
ژباړه:
څو تنه ماشومان په خپلو کې لوبیدل. روسی لیکوال مارشاک، چې د دوی په ننداره و ورغی او پوښتنه یې وکړه، چې کومه
لوبه کوئ؟ ماشومانو ورته وویل: موږ د جنګ لوبه کوو! لیکوال بیا وویل: جنګ!!! څنګه
کولای شئ، چې د جنګ لوبه وکړئ! تاسو خو په دې پوهېږئ، چې جنګ څومره ناوړه او بد
مرغه کار دی! دا به تر ټولو غوره وي، چې تاسو د سولې لوبه وکړئ! یوه ماشوم وویل : دا خو ډېره ښه مفکوره ده! نور
ماشومان ټول غلې شول. بیا په خپل منځ کې سره وپوسیدل، بیا غلې شول او بیا یې خولې
د یو بل غوږنو ته سره نږدې کړې. په همدې کې یو ماشوم رادمخه شو اوویې پوښتل: د
سولې لوبه څنګه کېږي؟