غزل

زما په زړه  کې که بتان وينې نو مــــــات يــــــې کــړه ته
دا بتخانه  دغسې مه پــــريــــــږده، جومات يـــې کړه ته
 زه خو راضي ستا په رضـــــا يــــــم، پــــکې هيڅ نه وايم
که مې غمونه درته کم ښـــــــکاري نو زيات يې کـــړه ته
 جهان انبــــــار کــــــړې رنـــګا رنګ  وسلې زما ومــخ ته
وايـــــي دا خپـــل وطن ته يو سه او خيرات يې کـــړه ته
 دغـــه رڼا به دې  دهريوه محـــــــفــــــل څــــــراغ کـــــــــــړي
درد  داولس واخله  او برخه  دخپل ذات ئې کړه تـــــــــه
 د « درويش » زهر زهر ژوندخو ستا په مخکــــې دی نن
خواږه دشونډودې ورګډ  کړه لږ او شات ئــــــې کــــــړه ته