
دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې په نوښت دروان 2008 زکال د نومبرپه 28 مه نېټه دجرمني دهورت په ښارګوټي کې د (( باچاخان ،دامن او عدم تشددسترمبارز )) ترسرليک يو نړيوال او پرتمين سيمينار جوړ شو.
په دغه سيمينار کې دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه ، پوهانو او مينه والو برخه واخيسته او دخپلې څېړنو او خاطراتو بيان يې وکړ .
پروګرام درې برخې درلودلې : دمقالو ، وړانديزونه ، سوالونه او جشني برخه .
دغونډې چلوونکې اغلې سهيلا اضغري ميلمنو او حاضرينو ته تر ښه راغلاست ويلووروسته ، ښاغلي سيد هاشم هاشمي ته بلنه ورکړه ، چې سيمينار د عظيم الشان قران دپاکو ايتونو په تلاوت سره پيل کړي .
ښاغلي هاشمي تر تلاوت وروسته ، داسلام دسپيڅلي دين په رڼا کې د سولې او اخوت په هکله خبرې وکړې او همداراز يې ، د باچا خان روح ته دعا وکړه .
دټولنې په استازيتوب ښاغلي استاد سيدحسن ، ميلمنوته د ښه راغلاست تر څنګ د ټولنې
پرموخو او ددې سيمينار دجوړيدو پر اړتيا خبرې وکړې . همدا راز يې په ډاګه کړه ، چې ټولنې ددې سيمينار دجوړيدو په وياړ دشپاړس کتابونو دچاپ تکل کړی و ، چې له هغې نه يې شپږ کتابه خپاره شوي او غونډې ته رارسيدلي .
استاد سيدحسن له ټولو هغو دوستانو همکارانو اومينه والو څخه هم مننه وکړه ، چې ددې سيمينار په جوړيدو کې يې مادي او معنوي مرستې کړې وې او په ځانګړي توګه يې له ښاغلی ايميل ساپي نه مننه وکړه ، چې ددغه سيمينار دجوړيدولپاره يې پنځه سو ه ايرو مرسته کړې وه .
ديادولو وړ ده ، چې په همدې ورځ د افغانستان دکلتوري ودې ټولنې له خوا په جلال اباد کې هم يو سيمينار جوړ شوی و ، چې په کې دسيمې او هېواد فرهنګيانو او يوشمير چارواکو ګډون کړی وو .
له جرمني نه د تيلفون په ليکه له جلال اباد سره اړيکې ونيول شوې او ښاغلي زرين انځور له سيمې نه دغونډې يو لنډ رېپوټ هم دغونډې په هکله وړاندې کړ .
ښاغلي زرين انځور وويل ، چې په دې غونډه کې يوشمير فرهنګيان لکه استاد اصف صميم ، استاد حبيب الله رفيع ، ښاغلی محمد اسماعيل يون ، شاعر اوليکوال ښاغلی ليوال ، ښاغلی محبوب الله محبوب او ځينو نورو فرهنګيانو ترڅنګ د ننګرهار والي ښاغلي ګل اغا شيرزوی او همدا راز له جرمني نه دټولنې ځينې غړو هم ګډون درلود . ښاغلي انځور زياته کړه ، چې ګډون والو د فخر افغان باچا خان مزار ته هم وﻻړل او دده پرمزار يې د ګلو ګيډۍ کيښوده .
دسيمينار په لړ کې همدا راز په اسټراليا کې له ښاغلي پروفيسر رسول امين سره هم ټيلفوني خبرې وشوې او نوموړي ، دسيمينار برخه والو ته د باچا خان دشخصيت په هکله په لنډيز سره خبرې وکړې او له حاضرينو يې وغوښتل ، چې اوسمهال دباچا خان دعدم تشدد سياست دعملي کولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړي . نوموړي همدا راز وړانديز وکړ ، چې په کابل کې دې دباچا خان په نوم يو پوهنتون هم جوړ شي .
په سيمينار کې لومړۍ مقاله دښاغلي عبدالله بختاني له خوا ولوستل شوه . ښاغلي بختاني د باچا خان پر ژوندليک ، افکارو او مبارزې او دده دطرزالعمل په هکله په تفصيل سره خبرې وکړې او همدراز يې دباچا خان دعدم تشدد او دخدايي خدمتګارۍپه کړنلاره او ددې لارې دﻻرويانو په کړو وړ باندې يې رڼا واچوله .
دسيمينار بله مقاله دښاغلي پروفيسور رحمت ربي زيرکيار وه . ښاغلي زيرکيار په خپله مقاله کې دبهرنيانو له نظره دباچا خان دشخصيت په هکله ځينې په زړه پورې څېړنې او پرتلې وړاندې کړې او همداراز يې دخپل مسلک په رڼا کې دسياست او ستراتيژۍ په هکله بيلګې وړاندې کړې .
