
پورته ليکل شوې جمله تېره شپه (دمرغومې په ۲۰مه نېټه) د ولسي جرګې غړي ښاغلي محمدنعيم لالی حميدزي د لمر تلويزيون په تودې خبرې خپرونه کې وکړه، ياده خپرونه د تېر په څير ښاغلي شاپوربختيار پر مخ بيوله، ياده خپرونه کې د ښاغلي حميدزي ترڅنګ د ولسي جرګې بل غړي ډاکټرظهيرسعادت او د سياسي چارو شنوونکي بشيربېژن برخه درلوده، د خپرونې موضوع په هغه ۱۱وزيرانو څرخېده، چې اټکل شوې د شنبې په ورځ چې د روان ۱۳۹۱ کال د مرغومې ۲۲مې نېټې سره سمون خور ولسي جرګې ته استیضاح کړي، په خپرونه کې د يادې شوې موضوع سربېره نورو مهمو ټکو ته هم ځای ورکړل شوی و، ښاغلي بختيار ته دې الله(ج) لوی عمر او ښکلی ژوند په نصيب کړي، چې همېشه يې په خپرونه کې د يو اصيل افغان رول لوبولی او داسې پوښتنې يې کړي، چې د عامه افغانانو غوښتنې وي. د موضوع په تړاو اوږد بحث وشو، چې شاوخوا يو ساعت يې دوام درلود، په خپرونه کې دې ته اشاره وشوه، چې پخواء هم څو ځلې وزيران او نور چارواکي د ولسي جرګې له لوري احضار شوي، استجوابيه غونډو ته بلل شوې، پوښتنې او ګروېګنې ترې شوي، مګر وروسته يې نتيجه نده معلومه شوې، د دې سوال په جواب کې د کندهار د خلکو وياړلي استازي ښاغلي حميدزي وويل؛ په ولسي جرګه کې اوس هم قراردادي او د نورو په ګټه اخته کسان کار کوي، دوی همېشه د امکاناتو په مقابل کې د وزیرانو لپاره کمپاين کوي، چې دا دی اوس يې هم لړۍ روانه ده، ښاغلي حميدزي دا هم وويل، چې د شنبې ورځې لپاره د راغوښتل شويو وزيرانو په خاطر سر له اوسه د ځينو وکيلانو له لوري کلک کمپاين روان دی، نوموړي وويل؛ موږ يوازې هغه وزيران غوښتي، چې د روان کال بوديجه يې تر ۵۰ سلنه کمه مصرف کړې. د سياسي چارو شنوونکي ښاغلي بشيربېژن يوې ډېرې مهمې نقطې ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، پر ځای د دې چې د وزيرانو څخه د بوديجې د مصرف پوښتنه وشي، پکار ده وپوښتل شي، چې دوی ولې هغه څه ندي ترسره کړي چې د رایې اخيستنې پروخت يې د ملت استازو او ټول ملت سره وعدې کړې دي، د بحث بل ګډونوال ډاکټرظهير بيا هغه وخت ډېر په قهر شو، چې د ښاغلي حميدزي له لوري پر هغه وکيلانو نيوکه وشوه چې سر له اوسه یې د وکیلانو په منځ کې د ځینو وزيرانو په ګټه کمپاين شروع کړی، حميدزي وويل (لعنت دي پر قراردادي وکيلانو سي!!!)، دا خبر په ښاغلي ظهير ښه و نه لګېده او ويې ويل چې اوس هم يو شمېر وکيلان پر خپلو دندو نه پوهېږي، د ښاغلي ډاکټرصاحب له څرګندونو داسې برېښېده چې ته به وا په رېښتيا هم دی قراردادی دی او د ځينو وزیرانو په نفعه کمپاين کوي. د تودې خپرونې خبرې پرځای پرېږدو راځو دې ته چې رېښتيا هم د ولسي جرګې اوسنۍ دورې داسې څه کړي، چې ملت ورڅخه راضي وي؟ دا هغه پوښتنه ده، چې خپله يې د ملت استازي د حقايقو په رڼا کې ځوابولی شي، مګر زه وايم چې دوی هېڅ داسې څه ندي کړي، چې ملت ترې راضي وسي، په هېواد کې د اوسنيو ناامنيو، بدامنيو، کرغيړن حالت، اقتصادي وضعې ترينګلتيا او نورو ناخوالو ټول مسوليت د ملت پر استازو دی، دوی ولې د ملت درد نه ګوري، ولې د ملت د درد دوا کېدای نشي؟ ځکه چې دوی په خپلو نشو کې ډوب دي، نن که يو وکيل پر نورو وکيلانو مستقيماً نيوکه کوي، دا د دې ښکارندوينه کوې، چې رېښتيا هم داسې څه روان دي، چې وکيلان يې ګوري خو د ملت له سترګو پټ دي، د ملت ترسترګو هغه وخت راځي، کله چې وکيلان د کال ماډل موټرونو کې وګوري، بهرني سفرونه يې وګوري او کورنی حالت يې وګوري چې هره ورځ تغير کوي. د ملت هغه شمېر استازو ته شرم پکار دی، چې د رسنيو له لارې پرې لعنت ويل کېږي، پر دوی به څو څو ځل مخامخ لعنت ويل شوی وسي، دوی څخه به څو څو ځل د مثبت بدلون غوښتنه شوي وسي، خو دوی هېڅ نده منلې ځکه نن يې د رسنيو له لارې د افشاء کېدو وخت رارسېدلی دی. صمد افغان