
امين الله مجبور
په هېواد کې د ۱۲کلن نوي حکومت له پيله تراوسه که څه هم ډېر کارونه شوي، مګر د خوست – ګرديز لويه لاره لا تراوسه د پخوالي څخه پاتې ده، د ياد سرک د نه جوړېدو په اړه وار وار د خوست او سيمې اوسيدونکو لاريونونه کړي، خو تراوسه يې کومه پايله نده لرلې، د ګرمۍ په موسم د ياد سرک دوړې او ګرمي او د ژمي په موسم کې ورښت او واورې مسافر له لويو خطرنو او ستونزو سره مخ کوي، د خوست – ګرديز سرک يوازې ۳۰ کيلو متره له پخوالي څخه پاتې دی، مګر د کلونو په تېرېدو دې ټکي ته پام ندی شوی، د همدې لارې موټر چلونکي او مسافر سخت شکايات لري، که چيرته دولت د ياد سرک لپاره بوديجه منظور نکړي او کار پرې شروع نکړي، د څو مياشتو په تېرو به دا سرک له اوسني حالت څخه نور هم بد حالت ته ورسي، موټرچلونکی محمدضياء وايي؛ کلونه تېر شول، د هېواد نور ټول سرکونه او لويې لارې پخې شوې، مګر د خوست – ګرديز پاتې ۳۰ کيلومتره سرک لا تراوسه د پخوالي څخه پاتې دی، نوموړي وويل پرون (جمعه) يو ناروغ مې له خوست څخه کابل ته راوړه، چې د سرک خاموالي او سخت ورخښت له امله په ډېر تکليف کې و، ده وويل دا يوازې پرونی ناروغ نه وه، چې تکليف يې وليد او د ډېرو ستونزو وروسته کابل ته ورسېده بلکه هره ورځ په لسګونه تورسرې ، کوچنيان او ناروغان داسې ستونزې ګوري او همېشه په تکليف کې وي.
د سيمې (ګرده څېړۍ، وزه ځدران او سټوکنډو) اوسيدونکي بيا وايي، چې د لارې خرابوالي له امله په وار وار په یاده لاره ترافيکي پېښې کېږي او هر وخت ګڼه مرګ ژوبله له ځان سره لري، دوی هم پدې اعتراف کوه، چې د ګرمۍ په موسم کې له ګردونو او د يخنۍ په موسم کې د واورو څخه په ډېر تکليف وي، دوی دا هم ويل چې ځيني وخت دا لویه لاره په ساعتونو ساعتونو ان تر شپو شپو بنده وي، دوی له مرکزي دولت څخه د يادې لارې د ژر جوړېدو غوښتونکي دي.
پاتې دې نه وي، چې په وار وار لوړپوړو چارواکو د ياد سرک د پخوالي او ژر جوړېدا ژمنې کړي، خو تر دې دمه شوې وعدې پرځای پاتې دي.