له افغانستان نه يو شمير ميلمانه هم په دې سيمينار کې ګډون درلود لکه ښاغلي اسدالله وفا ، مولوي شهزاده شاهد، دشمشاد ټلويزيون مشر ښاغلی فضل کريم فضل ، دملي تلويزيون مشر ښاغلي واحد نظري ، داريانا تلويزيون ريس ښاغلي ارينزي ، دخوست پوهنتون ريس ښاغلي ګل حسن وليزي ، په جرمني کې ختيځ پوه او دپښتو ژبې بې ساری مينه وال او څېړونکی ښاغلی سېبستيان هاينه ، چې ځان ته يې دزمري نوم غوره کړی اوهمداراز ځينو نورو مخوررو اوفرهنګيانو .
مولوي شهزاده هم دسيمينار ګډونوالو ته وينا وکړه . ښاغلي شاهد وويل ، چې دتاريخ جوړول ګران کار دی او ترهغه ګران بيا دا دی ، چې له هغې نه درس او عبرت واخستل شي .
دباچاخان شخصيت ، ښاغلي مولوي شاهد له دې امله هم دقدر وړ وګڼلو ، چې له عالمانو سره يې زياته رابطه وه او هم دده مبارزه موقتي او موسمي نه وه .
دسيمينار يو بل ويناوال دکابل پوهنتون پخوانی استاد ښاغلی عبدالروف خپلواک و ، چې په دې نږدې ورځو کې يې ((دپښتونستان له مشرانو سره زما پېژند ګلوي او اړيکې )) ترسرليک ﻻندې يوه په زړه پورې مقاله ليکلي وه . استاد خپلواک دخپلې مقالې ځينې په زړه پورې خاطرې بيان کړې . ددغې مقالې بشپړ متن د پاڼې د ټولنيزې او سياسي ليکنو په برخه کې لوستی شی .
ښاغلي محمداجان ياراوښاغلي مطيع الله روفي دباچا خان په وياړ ي شعرونه ليکلی وو ، چې حاضرينوته واورول شول .
پخواني ديپلومات ښاغلي محمد ګل وطنپال دياني هم د سيمينار دموضوع سره په تړاو کې ، خپل نظريات او انګريرنې وړاندې کړل او له حاضرينو نه وغوښتل ، چې دمنظم جوړښت په لور له خوځښت نه کار واخلي .
اغلې ميرمن وکيلي دباچاخان په دغه سيمينار کې خپلې په زړه پورې هغه خاطرې ، چې په افغانستان کې يې دزده کړې پرمهال په ښوونځي کې د فخرافغان سره دليدو پرمهال درلودې بيان کړې .
دشمشاد دتلويزيون مشر ښاغلي فضل کريم فضل هم دافغانستان او سيمې په هکله هراړخيزې خبرې وکړې او دسيمينار دستايلو ترڅنګ يې وويل ، چې بايد اوسنيو ژونديو خلکو ته هم پاملرنه وشي او هغه افغانان ، چې په خواجه بهاوالدين کې ، په هرات او هلمند کې له کړاونو سره مخ دي هير نکړو او بايد دقوم دتباهۍ لپاره دجوړ شوو دسيسو مخنيوی وشي .
وروسته دسيمينار دوهمه برخه پيل شوه ، چې دسيمينار ګډونوالو په کې خپلې پوښتنی او وړانديزونه وړاندې کړل .
همدا راز دافغانستان دکلتور ودې ټولنې له خوا يو شمير فرهنګي شخصيتونو ، فعالو همکارانو او يو شمير ويب پاڼو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول ، چې په دې لړ کې دخوشالۍ او وياړ ځای دی ، چې دروهي ويب پاڼې کارکوونکولپاره دوه ستاينليکونه ورکړل شول ، چې يو يې دښاغلي ډاکټرنيک محمد ويال په نوم ليکل شوی و .
تريوې دمې وروسته جشني برخه پيل شوه ، چې خوږ ژبي سندر غاړي ښاغلي انجينيرلطيف راهي او ښاغلي الياس سندرو تر څنګ مست اتڼونه هم وشول . غونډه دشپې په دونيمې بجې پای ته ورسيده .
د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په دې وياړلي مناسبت دغه نوي ( 6 ) ټوکه کتابونه د چاپ
پر ګاڼه سمبال کړل او خپل ( 106 م ) نومره کتاب يې هم خپلو هيوادوالو ته وړاندې کړ:
1ــ د باچا خان ليکونه
2 ــ باچا خان په افغانستان کې
3 ــ زما ژوند ، جد او جهد
4 ــ د کيميا قاموس
5 ــ جينيتيک
6 ــ افغانستان او باچا خان .