
ژباړه: اناهیتا روهي
یو ځوان هلک خوب لیده، چې یو دوکان ته ننوځي. دوکاندار کوم معمولي انسان نه
بلکې یوه پرښته وي. ځوان پوښتنه ترې کوي:
تاسو دلته څه خرڅوئ؟
پرښته په ځواب کې وايي، هر هغه څه چې ستاسو په کار وي!
ځوان یې په شمېرلو پیل کوي او وايي، ښه نو زه غواړم، چې په ټوله نړۍ کې جنګ
ختم شي. یوه داسې ټولنه، چې د خلکو تر منځ یې ورورولي وي. لوږه، تنده، فقر او بې
روزګاري نه وي. ډېره مینه، ښه چلند او ....
پرښته یې په خبرو کې ورلویږي او وايي:
بښنه غواړم ځوانه ته زما په مطلب پوه نه شوې. موږ رسیدلي فصلونه، نه بلکې
یوازې تخمونه خرڅوو!