمه وي؟ ايا زه به خپل دغه لالهانده مزل پاى ته ورسوم؟ ايا زه به خپل منزل ته ورسېږم؟ ايا دغه ستړي او اوږده مزلونه به مې ما خپل منزل ته ورسوي؟
نه پوهېږم چې ژوند به نور څومره ازمېښتونه ولري اوترکومه ځايه به مې په سوزونکو شګلنودښتو او صحراګانو کې لالهانده ګرځوي؟ايا په دغو ټولو ازمېښتونو کې به يو بې وسه انسان بريا خپله کړي؟ايا دګلاب ګل به تر دوو ورځو زيات ژوند وکړي؟ دا هغه بې ځوابه پوښتنې دي چې له هرچاسره به په ذهن کې بې ځوابه پرتې وي،خو کېداى شي له هغو منزل ته رسېدونکو سره چې له ډير اوږده اوستړي مزل او سختوازمېښتونو وروسته خپل منزل ته رسېدلي وي ددې بې ځوابه پوښتنودحل ځوابونه وي، خودا ځوابونه به د هغه ناتوان انسان چې له نامعلوم ځاى څخه د نامعلوم منزل په لورې ستړي ګامونه په ګرمودښتو کې پورته کوي او اوږده مزلونه وهي، هابه دغه سخت او طوفاني مزلونه، ازمېښتونه او دناهيليو غمونه چې ګالي يې کوم ځاى ته ورسوي له دې سره به داسې کومه هيله وي چې د نامعلوم هدف په لورې سرګردان او لالهانده رهي ده،ولې بې مقصده ځان له هر ډول کړاوونو سره مخامخ کوي؟ايا دا خو به د کومې هيلي او امېد د موندلو هڅه نه کوي؟
ژونده داسې ستړې دې روانه له کوم لورې کړم
بيايې به مې چېرې زه له ژونده دې بې لورې کړم
ژونده که مې دا پوښتنه ځواب کړې او حال ووايې
خپل به کړم هغه منزل ،کوم چې تا يې په لورې کړم